Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4) profile picture

د کرني ابو لګولو او مالداری وزارت ویاند مولوی مصباح الدین مستعین

Afghanistan
Joined October 2022
Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)Photo by Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) (@Misbahuddinmus4)
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
د أمر الله صالح ډله مخکي تر دې چې څوک يي په وجود خبر سي، د اتلانو لخوا ونيول سوه. بېشکه چې رب عزوجل د خپلو مجاهدو بندګانو سره کړې وعده پوره کوي [وَٱلَّذِینَ جَـٰهَدُوا۟ فِینَا لَنَهۡدِیَنَّهُمۡ سُبُلَنَاۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلۡمُحۡسِنِینَ.] څوک چې د الله تعالی د لاري مجاهدين وي، رب جل جلاله خپل د نېکبختۍ و‌ لارو ته هدايت کوي، أو په تحقيق سره الله تعالی د نېکانو ملګری دی. دا ساعين بالفساد چې په نطفه کي يې پلانونه خنثی کېږي، د رب لايزال نصرت دی، الله تعالی دې نه راڅخه سلبوي‌.
1
40
2
221
5,457
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
#فرامین ملا تاجمیر جواد: د اسلامي امارت د رهبر فرمانونه د شرعي نظام بنسټونه روښانه کوي د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد نن په کابل کې د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس ته په وینا کې ویلي، دغه فرمانونه د شرعي نظام د جوړښت، د چارواکو د مسوولیتونو او د خلکو د حقونو په اړه روښانه لارښوونې وړاندې کوي. نوموړي د دغو فرمانونو علمي څېړنه مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې د فرمانونو د سم درک لپاره باید د متن ترڅنګ د هغو معنا، مفهوم او پیغام ته هم پاملرنه وشي.
1
21
63
1,852
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
موږ ټول بايد شکرونه وباسو د امريکا د وخت برباد او د ا.ا. د وخت اباد هيواد، يواځي سړکان نه، بلکي د الف څخه تر يا پوري په ټولو برخو کي دومره تغيرات راغلي دي چي اندازه يې نسته.
3
36
330
9,412
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
نن یې د کابل والي او د کابل د امنیې قوماندانۍ قومندان پشمول د کابل د ټولو امنیتي حوزو امیران، د ولسوالیو امنیه قوماندانان او ولسوالان ورغوښتي وو او د شرطې نوي قانون وړاندې کولو ترڅنګ یې ورته جدي لارښوونې وکړې. په ټینګار یې ورته وویل چې د ولس امنیت د مسؤلینو له لومړنیو دندو څخه دی او په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت د منلو وړ نه دی که هر مسؤل په خپله دنده کې غفلت وکړي او یا په کوم جرم تورن شي، د قانون له مخې به ورسره چلند کیږي او سزا به ورکول کیږي. د ولس د خدمت په برخه کې یې مسؤلینو ته وویل چې له خلکو سره نرمي وکړئ، د هغوی کارونه پر وخت ترسره کړئ او ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه وکړئ، همداشان زیاته کړه چې تر ټولو ډیر هغه مهال ځوریږي چې د مسؤلینو او مجاهدینو د کمزورۍ او ناسم چلند شکایتونه ورته ورسیږي له همدې امله باید له دې وروسته د خلکو د شکایتونو د مخنیوي لپاره خپلې دندې په پوره مسؤلیت او اخلاص ترسره شي. د غلو، مجرمینو او شر اچوونکو پر وړاندې هم جدي لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د امنیت ساتنه، د قانون پلي کول او د ولس د ستونزو حل باید د ټولو مسؤلینو لومړیتوب وي. حفظه الله
22
46
3
536
18,390
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی د کندهار په جهادي مدرسه کي وینا وکړه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی د کندهار په جهادي مدرسه کي وینا وکړه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی پنجشنبه غرمه مهال د ۱۴۴۸/۵/۳ د کندهار په جهادي مدرسه کي د وینا پرمهال وویل: علم د اللّٰه جل جلاله صفت دی، څوک چې علم حاصلوي، هغه اللّٰه جل جلاله ته نژدې کېږي، په علم سره د انسان کمال راځي، انبیاء علیهم السلام چې اللّٰه جل جلاله دنیا ته رالېږلي دي، هغوی ته یې علم ورکړی او جامعې ته يې د خلکو د تکمیل او اصلاح لپاره راولېږل. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی وویل: اللّٰه پاک چې یو چاته د خیر اراده وکړي، نو اللّٰه تعالی یې د خیر په کار کې مصروف کړي او د دین پوهه ورکړي او تاسو اللّٰه په خیر کې مصروف کړي یاست، اللّٰه پاک تاسو ته د خیر اراده کړې ده چې اللّٰه جل جلاله په علم او دیني زده کړو کې مصروف کړي یاست، د اللّٰه تعالی شکر ادا کوئ، ځکه د دیني علم زده کړه جهاد في سبیل اللّٰه دی او دا د اللّٰه پاک یو خوښ صفت دی چې په چا کې یې پیدا کوي. تعلیم او تربیه او د علم زده کړه فرض او ضروري ده، د دې لپاره چې فسادونه ورک سي او اصلاح راسي، پر خلکو او پر علماء کرامو واجب دی چې د تعلیم او تعلم او د دیني زده کړو سلسله جاري وساتي چې په دې طریقې سره به دین پاته وي. هغه جناب زیاته کړه: علماء کرام د انبیاء کرامو وارثین دي، د اللّٰه پاک حکمونه، فیصلې او شریعت د علماء کرامو له لارې څخه راځي او د خلکو اصلاح په علماء کرامو سره کیږي، کوښښ وکړئ نیتونه اصلاح کړئ او علم په دې نیت حاصل کړئ چې د اللّٰه تعالی دین وپیژنئ او وروسته د اللّٰه پاک په دین عمل وکړئ، په علم کې د دنیا غرض مه نیسئ، د دې لپاره علم مه کوئ چې یو څوک تاته په دنیا کې قدر او عزت درکړي او یا یو منصب په پیدا کړئ، علم د دنیا لپاره مصرف نه کړئ، کوم فضیلت او شرف چې اللّٰه پاک د عالم لپاره ذکر کړی دی، دا هغه علم دی چې د عمل لپاره دی او په علم کې د دې نیت وکړئ چې کوم علم تاسو ته حاصل سو، تاسو به یې نورو ته رسوئ، علم ستاسو پر ذمه باندې یو امانت دی، علم مه پټوئ، د دین مسئله مه پټوئ، په هر حالت کې تاسو د دین مسائل بیانوئ، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی د خپلي وینا په آخر کې طالبانو ته په خطاب کې وويل: درسونه مه پریږدئ، د علم د زیادت کوښښ کوئ چې علم مو زیات سي، د بل چا څخه د علم په حاصلولو کې کبر او لويې ونه کړئ، په علم کې بُخل ونه کړئ، نورو ته فائده رسوئ، کله چې فارغه شئ ستاسو لپاره ښه زمینه د فقهي مجلسونو برابره شوې ده شرکت پکې کوئ، په یادو مجالسو کې به ستاسو د علم څخه یو څوک ګټه واخلي او یا به تاسو د یو چا د علم څخه ګټه واخلئ، د علم په مجلسونو کې کښېنئ، تاسو ته ګټه رسوي، دنیايي منصبونه په فکر کې مه راولئ، نن د امتحان زمانه ده، ډير احتیاط کوئ، د خپلو استادانو سره ادب کوئ، دوی ته د پلار په نظر، بلکې تر پلار لا هم په لوړ نظر ګورئ، استاذان ستاسو پلرونه دي، بلکې ستاسو تر پلرونو یې هم درجه لوړه ده، د استاذانو احترام ولرئ، دوی ستاسو روحاني پلرونه دي، ستاسو روحاني تربیه کوي، کبر مه کوئ، متکبرینو ته اللّٰه پاک علم نه ورکوي، په هغه زړه کې علم نه راځي چې په هغه کې کبر او لويې وي، تواضع او عاجزي کوئ، د استاد قدر کوئ، د مدرسې قدر کوئ، د ملګرو قدر کوئ، په کار ده چې په تاسو طالبانو کې ډير ادب وي، د مدرسې د نظام ډير خیال ساتئ. وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام ۱۴۴۸/۵/۳ هجري قمري
27
89
4
500
87,051
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
د باز محمد آکا میرمن: په کور کې یې دوه زامن راته شهیدان او په سپیو وخوړل، زما او د نګور یې داسې تالاشي وکړه، چې ان کالي یې راته څيرې کړل. یو پاته زوی او خاوند یې رانه باګرام ته يوړل، د دوی د شهادت په وینو سره کالي او بوټونه یې اوس هم ساتلي وو او را وایې خستل. غزني، اندړ، شاتوري
13
19
1
115
18,522
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې: ١- د پکتیا ولایت مخکنی والي ملا مهرالله حماد د پکتیکا ولایت د والي په توګه. ٢- د پکتیکا ولایت مخکنی والي ملا عبد الخالق عابد د پکتیا ولایت د والي په توګه وټاکل شول.
63
165
17
1,394
134,675
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
د مسکو فارمټ د اتمې ناستې په پای کې رسنیو ته؛ د افغانستان، سیمې او د پاکستاني پوځي رژیم د تېریو په اړه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي مهمې څرګندونې
21
232
17
1,051
67,678
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ په اتمې غونډې کې شرکت لپاره د روسیې فدراسیون پلازمینې، مسکو ته روان شو. په دغه سفر کې به د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سرګئي لاوروف او نورو لوړرتبه مسؤلینو سره هم دوه اړخیز مجالس ولري.
2
44
305
5,223
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
ناکامه پروژه مستند؛ #ډېر_ژر. 👇
8
114
7
532
35,538
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ په اتمې غونډې کې شرکت لپاره د روسیې فدراسیون پلازمینې، مسکو ته روان شو. په دغه سفر کې به د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سرګئي لاوروف او نورو لوړرتبه مسؤلینو سره هم دوه اړخیز مجالس ولري.
9
61
4
319
10,649
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
ښه خبر! له هراته متحده عربي اماراتو ته د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بېټرۍ صادرې شوې دي.
5
23
742
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
واخان ته نوي غځېدلي سړک او هلته د موټرو کاروان او مسؤلینو ورتګ ډېرې محاسبې ناسمې ثابت کړې. دا یې وښوده چې همت او پرله پسې کار په ډېرو پېچلو غرونو کې لارې ویستلی شي. اوس که موټر له لارې هلته خپلو خلکو او د چین سرحد سره وصل شو نو سبا ته رېل، پایپ لاین او نوره سوداګري هم ناممکن نده.
15
43
2
525
9,377
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
🚨 عاجل یوې سرچینې «المرابط» ته تائید کړې، چې نن ماسخوتن ۹:۳۰ بجې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو کشفي عملیاتو کې د شر او فساد ډلې تش په نوم قوماندان، شاه محمد وژل شوی دی.
9
58
18
86
7,168
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، یوه جپګوړي‌ پلاوي یې د مسکو په بلنه د روسیې په ستراتېژیکو پوځي تمریناتو کې ګډون کړی. په دغو تمرینانو کې د اوو هېوادونو ۴۷ زره پوځي پرسونل برخه اخیستې وه او د شاوخوا ۵۱ هېوادونو څارونکې یې لیدو ته وربلل شوي وو.‌ bbc.in/4zcePn5
10
47
2
541
23,932
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
جمهوریت والو! بمبارېدل بې غیرتي نه ده بې غیرتي هغه وه چې لطیف مسود ته مو لاس وروتړل او دښمن ته مو وسپاره. د ISI مستنطقین مو راوستل، په نود او چهل ریاست کې مو خلک پرې شکنجه کړل. ډیورنډ مو خرڅ او په سیم خاردار بدل کړ. کلونه کلونه مو د کونړ بمبار ته حتی په لوټه هم ځواب ورنکړ. او . .
166
10
735
12,463
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې پر یوه ملکي کور بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي. د پېښې عیني شاهد احسان الله طلوع‌نیوز ته ویلي، دا برید د محمد یوسف نومي ځایي وګړي پر کور شوی چې په شهیدانو کې څلور ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی شهیدان شامل دي. احسان الله زیاتوي چې د قربانیانو د کورنۍ سرپرست له کومې ډلې سره اړیکه نه درلوده او د کروندګرۍ او مالدارۍ پر مټ یې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې. ځایي خلک پر افغان ملکي وګړو د پاکستان هوایي بریدونو په تړاو د نړیوالو پر چوپتیا هم نیوکې لري.
2
15
1
36
1,621
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
یہ گزشتہ شام ہلمند کے گرمسیر ضلع میں پاکستانی خبیث رجیم کی بمباری کے متاثرین ہیں۔ ------- These are the victims of last night’s bombing by the Pakistani khabees regime in Garmser district of Helmand.
4
38
1
106
5,446
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
ګرمسېر کې د پاکستان پوځي رژیم پر ضد لاریون وشو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د تېرې شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې، لسګونو کسانو د پاکستان پوځي رژیم پر ضد لاریون کړی دی. لاریونوالو پر ملکي وګړو د بریدونو غندنه کړې او د پاکستان پوځي رژیم پر ضد یې شعارونه ورکړي دي. #امیدراډيو
4
42
6
152
3,161
Misbahuddin Mustaeen(مصباح الدین مستعین) retweeted
#مهم #سرچینه د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې امیرخان متقي د روسیې په رسمي بلنه دغه هېواد ته ځي ترڅو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه کې ګډون وکړي. دغه غونډه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې جوړیږي او افغانستان پکې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي. سرچینه وایي چې ښاغلی متقي به د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره هم دوه اړخیزې کتنې وکړي.
13
33
2
153
7,700