په دې ویډیو کې داسې ښکاري چې د برېتش هوايي شرکت د یوې الوتکې وروستۍ برخه دوه ځله د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له ځغاستلیکې سره لګېږي.
بياې- ۴۳۱ الوتنې چې له امستردام راغلې وه، یو پلا د ناستې هڅه وکړه، خو پیلوټانو له ځغاستلېکې بېرته پورته کړه.
1
10
2,849
د فرانسې په ولسمشرۍ ماڼۍ (الیزه) کې د تشریفاتي ګارد دوه غړي د سلواک ولسمشر پیتر پېلېګریني ته د هرکلي پر مهال نږدې پر یو وخت بېهوښه شول.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته وویل، دواړه ساتونکي ښه دي.
13
3,835
هند د اسیا جام ۱۹کلنو پایلوبه کې پاکستان ته په یوې وېکټې ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله. د لوبې پچه یا ټاس پاکستانۍ لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپوهنه وکړه. پاکستان د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۳۳۹ منډې جوړې کړې، چې عثمان خان پکې سلیزه هم ووهله.
bbc.in/48TYhFi
5
2,131
د طالبانو حکومت وايي، د کابل په مرنجان تپه کې د مولوي جلال الدین حقاني په نوم د یوه ستر جامع جومات رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. ویل کېږي پر دغه جومات شاوخوا یو نیم میلیون ډالره لګښت راغلی او په یوه وخت کې ۲۰۰۰ لمونځ کوونکي ځایولی شي.
د څلورو نسلونو پخوانی او له اوږدې مودې راهیسې لانجمن ریکارډ، چې له ۱۸۰۰مو کلونو راهیسې په ورته وخت کې اوو بېلابېلو کورنیو درلود، اوس مات شوی دی. د بېل او هارلو کورنۍ لومړنۍ کورنۍ ده چې دا د زوکړې ځانګړې ناڅاپي لړۍ یې د پنځو پرلهپسې نسلونو تر مخه رسېدلې
bbc.in/4t3HVTV
2
3,194
د سپینې ماڼۍ په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ ښايي راتلونکې اوونۍ په چین کې د یوې غونډې پر مهال وګوري.
بشپړ رپوټ دلته ولولئ: bbc.in/4zwoDs4
2
2,247
د محکمې د څارنوالۍ دفتر ویلي چې د دې پرېکړې پر وړاندې یې اعتراض کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. دا د افغانستان د قضیې په تړاو د څارنوالانو او قاضیانو ترمنځ د حقوقي اختلافونو تر ټولو تازه پېښه بلل کېږي.
بشپړ رپوټ دلته ولولئ: bbc.in/4zHDP6j
5
2,775
د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډفي اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي حریم بېرته پرانېستل شوی، خو ویلي یې دي چې د رامنځته شوې ستونزې اغېزې به څو ورځې نورې هم وي.
بشپړ رپوټ پر بي بي سي پښتو پاڼه ولولئ: bbc.in/4jcTchj
8
2,931
د اېلسلوادور ولسمشر نایب بوکیله وايي، د سلواور او هایتي ځواکونو له شاوخوا دوو کلونو وروسته د سېلویو کاترو لوبغالي کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی.
نوموړي ویلي، د دغه لوبغالي د پلټلو پر مهال د انسانانو ګڼې کوپړۍ هم موندل شوې دي.
4
2,692
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت او هغه ډله چې نوموړی ورسره ملګری و، د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۱مه، د ورکو سرتېرو هدېره کې د یوه ساتونکي له خوا ورټل شول.
دا پېښه د ګلانو د ګېډۍ له اېښودلو وروسته رامنځته شوه، چې د پخوانیو پوځيانو د ورځې لمانځنې په مناسبت ترسره شوې وه.
د اوکرايين ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي د امريکا استازو جرېډ کوشنر او سټيف وېټکاټ دې ژمنې هرکلی چې ويلي يې دي، روسيې سره د سولې خبرو راتلونکي پړاو کې به د اروپايۍ ټولنې پلاوي هم ورګډوي.
سارا رېنزفرډ پرې له کيفه وایي، په خپله د جګړې پای ته رسولو په اړه بحثونه ډېر کم وو:
1
10
2,031
د ترکیې ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آلثاني خپلمنځي دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
bbc.in/4iR1bPA
2
9
1,936
افغانستان سره د لارو بندېدو او امريکا ايران جګړې له امله د پاکستان صادرات او سوداګري ځپل شوې، څومره تاوان یې کړی؟ او کومه حل لاره يې راکتلی شي؟ د پښتونخوا سوداګرۍ خونې مرستيال مشر نعیم الرحمان يې په اړه بي بي سي پښتو ټلويزيون ته وویل:
د پاکستان حکومت ويلي، هېواد يې له مارچه تر اوکتوبره افغانستان سره د لارو تړل کېدو او هم د امريکا او ايران جګړې کې د سمندري لېږد چارو ګډوډېدو له امله صادراتو او سوداګرۍ کې لوی تاوان کړی.
ډېورېنډ کرښې سره سيمو خلکو ډېر تاوان کړی.
چمن کې د څو سوداګرو خبرې اورو:
له "چینایۍ جاسوسې" سره د اړیکې تور جېنسن وانګ له څه برخلیک سره مخ کړی؟
د امریکا د کانګرېس مشرانو جرګې د اېنویډيا مخکېنی اجرائیه مشر جېنسن وانګ را روانه میاشت له هغې ښځې سره د اړیکې په اړه سپيناوي ته ورغوښتی چې ادعا کېږي، چینایۍ جاسوسه ده.
5
2,971
د مایکروسافټ یوې لویې نړیوالې تخنیکي ستونزې د دغه شرکت ګڼ خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي او ځینې خدمتونه یې په بشپړه توګه له کاره غورځولي دي. په اغېزمنو خدمتونو کې برېښنالیکونه او د مصنوعي ځیرکتیا محصولات هم دي.
یو روسی پاراګلایډر د نومبر په ۱۰مه د هند د شمال په منډي ښارګوټي کې د ځمکې له سطحې شاوخوا ۷۶ متره لوړ د لوړ ولتاژ برېښنا په مزو کې له نږدې درې ساعته بند پاتې کېدو وروسته وژغورل شو.
هغه وروسته د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د دغه هېواد د هرمزګان په سیریک ولسوالۍ کې یې د امریکا د تېرې شپې هوايي برید په ځواب کې په بحرین کې د امریکایي ځواکونو د "خبرداري رادار" په نښه او ویجاړ کړی دی.
bbc.in/4sVNvaZ
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د کابل – جلالاباد لویې لارې مسافرینو او موټرچلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې پر دې لویه لاره د ډبرو د ښوېدو احتمال شته.







