Pinned Tweet
نن د نومبر ۱۲مه د ډیورنډ کرښې دې هوکړې ۱۳۳ کاله پوره کېږي. دغه هوکړه د ۱۸۹۳ کال د نومبر په ۱۲مه د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د استازي سر هنري مورټیمر ډیورنډ ترمنځ شوې، خو ځیني مورخین وایي چې په دې سند د افغان امیر لاسلیک نشته.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ډیورنډ کرښه شاوخوا ۲۶۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان او اوسني پاکستان ترمنځ غځېدلې ده. د دې کرښې له امله پښتون مېشتې سیمې او یو شمېر تاریخي او طبیعي سیمې د دواړو خواوو ترمنځ وېشل شوې دي.
د هوکړې له مخې، د افغانستان او بریتانوي هند ترمنځ د نفوذ ساحې او حدود مشخص شول او د سرحدي کرښو د نښه کولو لپاره ګډو کمېشنرانو ته دنده وسپارل شوه.
د هوکړې په انګلیسي متن کې د دواړو لورو د نفوذ د ساحو د حدودو د ټاکلو مفهوم کارول شوی، چې د کرښې د حقوقي تفسیر په بحثونو کې مهمه موضوع ګڼل کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، امیر عبدالرحمن خان د چترال، سوات، باجوړ، چمن او وزیرستان پر سیمو له خپلې دعوې تېر شو، خو د کونړ اسمار او د پکتیکا برمل یې د افغانستان په قلمرو کې وساتل.
په بدل کې، د هوکړې له مخې امیر د بریتانوي هند له لوري د شپږ سوه زره روپیو مرسته ومنله او افغانستان ته اجازه ورکړل شوه چې د بریتانوي هند له لارې وسلې او مهمات وارد کړي.
د ډیورنډ کرښه له ۱۳۳ کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او حقوقي اختلافونو یوه مهمه موضوع پاتې ده.
2
303
د طالبانو د مالیې وزیر محمدناصر اخوند په ایران کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري قزلجه سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې محمدناصر اخوند د افغانستان او غلامرضا نوري قزلجه د ایران له لوري د دواړو هېوادونو د ګډې اقتصادي همکاریو کمېسیون مشري هم پر غاړه لري.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یاد کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل، د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي او نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د کرنې وزیر له افغانستان سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی هم څرګند کړی.
174
د کابل پوهنتون مسوولینو د طالبانو د یوه ځانګړي دیني کنفرانس د جوړېدو په موخه د دغه پوهنتون ټولې ورځنۍ او شپنۍ څانګې د پنځو ورځو لپاره تړلې دي.
د کابل پوهنتون د رسمي خبرتیا له مخې، د لېسانس او ماسټرۍ ټول محصلین د یکشنبې، د نومبر له ۱۵مې، د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې رخصت دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه دیني کنفرانس د میدان وردګو پوهنتون له لوري جوړېږي او د ګډون لپاره یې له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر دیني عالمان کابل ته بلل شوي.
1
307
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د توربین د بیا فعالېدو مراسمو پرانیسته کړې.
د طالبانو د ریاستالوزرا د مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې ملا برادر د بیات پاور شرکت له لوري د ګازي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه ستایلې او له نورو پانګهوالو یې هم غوښتي چې د برېښنا او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
155
د خاتمالنبیین خصوصي روغتون مالک جواد محسني ادعا کړې، چې دغه روغتیايي مرکز د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر تړل شوی دی.
محسني پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې تېره اوونۍ د طالبانو د عدلیې وزیر د روغتون ادارې ته خبرداری ورکړی و، چې یا دې د روغتون مدیریت او اداره هغه ته وسپارل شي او یا به یې فعالیتونه ودرول شي.
د نوموړي په وینا، هغه د وزیر دغه غوښتنه رد کړې ده؛ ځکه د ده په باور، د یوه روغتیايي مرکز د ادارې سپارل د عدلیې وزیر ته، له کوم قانوني بنسټ او توجیه پرته، د منلو وړ نه وو.
تر اوسه په ورکړل شویو معلوماتو کې د طالبانو د عدلیې وزارت د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی څرګند شوی.
221
د طالبانو د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو او د دواړو هېوادونو د ستونزو د حل پر لارو چارو بحث شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، ملا عبدالواسع د بریتانیا له بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د دغه هېواد له هڅو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې شخړې باید د خبرو اترو او سولهییزو لارو حل شي.
بلخوا، ریچارډ لېنډسي ویلي، بریتانیا په سیمه کې روان بدلونونه له نږدې څاري او نوموړی به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.
د هغه په وینا، په دغه سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره د کړکېچ د کمولو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو په اړه بحث وکړي.
1
300
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې، د څو ساعتونو ګډوډۍ او د زرګونو الوتنو له ځنډېدو او لغوه کېدو وروسته، په ټول هېواد کې د الوتنو د بندولو پرېکړه بېرته لغوه کړې ده.
د اکسیوس د راپور له مخې، د دې پرېکړې اغېزې به ښايي څو ورځې نورې هم دوام وکړي؛ ځکه ګڼ مسافر په هوايي ډګرونو کې پاتې دي او الوتکې له خپلو ټاکل شویو ځایونو څخه بېځایه شوې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین د جمعې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، داسې هېڅ نښه نه شته چې د هوايي چلند پر سیسټمونو دې کوم قصدي او ناوړه برید شوی وي.
په همدې حال کې، د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې یا اېفبيآی څېړنې پیل کړې دي، څو معلومه کړي چې ایا د الوتنو تخنیکي ستونزې د یوه خراب سافټویر تازهکولو له امله رامنځ ته شوې کنه!؟
د راپور له مخې، په ټول امریکا کې د الوتنو دا پراخ ځنډ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې د هوايي چلند دویمه لویه وقفه بلل شوې ده.
201
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ پلان لري، راتلونکې اوونۍ په چین کې د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې سره وګوري.
بيبيسي د شنبې په سهار، د نومبر په ۱۴مه، راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز دغه موضوع تایید کړې ده.
د راپور له مخې، دا بېسارې درېاړخیزه لیدنه به په چین کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان، یا «اپېک» د سرمشریزې پر مهال، د شنژن په ښار کې ترسره شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، ټرمپ څرګنده کړې چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د نړۍ په کچه د اټومي وسلو د کمولو په اړه هم خبرې وکړي؛ ځکه د هغه په باور، د دغو وسلو پراختیا خورا خطرناکه ده.
ویل کېږي، د نړۍ د درېیو سترو اټومي قدرتونو د مشرانو په دې لیدنه کې ښايي د ایران موضوع هم مطرح شي، خو د اوکراین جګړه به د خبرو برخه نه وي.
تر اوسه مسکو او بېجینګ د دې احتمالي لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
5
396
د لوګر پخواني والي محمد حلیم فدایي د طالبانو د واکمنۍ پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغې ډلې د اوسنیو سیاستونو له امله د دوی د واکمنۍ د بیا پای ته رسېدو او تېښتې احتمال شته.
فدایي په یوه لیکنه کې، چې د نومبر په ۱۳مه یې خپره کړې، ویلي چې پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ طالبانو کابل پرېښود او د ده په وینا، د افغانستان سیاسي او اداري بنسټونه یې په ویجاړ حالت کې پرېښودل.
نوموړي ادعا کړې، چې د هغه مهال د حکومت نږدې ټول لوړپوړي او ټیټپوړي چارواکي پاکستان ته وتښتېدل. نوموړي ویلي چې د همدې وضعیت په پایله کې خلکو د شمال جبهې هرکلی وکړ، د امریکا او ناټو ځواکونو ته یې په افغانستان کې د مداخلې زمینه برابره کړه.
د لوګر پخواني والي لیکلي، طالبان د امریکا د پوځي فشار او د دوحې د تړون په پایله کې بېرته واک ته ورسېدل، خو د ده په باور، د دوی کورنیو او بهرنیو سیاستونو د پخوانۍ دورې په پرتله وضعیت لا خراب کړی دی.
فدایي د طالبانو اوسنی نظام افراطي، استبدادي او انحصاري بللی او ویلي یې دي، چې د دوی تګلارو د خلکو لپاره مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د اوسنیو سیاستونو دوام ښايي د دوی د واکمنۍ د دویمې تېښتې لامل شي. د هغه په وینا، دا ځل به د طالبانو د ناسمو کړنو او د دین په نوم د واکمنۍ له امله د خلکو پر دیني باورونو هم منفي اغېزې پاتې شي.
فدایي د خپلې لیکنې په پای کې له طالبانو غوښتي، چې لا هم وخت لري له خپلې لومړنۍ تېښتې عبرت واخلي او په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، له امریکايي استازو سره تر لیدنې وروسته ویلي، اروپايي هېوادونه کولای شي د اوکراین د سولې په راتلونکې پړاو خبرو کې ګډون وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې واشنګټن هڅه کوي مسکو او کییف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته نږدې کړي. خو کرملین ټینګار کړی، چې د اروپايي هېوادونو د ګډون د څرنګوالي او شرایطو په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په همدې حال کې، روسیې او اوکراین د جګړې د بندیانو د یوې پراخې تبادلې په اړه پرمختګ کړی دی. تمه ده چې دا تبادله، که عملي شي، د جګړې له پیل راهیسې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله وي.
2
326
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، د نومبر په ۱۲مه او ۱۳مه په اسلاماباد کې د پښتونخوا د کاني زېرمو، معدني سرچینو او نورو طبیعي وسایلو د پلور پروګرام جوړ شوی، خو دوی به د دغو سرچینو د پلور اجازه ورنه کړي.
پشتین په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د پښتونخوا طبیعي سرچینې د پښتنو ملکیت دی او پنجاب د هغو د پلورلو واک نه لري.
نوموړي اعلان کړی، چې د دې پروګرام پر ضد به په واشنګټن کې د نړیوال بانک د دفتر مخې ته لاریون ترسره کړي او له پښتنو یې غوښتي، چې د خپل توان په اندازه د دې موضوع پر وړاندې غږ پورته کړي.
نوموړي همداراز ویلي، چې په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو په نوم جګړې د ګورنر راج د پلي کېدو لپاره د زمینې برابرولو په موخه رامنځته شوې، څو د ده په وینا، پاکستاني ادارې د سیاسي نفوذ تر څنګ پر اقتصادي سرچینو هم واک ترلاسه کړي.
152
د افغانستان په چارو کې د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د بلجیم له سفیر ماتیاس کنده سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې کړې دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت ترڅنګ، له دغه هېواد سره د تړلو دوهاړخیزو همکاریو پر ځینو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
د اعلامیې له مخې، دغه لیدنه په رغنده فضا کې ترسره شوې او د دواړو لورو ترمنځ یې د دوهاړخیزو خبرو اترو د لا پراختیا لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د بلجیم سفیر ماتیاس کنده په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د یوه همغږي سیمهییز دریځ د رامنځته کولو لپاره د ازبیکستان هڅې ارزښتناکې بللې دي.
2
204
د امریکا د سنا جرګې غړي ریچارډ بلومنتال د افغان متحدینو پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقداماتو مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې امریکا باید له هغو افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
بلومنتال پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د افغان متحدینو پر وړاندې د ټرمپ د پرلهپسې اقداماتو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان متحدینو د ملاتړ په برخه کې د «افغانایواک» له سازمان سره یوځای د ټرمپ د اقداماتو پر وړاندې دریځ نیسي.
دغه امریکايي سناتور د افغان متحدینو پر وړاندې د ټرمپ اقدامات «د شرم وړ» بللي او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید له خپلو افغان متحدینو سره کړې ژمنې عملي کړي.
2
203
د امریکا د استازو جرګې غړي ګېب اېمو ویلي، واشنګټن باید هغه افغان متحدین یوازې پرېنږدي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.
اېمو پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، امریکا نه شي کولای له خپلو افغان متحدینو لاس واخلي، که څه هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ بل ډول وي.
نوموړي ویلي، له هغو امریکایانو او افغانانو سره یې لیدلي چې په افغانستان کې یې په ګډه خدمت کړی دی او ژمنه یې کړې، چې د افغان متحدینو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت یا «TPS» د مودې غځولو په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د اېمو په وینا، هڅه کوي د امریکا د استازو جرګې په کچه د رایې اخیستو زمینه برابره کړي، څو د افغانانو لپاره د دغه پروګرام موده وغځول شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جاپان پر دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي وضعیت او له نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په دې لیدنه کې د امنیتي وضعیت او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو په اړه د نظرونو تبادله هم شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې لیدنې د نورو جزئیاتو او د احتمالي هوکړو په اړه څه نه دي ویلي.
164
کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې، د طالبانو او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او دوهاړخیزو تجارتي همکاریو په برخو کې ۱۵ تړونونه لاسلیک شوي دي.
د طالبانو تر کنترول لاندې د باختر اطلاعاتي اژانس د راپور له مخې، دغه تړونونه نن ماښام د ارګ په حرمسرای کې، د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې، د دواړو هېوادونو د بېلابېلو شرکتونو او ادارو ترمنځ لاسلیک شول.
د راپور له مخې، دغه هوکړې د درملو او طبي تجهیزاتو، انرژۍ، د توربینونو د خدمتونو، غنمو، اوړو، غوړیو، انارو او د پاکوونکو کیمیاوي موادو د صادراتو او وارداتو، او همداراز د دوهاړخیزو سوداګریزو همکاریو په برخو کې دي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال کابل ته تر رسېدو وروسته د طالبانو له رئیسالوزرا ملا محمدحسن اخوند او د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم جلا جلا لیدنې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه ایالت د پولیسو او تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ترمنځ د تېرې ورځې په نښته کې لس پولیس او ۱۸ وسلهوال وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، په دې نښته کې ۱۲ پولیس نور ټپیان شوي هم دي، پولیس وايي، دا نښته وروسته له هغې رامنځته شوه، چې پولیسو او د سیمې ملکي ادارې د کوهاټ ښار په شاوخوا کې د هغو کسانو پر ضد عملیات ترسره کړل، چې په ناقانونه توګه یې د سرو زرو کانکېندنه کوله.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو په وینا، ځواکونه د عملیاتو له سیمې څخه د بېرته ستنېدو پر مهال له برید سره مخ شول. په اعلامیه کې ادعا شوې، چې دغه پېښه د جنایي مافیا او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سازمانیافته اړیکو څرګندونه کوي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو ټینګار کړی، چې د ټيټيپي د وسلهوالو او د هغوی د همکارانو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه شي او د دوی پر ضد به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.
187
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شګوفه نورزۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره په لیدنه کې ویلي افغانان نور د جګړې زغم نه لري او د حقونو او سیاسي بدلون لپاره باید د خلکو ژوند یو ځل بیا د جګړې قرباني نه شي.
نورزۍ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې تېره ورځ یې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، سره لیدلي او په دې ناسته کې یې د پښتنو په سیمو کې د محرومیت، تبعیض او د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي موضوعات مطرح کړي دي.
د هغې په وینا، د افغانستان د پخواني جمهوریت پر مهال هم د جګړو، ناامنۍ او بېوزلۍ له امله د پښتنو په ګڼو سیمو کې خلک له روغتیايي خدمتونو، معیاري زدهکړو او پرمختیايي پروژو بېبرخې پاتې شوي وو. نوموړې په ځانګړي ډول هلمند او لوی کندهار د جګړې له امله زیانمنې شوې سیمې بللې دي.
نورزۍ ټینګار کړی، چې د عدالت غوښتنه باید د ټولو افغانانو لپاره وي او د یوه قوم حقونه باید د بل قوم د حقونو په پرتله له پامه ونه غورځول شي.
هغې ویلي، د افغانانو اساسي غوښتنې دا دي چې نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، ښځې له خپلو حقونو برخمنې وي او ټول وګړي د زدهکړې، کار، امنیت او باعزته ژوند فرصت ولري؛ خو د دغو حقونو د ترلاسه کولو لپاره باید د جګړې لار غوره نه شي.
نورزۍ په پای کې ویلي: «موږ د حقونو غوښتونکي یو، د جګړې نه؛ موږ د بدلون غوښتونکي یو، د وینې تویولو نه.»
1
239
په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، اسدالله، د دغه ولایت د درملو په مارکېټ کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي شخړه تایید کړی او پېښه یې «بې نظمي» بللې ده.
نوموړي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې طالب ځواکونو د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د نوي سړک په سیمه کې د قاچاقي درملو د لېږد مخه نیوله، چې په وینا یې، یو شمېر کسانو ګډوډي رامنځته کړه او طالبانو هغوی ونیول.
خو د طالبانو دغه ویاند د درملو په مارکېټ کې د رامنځته شوې شخړې او د هغې له امله د طالبانو او درمل پلورونکو د ټپي کېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
192
د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالکریم خرم د امریکا لخوا د ایران د احتمالي ځمکنۍ محاصرې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې صورت کې به د ایران اووه ګاونډي هېوادونه له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ شي.
خرم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د امریکا ولسمشر ویلي، چې واشنګټن اوسمهال د ایران پر سمندري او ځمکنۍ محاصرې بسنه کول غوره ګڼ، د نوموړي په وینا، د ایران د ځمکنۍ محاصرې لپاره د «اوسپنې دروازې» اصطلاح کارول شوې ده.
خرم زیاته کړې، چې ایران له اوو هېوادونو سره ځمکنۍ پوله لري، چې افغانستان هم په کې شامل دی، نوموړي خبرداری ورکړی، که د امریکا له لوري د ایران د ځمکنۍ محاصرې موضوع یوازې پر کاغذ یوه طرحه نه وي او په عملي اقدام بدله شي، نو د ایران دغه اووه ګاونډي هېوادونه به د ستونزمنو پرېکړو کولو ته اړ شي.
1
184




















