Pashto Washington (@AFPakmonitor) header
Pashto Washington (@AFPakmonitor) profile picture

Pashto Washington

Joined August 2026
Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)Photo by Pashto Washington (@AFPakmonitor)
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري خبریالانو سره خبرو کې د نوو صوبو د جوړولو وړاندیز سره مخالفت ښودې او د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر نامه یې اخستې نه ده خو هغه ته يې په اشاره کې ویلي چې که د ټوپک په زور یې جوړوئ نو جوړې یې کړۍ “نور به څه ووایم؟” pashtowashington.com/ps/arti…
32
اسلام اباد کې د اي-سي-او غونډه کې د کابل تشه څوکۍ د پاکستان تجارتي تګلاره کې تضاد ښيي. پاکستان منځنۍ اسیا ته رسېدل غواړي خو د تللو لاره “افغانستان” یې د غونډې بهر ساتلی. د یاد سازمان هدف د غړو هېوادونو اقتصادي نښول دي pashtowashington.com/ps/arti…
1
3
95
د پښتونخوا په غرونو کې ډالرې، بيړنے حالت او ترهګري-د صوبې په بده وضعه باندې د سیاسي بیانونو سره دا بحث هم راپارېدلی چې د ترهګرۍ په شا د پښتونخوا په معدنو د قبضې جګړه روانه ده او دا سیاسي نعره اوس عامه ده “چې چرته وسايل دي نو هلته مسايل دي.” pashtowashington.com/ps/arti…
3
3
161
پښتونخوا کې داسې د ځنګل قانون دی چې په ۱۱م اکتوبر کې په صوبه کې د ګورنر راج او بېړني حالت لګولو راسې تر ننه چا ته دا پته نشته چې د صوبې منتخب وزیراعلا سهیل افریدي د چا په قېد کې دی، او چرته ده؟ د حېرانتیا خبره-نه مېډیا او نه هم سیاسي ګوندونه یې نامه اخلي: pashtowashington.com/ps/arti…
2
1
89
د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډفي وویل، د هوايي ټرافیک د کنټرول په زړو تخنیکي سیسټمونو کې د نوې ټکنالوژۍ د ورزیاتېدو له امله سیسټمونه تر فشار لاندې راغلل، چې په پایله کې یې د اړیکو او راډار په فعالیت کې ستونزې رامنځته شوې. pashtowashington.com/ps/arti…
88
رپوټونه وايي د الوتکو د کېنولو د امر له امله د امریکا د ختیځ وخت سره سم د ماسپخین د څلورو بجو راسې ۱۱۰۰۰ (یولس زره) جهازونه د خپل سفر لپاره پاڅېدلي نه دي. pashtowashington.com/ps/arti…
1
234
Pakistan’s Unaccountable General Seeks More Power Through Redrawing the Map: The Economist examined the proposal in an editorial titled "A Selfish Ploy to Break Up Pakistan." Its theme is that breaking up provinces will weaken political structure. pashtowashington.substack.co…
1
1
1
119
نوې صوبې-د نقوي په ژبه د جنرل منیر د واک لا نور زیاتولو بل ارمان: اکانامسټ مجلې خبرداری ورکړی چې د جنرل منیر له خوا د څلورو صوبو په وړو برخو کې د ویشلو پلان ښايي هغه د خلکو د ستونزو د حل پر ځای موجوده سیاسي اډانه ماتول او سیاسي مخالفین کمزوري کول غواړي. pashtowashington.com/ps/arti…
1
140
پښتونخوا د جګړې په اور کې-هلته د پنجاب په شان امن ولې نشته؟ په ټوله صوبه کې منتخب حکومت ځنډول شوی، او د مارشل لا نه هم زیات سخت داسې یو قانون نافذ دی چې پوځ د خپلو کړنو لپاره هېچا ته د حساب ورکولو اړتیا نلري خو بیا هم د امنیت بده وضعه زړه په زړه ده. pashtowashington.com/ps/arti…
2
1
148
پښتونخوا کې یې لومړی د عمران خان ګوند د 13 کالو لپاره واکمن کړو، بیا یې نزدې 8و کالو راسې د نوي قانون “اېکشن ان اېډ اف سېول پاورز” په مټ پوځ ته بې څارې اختیار ورکولو سره ټوله صوبه په “ښار ناپرسان” وربدله کړه، بیا ګورنر راج او اوس (پټ مخي) عدالتونه! pashtowashington.com/ps/arti…
7
6
331
د امریکا د دفاع وزیر پيټ هېګسېټ په دې ویډیو کې وايي چې کانګرس کې به د هغه سره د حساب کتاب (استیضاح) لپاره د هڅو پر وړاندې مبارزه کوي. هغه د ایران جګړې دفاع کړې او دا یې «زړور او تاریخي اقدام» بللی دی. ښاغلي هېګسېټ دا وېډیو په ټاکنو کې د ډېموکرېټانو د حېرانونکې بریا وروسته کړي.
At the War Department: We Stand. We Fight. We Defend the Republic.
61
د پاکستان او افغانستان د پښتنو په سیمو کې د ملایانو لخوا د پولیو د واکسین پر ضد پروپېګنډې او د پولیو واکسین ورکونکو ډلو باندې د تندلارو طالبانو حملو د پښتنو په کورونو کې هر نوی زېږېدلي ماشوم د ټول عمري معذورۍ له خطر سره مخ کړی دی. pashtowashington.com/ps/arti…
2
2
81
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حېرانونکې ماتې وروسته: زه په ټاکنو کې نوماند نه وم، که وای، موږ به په غوڅ اکثریت ګټلې وای. pashtowashington.com/ps/arti…
36
ډېموکرېټ ګوند د امریکا د کانګرس دواړه مجلسونه وګټل د ټاکنو نتیجې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکي (ریپبلېکن) ګوند لپاره یوه ستره سیاسي ماتې بلل کېږي او د ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره به د واشنګټن سیاسي انډول بدل کړي. pashtowashington.com/ps/arti…
1
48
په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو نتیجې لا روانې دي خو مېډیا وايي چې ډېموکرېټ ګوند سېنټ او د استازو جرګه (هاوس) دواړو کې اکثریت تر لاسه کړی. ډېموکرېټ ګوند د ریپبلېکن ګوند په تاریخي توګه ملاتړو ایلتونو لکه ټېکساس، کېنساس، شمالي او جنوبي کېرولاینا کې د ریپبلېکن د سېنټ څوکۍ ګټلي.
26
د امریکا خبري ادارې اټکل کوي چې ډېمو کرېټ ګوند د سېنټ په سیالیو کې د ريپبلېکن ګوند د اوسنیو سنېټرانو نه پینځه څوکۍ ګټلي. د دې اټکلونو تر مخه، ډېموکرېټان به په سېنټ کې هم اکثریت تر لاسه کړي که چرې خپلې پاتې څوکۍ وګټي.
1
2
38
تازه خبر—د امریکا د فاکس او سي. اېن-اېن د اټکلونو تر مخه، د منځمهاله ټاکنو لپاره شمېرې ښيي چې د کانګرس د استازو جرګه کې ډېموکرېټانو اکثریت ګټلی دی. د استازو جرګه کې ډېموکرېټانو ته د ریپبلېکن ګوند د اوسنیو دریو څوکیو ګټلو ضرورت وو او ډېموکرېټانو دغه درې څوکۍ ګټلي دي.
25
د امریکا منځمهاله ټاکنو کې تر اوسه ډېموکرېټان د سېنټ، د استازو جرګه او د ګورنرانو سیالۍ کې مخکې روان دي. ډېمو کرېټانو د نارته کېرولاینا د سېنټ څوکۍ د ریپبلېکن نه ګټلې او د سېنټ لپاره د ریپبلېکن په شپږو نورو څوکیو باندې مخکې روان دی
2
51
په امریکا کې د ۲۰۲۶م منځمهاله ټاکنو کې نن په ملینونو امریکایان په یو داسې تود سیاسي چاپېریال کې رایې اچوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاست، د امریکايي ټولنې د ژور سیاسي وېش او د کانګرس د راتلونکي کنټرول پر سر پکې سخته سیالي روانه ده. pashtowashington.com/ps/arti…
1
1
96
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکا به اسراییلو ته د روان کال تر پای هر کال د شاوخوا څلور میلیارډه (اربه) ډالرو پوځي مرستې تړي. pashtowashington.com/ps/arti…
1
35