
A bilingual magazine publishing in #Pashto and #Dari, dedicated to the exploration of philosophy, arts, and culture. For contact: [email protected]
Joined July 2019
- Tweets367
- Following3
- Followers712
- Likes192
INSAN Magazine retweeted
ټولنې مؤسساتيکېدل یا NGOization څه ته وايي او پر ټولنه، ټولنیز مقاومت، سیاست، مبارزه، او د خلکو پر سیاسي شعور او کړو وړو څه اغېزه لري؟ د ټولنې مؤسساتيکېدل ولې ترسره کېږي او زیانونه یې کوم دي او مدیریت څنګه کېدلای شي؟
د محقق او لیکوال ښاغلي فرهاد داوري په دې نوي لیک کې د ټولنې د مؤسساتيکېدو پر بهیر سربېره په عواملو، تاثیراتو، او مدیریت بحث شوی دی.
بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/320
د انسان مجلې وټساپ چېنل په دې لینک کې وګورئ:
whatsapp.com/channel/0029VbE…
INSAN Magazine retweeted
د انسان مجلې روانې دولسمې ګڼې ته د درانه لیکوال او څېړونکي څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال په دې لیکنه کې د جبري کډوالیو او د هغوی د فرهنګي او ټولنیز اغېزو، او د سیاسي او ایډیالوژیکو ابعادو په اړه ډېرې نوې خبرې لولئ.
د انقلابونو، کودتاګانو، جګړو، او تاوتریخوالي په لړ کې د افغان کډوالۍ دا پیچلی بهیر چې په دې لیکنه کې انځور شوی، لولئ چې څنګه د «کډوالۍ تقدس»َ په «ګناهنکاره کډوالۍ» واوښت، او په دې بهیر او مسیر کې څه او څنګه پېښ شول؟
د افغان کډوالۍ په اړه چې تر ډېره د تېر پنځوس کلن تاوتریخوالي یوه اصلي موخه وه، د انسان مجلې د دولسمې ګڼې یوه له اصلي موضوعاتو څخه ده چې په اړه یې لیکنې او څېړنې منو. د ښاغلي استاد لېوال بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/318
INSAN Magazine retweeted
سلامونه،
دا د انسان مجلې د دولسمې ګڼې لپاره د لیکنو بلنه او د اړوند موضوع پېژندنه ده چې د روان کال د میزان، عقرب، او په میاشتو کې به خپریږي.
د تېروو دوو ګڼو په دوام، چې د استعمار اړوند مطالعاتو ته په کې کتنه شوې وه، په دې ګڼه کې هم د تېرو ګڼو په تسلسل د استعماري جګړو او پوځي استعمار په باب په اوو ځانګړو موضوعي استقامتونو کې لیکنې، څېړنې، کتابکتنې، او ژباړې مني.
ټول درانه لیکوالان، څېړونکي، او مؤلفین کولای شئ د همدې ګڼې ټوله شرحه زموږ په تحریریه یادښت کې ولولي او خپل لیکلي آثار موږ ته راولېږي.
insanmag.com/article/317
INSAN Magazine retweeted
در شانزدهمین قسمت لکچرهای تاریخ افغانستان به مرحلۀ میرسیم که خشونت جاری از آن تاریخ سرچشمه گرفته است. خشونتی که پنج دهه قبل از امروز آغاز گردید چگونه باید مطالعه شود؟ یکی از اصلیترین سوالات این قسمت لکچرها است.
در بخش اول این مرحله دربارۀ قربانیان نامعلوم و نامریی و اینکه این زمانه تاریخی چگونه مطالعه شود، بحثی مفصلی صورت گرفته است. همچنان دربارۀ عواقب خشونت روی فرهنگ، جامعه، تاریخ، و شخصیتهای انسانی و فردی این سرزمین به تفصیل واکاوی شده است. تجاوز شوروی، نقش خلق و پرچم، اجندای پاکستان، و وابستهگی های متعدد و چند لایه گروه های مجاهدین از جمله مهمترین مباحث این قسمت است.
youtu.be/QINXM3Qv4F0
INSAN Magazine retweeted
د آغلې ګلالۍ مومند په دې لیکنه کې دې پوښتنې ته د ځواب هڅه شوې چې ولې یوه ډله افغانان چې له هېواد څخه زرګونه کیلومتره لرې اوسي، په هېواد کې د سیاسي اوښتون یوازینۍ لاره جګړه ګڼي؟ آیا سولهییزې لارې د هېواد د چارو او شرایطو د بدلولو لپاره کارنده نه دي؟
بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/316
INSAN Magazine retweeted
د افغانستان د نولسمې پېړۍ په لړ او د شلمې پېړۍ د اوایلو په تاریخ کې د دولت او د برېتانوي امپراتورۍ تګلاره او سیاستونه نه یوازې افغان بلکې د بهرینو مؤرخینو او څېړونکو له لوري په کراتو څېړل شوي چې د روحانیونو اړوند مطالعات په کې خورا محدود دي.
د اریزونا پوهنتون د متقاعدې پروفیسورې مېرمن دوکتور سنزل نوید په دې څېړنیزه مقاله کې لولئ چې د یادې دورې په لړ کې د افغان دولت، مذهبي عناصرو او ډلو، او برېتانوي امپراتورۍ تعامل او سیاستونو کوم اړخونه او مسیرونه درلودل او د دوی ترمنځ متقابله اړیکې څه ډول وې.
یاده څېړنیزه مقاله چې ښاغلي عبدالودود بشریار د انسان مجلې اتمې ګڼې ته ژباړلې وه، په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/212
INSAN Magazine retweeted
«افراطیون آنها علم را الحاد نامیده و تبلیغ میکنند که علم مردم را گمراه میسازد. مقصد آنها ازین تبلیغات نادان ساختن دیگران است تا مانند خود آنها از علم تنفر کنند. زیرا در اثر این تبلیغات جهالتِ خود را مخفی ساخته دروازه امحای کلی را بر روی دانش و دانشمند هر دو می کشایند.»
- علامه بوریحان البیرونی
INSAN Magazine retweeted
دفترِ البیرونی؛ مجموعۀ مقالات به مناسبت ۱۰۵۳مین سالگرد تولد علامه ابوریحان محمد بن احمد البیرونی، دانشمند پیشآهنگ و نامور افغانستان.
این مجموعه شاملِ مقالاتی در مورد شرح حال او، روابطاش با دانشمندان همعصر، نظریاتِ او در مورد هند و تعصبات، و همچنان سهم او در نامها و جغرافیا از جمله مهمترین مباحث در این دفتر میباشد.
دفتر حاضر را از لینک زیر دیده و خوانده میتوانید:
insanmag.com/daftar/6aa190c7…
INSAN Magazine retweeted
د پښتنو او دري ژبې اړیکه څه ده؟ د تېر زر کلن تاریخ ارزونه څنګه کېدلای شي؟ آیا پښتانه د یادې ژبې وارثین ګڼلی شو؟ له دري ژبې سره د پښتنو نژدېوالي په څه کې دی؟
په دې ځانګړي پاډکاسټ کې ښاغلی قسیم ځير احمدزی او ښاغلی بیتالله حمیدي د پښتون هویت او د دري ژبې د زر کلن تاریخ په اړه بحث کړی دی.
یاد بحث ډېر ژر خپریږي.
INSAN Magazine retweeted
د امانالله خان د پاچاهۍ د نسکورېدو لاملونه څه وو؟ د هغه د واکمنۍ وروستي کلونه څنګه تېر شول او اروپا ته د هغه سفر د افغانستان په اړه د هغه په لیدلوري او د هغه په واکمنۍ څه اغېزې درلودې؟ حبیبالله کلکانی څوک و، د هغه واقعي پېژندنه او دا چې څنګه واک ته ورسېد، د دې لکچر مهمې برخې دي. د نادرخان واکمني څنګه پیل شوه او د هغه متکبر او جاهطلبه شخصیت هغه ته کوم فرصتونه ورکړل؟ له انګرېزانو سره د نادرخان اړیکو، په ځانګړي ډول د امانالله خان د دفاع وزارت پر مهال، هغه ته په راتلونکي کې کوم امکانات چمتو کړل؟
د افغانستان د تاریخ د لکچرونو په دیارلسمه برخه کې، له امانالله خان وروسته د افغانستان، د حبیبالله کلکاني د واکمنۍ، او قدرت ته د نادرخان د رسېدو په اړه بحث کېږي.
د بشپړ لېکچر د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
youtu.be/phJ4HB8TdB8
INSAN Magazine retweeted
عوامل سقوط پادشاهی امانالله چه بود؟ آخرین سالهای زمامداری او چگونه گذشت و سفری به اروپا چه اثراتی بالای رویکرد او به افغانستان و حاکمیت او به میان آورد؟ حبیبالله کلکانی کی بود، شناخت واقعی از او و اینکه چگونه به قدرت دست یافت بخشهای مهم این لکچر است. حاکمیت نادرخان چگونه آغاز شد و شخصیت جاهطلبانه او چه فرصت های به او داد؟ رابطه نادرخان با انگلیسها بخصوص در زمان وزارت دفاع امانالله چه امتیازاتی بعدی به او مهیا ساخت.
در سیزدهمین بخش لکچرهای تاریخ افغانستان، دربارۀ افغانستان بعد از امانالله، حاکمیت حبیبالله کلکانی، و به قدرت رسیدن نادرخان بحث میگردد.
برای شنیدن کامل لکچر روی لینک زیر کلیک نمایید:
youtu.be/phJ4HB8TdB8
INSAN Magazine retweeted
پسااستعماري تیوري څه ده او له تاریخ سره تعامل او اړیکه څنګه ټینګیږي؟ په دې څېړنیزه لیکنه کې چې ښاغلي قسیم ځیر لیکلې او آغلې ګلالۍ مومند ژباړلې ده، د پسااستعماري تفکر پر درېیو مهمو معارفتي مکتبونو، اروپامحورۍ، استشراق، او د تاریخلیکنې پر غیراستعماري او پسااستعماري څرنګوالي ژور او هر اړخیز بحث کېږي.
دا چې نن د هېواد د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه ده، د دې پرتمین مناسبت پر بنسټ د افغانستان لپاره د یو پسااستعماري لیدلوري د تکوین په موخه دا ارزښتمن متن خپروو.
د لیکنې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/308
INSAN Magazine retweeted
د افغانستان هوايي ځواک د امانالله خان له ګڼو مترقي او انکشافي پروګرامونو څخه یو و. د ۱۹۱۹ په مۍ کې انګریزانو په لومړي وار پر کابل هوايي بمبار وکړ چې په خلکو کې یې پراخه وېره خپره کړه. انګریزانو چې تر دې وړاندې یې هم د پښتني قبیلو د ځپلو او کابل - جلالاباد پر لاره په ګڼو اهدافو د برید او بمبار لپاره هوايي قوواې کارولې وې، د خپلواکۍ د بیاترلاسه کولو وروسته په افغان دولت کې د هوايي قوې د تقویې لپاره روحیه له وړاندې پیاوړې کړې وه.
د هوايي چلند په برخه کې د افغان مترقي پاچا امانالله خان برنامې او ارمانونه څه ول او کومې چارې ترسره شوې؟ د ښاغلي بشریار په دې لیکنه کې چې تېر کال خپره شوې وه، په لاندې لینک کې یې بشپړه بڼه ولولئ:
insanmag.com/article/201
INSAN Magazine retweeted
د زاړه یونان ارسطو چې د غربي فلسفې له ډېر مهمو او اغېزناکو فیلوسوفانو څخه و د سیاست، ټولنې، او اخلاقو په ګډون د ژوند او فکر په نژدې هره برخه بنسټیز نظریات لري. بلخوا د معاصر المان نوموتی فیلوسوف فریدریک نیچه دی چې د ارسطو سره همورته یې د خپل عصر تقریباً ټول فلسفي بهیر تر اغېز لاندې راوستی. د دوی دواړو له نظره چې فلسفي لیدتوګې یې له یو بل سره ډېر توپیر لري، اخلاق څه دي او څنګه یې پېژندلی شو؟
د معرز څېړونکي او لیکوال ښاغلي محمد اکبر کرګر په دې لیک کې د ارسطو او نیچه په فلسفي افکارو کې د اخلاقو پرتلنه او شننه کېږي چې د انسان مجلې په شپږمه ګڼه کې خپره شوې وه.
بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/152
INSAN Magazine retweeted
[...] کله کله مې ځان ته هم غوسه راځي، ټیک د ځينو خلکو په څېر ځان ته کنځا کوم، خپلې کوټې ته کنځا کوم، ناخونګیر او ږمنځ ته کنځا کوم، وایم: «ټول خلک د خوشالۍ کوښښ کوي، په تا څه ټکه پرېوتې چې په خوشالۍ کې دې زړه تنګ وي؟» خو زه یې ځواب نه لرم او د نورو خلکو په تفسیرونو مې هم زړه نه خړوبېږي. [...]
ښاغلي حیات ژوند دغه په زړهپورې نوې لنډه کیسه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/307
INSAN Magazine retweeted
د کندهار سیاسي مکتب څه شی دی؟ هستي او پوهنپوهنه یې څه ده؟ څنګه مطرح کېدلای شي؟ او په تدوین او مفهومسازۍ کې یې د میرویس خان نیکه له سیاسي تجربې او کردار څخه څه استفاده کېدلای شي؟
د پوهنتون استاد او پیاوړي څېړونکي ښاغلي فرهاد داوري په خپل دې تازه لیک کې د کندهار سیاسي مکتب مفهوم وړاندې کړی دی او د میرویس خان په تاریخي - سیاسي کردار کې یې د نوموړې پوهنپوهنیزې طرحې اساسي بنسټونه کښلي دي.
د لیکنې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/306
INSAN Magazine retweeted
د افغان ډیاسپورا وضعیت او د نورو نړیوالو ډیاسپوراوو د پرتلنې په تړاو دا لیکنه چې وړاندې خپره او شریکه شوې وه، اوس یې غږیزه بڼه هم د لیکوالې آغلې ګلالۍ مومند په غږ کې اورېدلی شئ.
د لیکنې د متن د مطالعې ترڅنګ کولای شئ یاده لیکنه په همدې لاندې لینک کې وغږوئ:
insanmag.com/article/297
INSAN Magazine retweeted
به مناسبت روز میوند (۲۷ جولایی) مقالۀ که از نقش و کارکرد تاریخی ملالی میوند در تاریخ نویسی غربی افغانستان بحث میکند و اینکه چرا از سهم و حضور زنان افغان مثل ملالیهای ما نه تنها دربارۀ ارشیف بحیث مرکز اسناد و یک نهاد بلکه درباره خود منابع و ماخذات هم صحبت نمیشود، به واکاوی میگرید.
متن کامل مقاله را که محترم قسیم ځیر احمدزی نگاشته است، در مجموعه شمارۀ نهم و دهم مجلهی انسان نشر شده است، در لینک زیر بخوانید:
insanmag.com/article/277
INSAN Magazine retweeted
د هویت او سیاست اړیکه څه ده؟ هویت له کومو پړاونو وروسته د وېرې په یوه وسیله بدلیږي او د تشنج باعث ګرځي؟ سیاستوال په کومو شرایطو کې له هویت څخه سیاسي استفاده کوي؟ د نړۍ او افغانستان تجربي په هویتي سیاست کې کومې او څنګه دي؟
د ښاغلي دوکتور قایم په خپله دې لیکنه کې د هویتي سیاست او د سیاست او هویت په متقابلې اړیکې او اغېزو باندې غږېدلی دی.
د لیکنې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/304
INSAN Magazine retweeted
بررسی و مطالعۀ تاریخ افغانستان در بستر حوادث و جریانهای شرق میانه از اهمیت خاصی برخوردار است. مطالعۀ افغانستان به صورت مجزا و دور از حوادث منطقوی و فرامنطقوی، میتواند فهم ما را از تاریخ افغانستان محدود کند و منجر به بخشی از تاریخزدایی این کشور کهن و تمدنی گردد. در این سلسله لکچرها تمرکز بر این است تا افغانستان در یک بستر کلان، از مدیترانۀ شرقی تا به جنوب و آسیای مرکزی، به عنوان چهارراۀ سیاست، اقتصاد، تجارت، فرهنگ، زبان، و ادیان مورد مطالعه قرار گیرد.
شما میتوانید همه لکچرهای نشر شده تا این دم را در چینل یوتیوب انسان:
youtube.com/playlist?list=PL…
و یا در ویبسایت گفتگوهای انسان تماشا کنید:
insantalks.com/dr/program/6a…



















