Hamasa Media (@MediaHamasa) header
Hamasa Media (@MediaHamasa) profile picture

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او مرکې/https://nitter.cf/t.co/FGX0iVTYcH

Joined January 2023
Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)Photo by Hamasa Media (@MediaHamasa)
نن د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه، جمعه ده؛ هغه نېټه چې شاوخوا ۶۶ کاله وړاندې د امریکا په یوه معتبر علمي ژورنال کې د خپرې شوې څېړنیزې مقالې له امله د نړۍ د پای له وړاندوینې سره تړل شوې وه. د مقالې سرلیک په خپله د پام وړ و: «Doomsday: Friday, 13 November, A.D. 2026»؛ یعنې د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه، جمعه، د قیامت ورځ. دا مقاله د ۱۹۶۰ کال د نومبر په څلورمه د «Science» په علمي ژورنال کې خپره شوې وه. د مقالې لیکوالان هاینز فون فورسټر، پاتریشیا ام. مورا او لارنس ډبلیو امیوټ وو. د څېړنې اصلي موضوع د نړۍ د نفوس چټکه وده او د هغې احتمالي پایلې وې؛ خو د مقالې غیرمعمولي سرلیک د دې لامل شو چې د هغې په اړه د نړۍ په کچه پراخ بحثونه وشي. د څېړنې تر شا څه ډول محاسبه وه؟ څېړونکو د شاوخوا ۴۰۰ کاله له میلاد وړاندې څخه تر ۱۹۵۸ کال پورې د نړۍ د نفوس تاریخي شمېرې او د هغه د زیاتوالي بهیر وڅېړه. د دوی د محاسبې له مخې، د نړۍ د نفوس د دوه برابره کېدو موده د وخت په تېرېدو لنډېده او د نفوس وده په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو وه. څېړونکو د همدې بهیر پر بنسټ یو ریاضيکي ماډل جوړ کړ او اټکل یې وکړ چې که د نفوس وده په هماغه پخوانۍ چټکتیا دوام وکړي، نو د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۳مه به د انسانانو شمېر په ریاضيکي محاسبه کې بې‌نهایت ته ورسېږي. دوی په مقاله کې خبرداری ورکړی و چې د انسانانو راتلونکي نسلونه به ښايي د خوړو د کمښت له امله نه، بلکې د نفوس د بې‌ساري زیاتوالي له امله له سخت فشار سره مخ شي. د دوی په وینا، د نفوس دا ډول وده به د ځمکې پر سرچینو او د انسانانو پر ژوند بې‌ساري فشار وارد کړي. ولې وړاندوینه سمه نه شوه؟ د دې څېړنې د خپرېدو په لومړیو لسیزو کې د نړۍ د نفوس واقعي وده د څېړونکو له محاسبې سره تر یوه بریده نږدې روانه وه؛ خو د ۱۹۹۳ کال شاوخوا د نفوس واقعي شمېرې د دوی له اټکلونو وروسته پاتې شوې. د نفوس د ودې د ورو کېدو مهم لاملونه د زېږون د کچې کمېدل، د کورنیو د ماشومانو د شمېر بدلون او د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو تحول و. د ۱۹۶۰ کال د څېړونکو ریاضيکي ماډل د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍ شاوخوا ۱۳۱ میلیارده نفوس اټکل کړی و؛ خو په حقیقت کې د نړۍ نفوس په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۸.۲ میلیارده دی. د امریکا د سرشمېرنې ادارې د اټکل له مخې، د نړۍ نفوس د ۲۰۲۶ کال په جولای کې ۸.۲ میلیارده کسانو ته رسېدلی و. د ملګرو ملتونو د نفوس څانګې هم اټکل کړی چې د نړۍ نفوس به د روانې پېړۍ په منځنیو اتیا کلونو کې شاوخوا ۱۰.۳ میلیارده ته ورسېږي او وروسته به یې وده ورو او کمه شي. یوه بله جالبه تصادفي اړیکه؛ د څېړونکي د زوکړې ورځ هم د نومبر ۱۳مه وه! د دې څېړنې تر ټولو جالبه برخه یوازې د نومبر د ۱۳مې نېټې ټاکل نه دي؛ بلکې د مقالې له اصلي لیکوال هاینز فون فورسټر سره یې یوه ځانګړې اړیکه هم شته. هاینز فون فورسټر د ۱۹۱۱ کال د نومبر په ۱۳مه زېږېدلی و؛ یعنې د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۳مه د هغه د زوکړې ۱۱۵مه کلیزه هم ده. په ځینو څېړنیزو راپورونو کې یادونه شوې چې د نومبر ۱۳مه د مقالې لپاره د همدې زوکړې له نېټې سره د تړاو له امله ټاکل شوې وه. په دې توګه، د نړۍ د نفوس د بې‌ساري زیاتوالي په اړه د یوې ریاضيکي وړاندوینې نېټه د مقالې د اصلي لیکوال له زوکړې سره هم برابره شوې وه؛ هغه تصادف چې د دې پخوانۍ څېړنې کیسه یې لا جالبه کړې ده. ایا نن رښتیا هم د نړۍ د پای ورځ ده؟ د علمي شواهدو له مخې، د نومبر ۱۳مه د نړۍ د فزیکي پای، طبیعي ناورین، اټومي جګړې یا د انسانانو د ناڅاپي له منځه تلو وړاندوینه نه ده. د ۱۹۶۰ کال څېړونکو د نفوس د ودې د هغه مهال بهیر د راتلونکي لپاره محاسبه کړی و؛ خو د دوی ماډل د نفوس د ودې د ورو کېدو او د انسانانو د ټولنیزو او اقتصادي بدلونونو په اړه د راتلونکو تحولاتو وړاندوینه نه شوای کولای. له همدې امله، نننۍ نېټه د نړۍ د پای پر ځای د یوې تاریخي علمي څېړنې د محاسبې وروستۍ نېټه بلل کېدای شي.
1
2
786
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وېن مولین ویلي، د ایران له لوري د ناپاک بم په کارولو سره پر امریکا د احتمالي برید ګواښ نوې موضوع نه ده او واشنګټن یې جدي څاري. مولین له سي‌اېن‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، د کورني امنیت وزارت په دوامداره توګه د احتمالي ګواښونو د پېژندلو او مخنیوي لپاره کار کوي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې سي‌اېن‌اېن د امریکايي استخباراتي سرچینو په حواله د امریکایي چارواکو په نښه کولو لپاره د ایران د احتمالي پلانونو راپور ورکړی و؛ خو ایراني چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.
99
د ایران د هرمزګان ولایت د والي مرستیال احمد نفیسي وايي، امریکايي ځواکونو د ایران د قشم ټاپو ځینې سیمې په نښه کړې دي. د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، په بریدونو کې استوګنیزو او سوداګریزو تاسیساتو ته زیان نه دی اوښتی. ویل کیږي د ټاپو اوسېدونکو هم د څو چاودنو د غږونو خبر ورکړی و.
219
سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې د امریکا د ملي امنیت ادارې د داخلي اړیکو محرمه شبکه، چې د «اېن‌اېس‌اې نېټ» په نوم پېژندل کېږي، له کاره لوېدلې ده. د راپور له مخې، د دغې شبکې د بندېدو لامل لا نه دی معلوم او تر اوسه د سایبري برید کوم شواهد نه دي موندل شوي. د امریکا د ملي امنیت ادارې د ستونزې د کچې معلومولو لپاره څېړنې پیل کړي او د کارکوونکو د ورتګ وختونه یې بدل کړي دي.
1
288
د نومبر په میاشت کې د هرمز تنګي او شاوخوا سمندري سیمو کې د تېل‌وړونکو کښتیو د چاودنو، اور اخیستو او زیانمنېدو راپورونو د سمندري امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د ایران د سپاه پاسداران د ادعاوو له مخې، د نومبر په بېلابېلو ورځو کې لږ تر لږه اووه کښتۍ د سمندري ماینونو د چاودنو له امله زیانمنې شوې دي. ایراني چارواکو د دوو تېل‌وړونکو کښتیو د چاودنې او اور اخیستو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې یوه لویه تېل‌وړونکې کښتۍ ډوبه شوې ده. په همدې حال کې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) هم د نومبر په میاشت کې د هرمز تنګي په سیمه کې د کښتیو د زیانمنېدو او اور اخیستو پېښې ثبت کړې دي. د دغو پېښو په یوه کې د لایبریا بیرغ لرونکې تېل‌وړونکې کښتۍ له پېښې وروسته د هغې ۲۲ کسیزه عمله وژغورل شوه، چې ۱۹ تنه یې د هند اتباع وو. د سمندري امنیت د راپورونو له مخې، په ځینو نورو پېښو کې هم د عملې غړو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د ماینونو د چاودنو له امله د مړو او ټپیانو کره شمېر لا هم نه دی تایید شوی. هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړیوالو تېلو د پام وړ برخه ترې لېږدول کېږي. په دې سیمه کې هر ډول ناامني د تېلو پر نړیوال بازار، د بېړیو پر تګ راتګ او د نړیوالې سوداګرۍ پر بهیر اغېز کولای شي.
271
د آریانا افغان هوایی شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد د شمالي سیمې د اوسېدونکو لپاره د هوایی خدمتونو د پراختیا او د سفر د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د مزارشریف او سعودي عربستان د جدې ښار ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې مسیر لومړنۍ الوتنه د روان کال د قوس په ۴مه نېټه ترسره کېږي او د دغو الوتنو په پیلېدو سره به د مزارشریف او نورو شمالي ولایتونو اوسېدونکي وکولای شي په مستقیم ډول جدې ته سفر وکړي. آریانا افغان هوایی شرکت زیاته کړې چې مسافر کولای شي د دې مسیر لپاره ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، مجازو استازولیو، سیاحتي ادارو او یا په هوایی ډګرونو کې د شرکت له پلورنځیو څخه ترلاسه کړي. یاد شرکت تر دې وړاندې د کندهار او دوبۍ تر منځ د مستقیمو پروازونو د پیل خبر هم ورکړی و.
1
125
د افغانستان، سیمې، نړۍ، اقتصاد او لوبو له ډګره لنډ ورځني خبرونه…
1
1
331
په هرمز تنګي کې خطرناکې چاودنې! په نومبر میاشت کې لږ تر لږه ۷ تېل‌لېږدوونکې بېړۍ د سمندري ماینونو په چاودنو کې زیانمنې شوي، یوه ډوبه شوې. د یوې کښتۍ ۲۲ کسیزه عمله وژغورل شوه، چې ۱۹ یې هندیان وو. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو تر ټولو مهمه لاره ده چې په کې ناامنۍ د تېلو پر نړیوال بازار مستقیم اغېز کړی.
3
464
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ زمبابوې کوربه افغانستان ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه. په شارجه کې د ترسره شوې لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې افغانستان د ۴۱۸ منډو هدف په تعقیب ۳۶۰ منډې وکړې او د ورځې له پای څو دقیقې مخکې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. د افغانستان لپاره دویمه پاڼۍ کې نصیر معروف خېل ۱۰۱ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۸۷ او حشمت الله شهیدي ۳۵ ډېرې منډې وکړې.
1
314
د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپله اېکس پاڼه کې کاږلي چې په کندز ولایت کې یې د مسافرو د خوندیتوب او د ټرانسپورټي وسایطو د فعالیتونو د لا ښې څارنې په موخه، د یاد ولایت په ښاري او اطرافي ټکسي موټرو کې د جي‌پي‌اېس (GPS)آلو د نښلولو لړۍ پیل کړې ده. د یاد وزارت په خبره د دې چارې په پلي کېدو سره به د ټرانسپورټي وسایطو د فعالیتونو څارنه لا اغېزمنه، د مسافرو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته او د ټرانسپورټي چارو د تنظیم بهیر به لا پیاوړی شي.
1
292
د راپورونو له مخې، بلوڅو وسله‌والو ډلو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دغه هېواد د پوځ پر یوه کاروان برید کړی دی. ویل کېږي، برید هغه مهال شوی چې پوځي کاروان د سیمې له یوې لارې د تېرېدو په حال کې و. د برید د مرګ‌ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دی خپاره شوي.
1
481
سي‌اېن‌اېن د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د استخباراتي ادارو نوي معلومات ښيي، ایران په واشنګټن کې د ناپاک بم یا کیمیاوي وسلې په کارولو سره د ټرمپ د ادارې د لوړپوړو چارواکو د په نښه کولو پر پلانونو کار کوي. د راپور له مخې، امریکايي چارواکي لا هم د دې موضوع په اړه ارزونه کوي چې ایا ایران د داسې برید د ترسره کولو وړتیا لري او یا یې د عملي کولو اراده لري که نه.
380
د ایران سپاه پاسداران وايي، ځواکونو یې نن سهار د بحرین په شیخ عیسی هوايي اډه کې د امریکا پر یوه رادار سیستم د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی دی. د ایران دولتي ټلوېزیون د سپاه پاسداران په حواله ویلي، دغه برید په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو پر وړاندې د اقداماتو په لړ کې ترسره شوی دی. دا په څو وروستیو ورځو کې په بحرین کې د امریکا پر رادار سیستمونو څووم برید دی. امریکا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
1
1
11
529
د جنوبي کوریا د پلازمېنې سیول ښار په یوه بازار کې سلګونو کسانو د بې‌وزلو کورنیو لپاره د کیمچي اچارو د چمتو کولو په داوطلبانه کمپاین کې ګډون کړی دی. د دې پروګرام تنظیموونکي وايي، هڅه کوي د ژمي موسم لپاره اړمنو کورنیو ته د کیمچي اچارو چمتو او وویشي.
484
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره لیدلي دي. صادق خان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د ګډو ګټو پر موضوعاتو، د سیمې د سولې او ثبات او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې شوې دي. نوموړي دغه لیدنه رغنده بللې، خو د خبرو د نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې صادق خان پرون د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي سره هم لیدلي و.
429
د راپورونو له مخې، د تایوان ټاپو ته نږدې دوه روسي پوځي الوتکې لیدل شوې دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې پوځي فعالیتونه زیات شوي او د کړکېچونو د لا زیاتېدو په اړه اندېښنې دوام لري.
1
12
1,048
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره لیدلي او د سیمې پر روان وضعیت او د کړکېچونو د کمولو لپاره یې پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي. د عمان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د خبرو اترو د بیا پیل، د سمندري لارو د امنیت او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د بېړیو د تګ راتګ د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی. دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې د کړکېچونو او د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ په اړه اندېښنې دوام لري.
400
د ریټرز خبري اژانس د راپور له مخې اتریش، جرمني، ډنمارک، یونان او هالنډ پرېکړه کړې چې په روانډا کې د هغو کډوالو لپاره یو مرکز جوړوي چې له دغو هېوادونو یې د ایستلو پرېکړه شوې ده. دغه پرېکړه د اتریش په ویانا ښار کې د یادو پنځو اروپايي هېوادونو او د روانډا د لوړپوړو چارواکو تر منځ په یوه ګډه ناسته کې شوې ده. دغه هېوادونه هڅه کوي چې یوې هوکړې ته ورسېږي او تر ۲۰۲۷ کال پورې روانډا ته د کډوالو لېږد پیل کړي. راپور زیاتوي دا پرېکړه د یادو پنځو هېوادونو ترمنځ له میاشتو خبرو اترو وروسته شوې، چې د مهاجرینو د ایستلو په تړاو د اروپایي هېوادونو د پراخې هڅې یوه برخه ګڼل کېدای شي.
11
510
په پاکستان کې د سویس سفیر سټیفان رې د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي او په اسلام‌اباد کې د ناروې له سفیر سیګوالډ هاوګه سره د افغانستان د بدلونونو او د هغو د سیمه‌ییزو اغېزو په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې کتلي او د افغانستان د روان وضعیت او پر سیمه یې د اغېزو په اړه خبرې کړې دي. سټیفان رې ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره له نړۍوالې ټولنې سره دوامداره تعامل، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږۍ او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د خبرو دوام اړین دی.
6
343
د ایران سپاه پاسداران ځواکونه ادعا کوي چې د دغه هېواد د قشم ټاپو ته نږدې یې د امریکا MQ-170 ډوله بې‌پیلوټه الوتکه نیولې ده. تر اوسه د الوتکې د نیولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. خو تر دې وړاندې له اوږدې مودې وروسته امریکا د ایران پر قشم ټاپو برید کړی و چې له همغه وخت راهیسي د ایران سپاه ځواکونو وخت ناوخت د قشم ټاپو پر فضا د امریکا یي بې پېلوټه الوتکو د وېشتلو ادعاوې کوي.
9
481
د ښځو د پیاوړتیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال، د اسلامي همکاریو سازمان د بشري کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال سرمنشي طارق علي بخیت یو ځل بیا په افغانستان کې له ښځو سره، په ځانګړې توګه د زده کړې او کارموندنې د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې، د دغه سازمان "پوره پیوستون" څرګند کړ. په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو په افغانستان کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي؛ دوی له لومړني ښوونځي څخه پورته زده کړو، کار کولو او په عامه ځایونو کې له حضور څخه منع شوي دي. بلخوا ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه او حکمونه صادر کړي چې په هېواد کې د ښځو بنسټیز حقونه محدودوي. سره له دې چې نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان او د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو د طالبانو پر حکومت فشار راوړی چې د ښځو په اړه خپلې تګلارې بدلې کړي، خو دې ډلې تر اوسه خپل یو بندیز هم نه دی لیرې کړی.
1
389