میثاق | Misaq (@Misaq45) header
میثاق | Misaq (@Misaq45) profile picture

کره خبرونه | ځانګړي مستندات | ايکس بحثونه | پاډکاسټ خپرونې

Afghanistan
Joined August 2024
Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)
منشورـ شنبه د شپې ۷:۰۰ بجې! #میثاق
3
22
739
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اروپا ته پر قاچاقي لاره روانه یوه کښتۍ د لیبیا په سمندر کې چپه شوي او پکې سپاره ۷۰ تنه ناردکه شوي دي. رسنیو ویلي، په دغه کسانو کې ۳۵ تنه د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالي اوسېدونکي وو، چې نن یې د شپږ تنو غایبانه جنازه شوې ده. همدې حال کې بیا د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، د کار نشتون او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې پښتانه ځوانان د سمندرونو خوراک شي. #میثاق
2
5
364
د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۱۰۵ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۰ تنو ته رسېږي، هېواد ته رستانه شوي دي. د فطرت په خبره، دغه کورنۍ په جبري ډول هېواد ته را استول شوې دي. #میثاق
2
8
303
د ایران د پوځ ویاند محمد اکرم نیا ویلي، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به پر هرمز تنګي خپل کنټرو لا ډېر او سخت کړي. هغه زیاته کړې، هغه بېړۍ چې له اجازې پرته سفرکوي، له سختو بریدونو سره به مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې هرمز تنګي کې له ماینونو سره د بېړیو د ټکر پېښې ډېرې شوې دي. #میثاق
1
10
341
د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدران پر اېکس لیکلي، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې شپږ وسله‌وال غله وژلي دي. ځدران ویلي، امنیتي ځواکونو د غلو موټر ته د درېدو امر کړی وو؛ خو غلو د تېښتې هڅه کړې وه. نوموړي زیاته کړې، له وژل شویو کسانو سره درې تفنګچې او دوه برچې وې. #میثاق
1
13
423
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویلي، د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالي کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پل د جوړېدو چارې پیل شوې. سرچینې ویلي، دغه پل د ابقول په کلي کې جوړیږي چې ۶۰ متره اوږدوالی به ولري. هممهاله بیا په سمنګان کې هم د ۸.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوالونو او سرک جوړولو چارې پیل شوي دي. #میثاق
1
257
د میدان وردګ رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې. دغه ودانۍ به ۳۳ اداري خونې، د غونډو لوی تالار او نورې اسانتیاوې ولري. د یاد ولایت والي دغه پروژه د پوهنې په برخه کې مهمه بللې ده. #میثاق
7
357
د بلوچستان په کېچ ولسوالي کې نامعلومه وسله‌والو د یو ساختماني شرکت پر ماشینري برید کړی دی. بلوڅي رسنیو ویلي، وسله والو درنې ماشنیري او موټرونه سوځولي چې له امله یې شرکت ته کړوړونه روپۍ زیان اوښتی دی. د دغه برید له امله د ځاني تلفاتو جزیات نه دي ورکول شوي. #میثاق
3
26
464
روسي رسنیو ویلي، چې دغه هېواد پرېکړه کړې، څو له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغاستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي. دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې غونډې په ترڅ کې شوې ده. یاده دې وي، چې تر دې وړاندې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي وو. #میثاق
1
3
309
د قوشتېپې کانال چارې د بشپړېدو په حال کې دي! #میثاق
3
366
د خوست امنیه قومنداني ویلي، چې د دغه ولایت په قلندر مومند ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او څلور نور ټپیان دي. سرچینې ویلي، پېښه د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. قومنداني ویلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. #میثاق
2
8
366
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې پر روسي بېړیو د اوکراین برید به بې ځوابه پرېنږدي. نوموړی دغه خبرداری داسې مها ل ورکوي، چې اوکراین تېره ورځ د لیبیا په یوه بندر کې د روسیې پر بېړیو برید وکړ. هم‌مهاله بیا اوکراین ویلي، چې روسیه پرې د یو لوی برید پلان لري او له خپلو متحدانو یې غوښتي، چې له اوکراین سره مرستې وکړي. #میثاق
1
8
382
د ملګرو متلونو د کډوالو عالي کمشنري ویلي، د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. یاده کمشنري دغه خبر داسې مهال ورکوي، چې لا هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده. همدې حال کې بیا افغان حکومت ویلي، چې د کډوالو لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ورته د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده. #میثاق
1
5
330
ترکي چارواکو ويلي، د دغه هېواد د هوايي ځواک يوه چورلکه د روزنيزې الوتنې پر مهال لوېدلې چې له امله يې پنځه سرتيري وژل شوي دي. چارواکو ويلي، د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي. #میثاق
1
5
401
پر فلسطین د اسرائیلو نه درېدونکي بریدونه! #میثاق
1
6
604
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي فاطمې رباب سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍ دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او له افغانستان سره دې اقتصادي او سیاسي تعامل وکړي. هغه همداراز له افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی. همدې حال کې بیا فاطمې رباب ویلي، چې له افغانستان سره به بشري مرستې ډېرې کړي. #میثاق
4
18
476
پخوانی نظامي روح‌الله علیزی: مونږ پر یو شمېر پخوانیو چارواکو او نظامي کسانو سخت تېروتلو. وایي، دوی ټول غله او وطن پلورونکي وو. بشپړه مرکه ډېر ژر... #میثاق
1
6
2
30
768
د جنوبي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي، چې د روسیې جنګي الوتکې د ختيځ سمندر پر سر د ګزمې پر مهال د یوې لنډې شېبې لپاره د غه هېواد دفاعي سیمو ته هم ننوتې وې. سرچینې زیاته کړې، پوځ پر یادو الوتکو شک کړی وو، چې د شمالي کوریا دي او پوځ ته یې د بېړني خبرداري امر ورکړی وو. د جنوبي، کوریا پوځ هم د روسیې د یاد اقدام په غبرګون کې خپلې الوتکې پورته کړې وې. #میثاق
1
19
490
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د راوان کال په جریان کې ۲۳ اسرائیلي پوځیانو ځان وژنه کړې ده. دغې ورځپاڼې ویلي، له یادو کسانو یې ۱۷ تنو د غزې جګړه کې برخه اخیستې وه. سرچینې ویلي، د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلي پوځیانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې او یوازې اپریل میاشت کې اته پوځیانو ځان وژنه کړې وه. یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د یاد هېواد د پوځیانو ترمنځ په کال کې د ځان وژنې ۱۲ پېښې ثبتېدلې. #میثاق
1
15
373
د ویتنام پولیسو ویلي، د دغه هېواد په پلازمېنه هانوي کې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي دي. پولیسو ویلي، وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. #میثاق
1
8
398