Rahmatullah Yarmal retweeted
د کندهار ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته وویل چي د کندهار په ښار کي یوه ماشومه انجلۍ د خوړو د نشتون او لوږي له امله مړه سوې ده.
د سرچيني په خبره چي د ماشومي کورنۍ بې وزله وه د وچي ډوډۍ برابرولو وس یې هم نه درلود چي له امله یې یاده ماشوم له ډیره وخته سوء تغذي سوې وه او اوس وفات سوې ده.
سرچيني زیاته کړې چي ددغي ماشومي غريب پلار له ډیره وخته په ښار او ولسواليو کي په کار پسي وګرځيدی خو هيڅ کار ورته پیدا نسو او لور یې په داسي وخت کي وفات سوې ده چي پلار یې د کار په لټه کي دباندي ګرځيدئ.
د یادوني وړ ده چي په دا اخرو کي د کندهار ولایت اوسېدونکي د بې کارۍ او بندو بازارونو څخه شکایت کوي، ددوی په خبره که طا.لبان یې مشکلاتو ته رسيدګي ونکړي،نو خلګ به د يو بشري ناورين سره مخ سي.
درنو هیوادوالو!
دنېکمرغه لوی اختر دی ستاسو او ستاسو دمحترمو کورنیو مبارک سي،
خدای پاک ج دي ستاسو ټول عبادتونه او قربانۍ قبولي کړي.
زموږ د سپېڅلو شهیدو سرتېرو ارواه دي ښادي وي او یاد دي یې همېشنی وي.
ګران هیواد کي ددې توري،یرغلګري او جاهلي دورې د ژر پای ته رسېدو په هېله.
Rahmatullah Yarmal retweeted
د اصف توخي د شهادت پنځم تلين:
د ۱۸ زره افغانيو په خاطر نه،د وريندارګانو پر سرو د پوړني د پاته کېدو په خاطر وظيفه کوم
زما دهمسنګرانو په پاکو او مقدسو وینو اوچت سوې مقدس بیرغه !
مسکو او واشنګټڼ پرېږده چي کعبه کي دي هم کښته کړي دهمهغه کعبې په رب قسم چي بیا دي په ډیر ویاړ راپورته کوو او دهیواد پر ویاړلو سردرو دي رپوو.
د مفتي منیر شاکر رح دشهادت تسلیت دهغه قدرمني کورنۍ،دوستانو او لارویانو ته وایم.
پښتنو دلومړي ځل دپاره پښتون ملا ولید دچاچي دبریتو او چهرې څخه تر عقیدې هر څه د پښتانه وه. پښتنو ځوانانو ته دي خدای توفیق ورکړي چي دنورو سیاسي ملایانو ځان خلاص کړي. دشاکردي شهادت قبول او اراواح ښاده وي
سرتېرې یاره!
ورځ دي مبارک سه.
ستاسو دمنځ څخه شهیدان سوو ته دي خدای ج فردوس جنت ورکړي،غمجنیو کورنیو ته دي ېې لوی خدای ج لوی صبر ورکړي.
او تاسو چي نن ترټولو په ډیرو ستونزو کي یاست خدای مو بیا زموږ په سترګو دنګ او درې رنګه سپېڅلي بیرغ ته په سلامي ووینه.
که ممکنه وه موږ (ملت) وبخښئ.
۱/۲
د شاوخوا ۳۰۰ افغان ځوانانو شهادت دایران د سرحدي ځواکونو لخوا وحشي ترینه واقعه ده او ددې واقعې مسولین څومره چي دایران سرحدي ځواکونه دي تر هغه زیاد طالب چارواکي دي چي افغانان یې مجبور کړي چي یو نس ډوډۍ دپاره خپل محبوب هیواد او کورنۍ پرېږدي او نورو هیوادو ته پر غیر قانوني
دهیواد دبیا ځلي خپلواکۍ اخستلو کلېزه دي د ستر امان لارویانو ته مبارک وي.
د تور استعمار څخه دهیواد د مکملي آزادۍ په هیله .
Since arriving to the U.K, I had the privilege of hosting the former NATO and U.K Ambassador to Afghanistan @NicholasK111 Sir Nicholas Kay.
During his tenure, Ambassador Sir Kay remained a close friend of Afghanistan and the Afghans.
Thank you for your visit Ambassador.
ددې او دې ته ورته نورو پېښو شهیدانو ته دي خدای ج فردوس جنت ورکړي.
په ټولو ځانمرګو بریدونو کي همدومره بیوسه ځوانان استفاده سول او لا هم کېږي .
دپېښي وروسته چي کله دبریدګر دکورنۍ دغربت او وضعیت په اړه پوه سولو دخپلو شهیدانو او زخمیانو دکورنۍ ترڅنګ دبریدګر کورنۍ سره هم مرسته وکړل.
د برید ځای: لغمان – سلطان غازي بابا ښارګوټي کې پر والي رحمت الله یارمل @RYarmal برید
نېټه: ۱۳۹۹ تله، ۱۴مه
د بریدګر مستعار نوم: قاري اسحاق سنګري
د بریدګر د اوسېدو ځای:لغمان، الینګار ولسوالي
عمر: ۲۰ کلن
زده کړې:نه لري
د ځانمرګي برید قربانیان: د ملکي وګړو په ګډون ۸ وژل شوي او ۳۶ټپیان
د لغمان د النیګار ولسوالۍ د سنګره درې ۵۸ کلن بزګر چې موږ یې په اسماعیل مستعار نوم یادوو؛ وايي، چې زوی یې په مرکز مهترلام کې د جمهوري حکومت پر والي رحمت الله یارمل ځانمرګی برید کړی.
اسماعیل وايي، چې له زوی سره یې اړیکې خرابې وې؛ ځکه هغه له شپارلس کلنۍ څخه له طالبانو سره یو ځای شوی و او په سنګره درې کې یې وسله وال فعالیت درلود.
د نوموړي په خبره؛ زوی یې له ځانمرګي برید یو کال وړاندې په سنګره درې کې له خپلو ملګرو سره جګړه وکړه او په دغه نښته کې دوه تنه ووژل شول.
هغه زیاته کړه:” له دې جنګ وروسته موږ ته احوال راغی چې قاري نیول شوی او پاکستان ته یې وړی دی؛ خو دوه میاشتې وروسته بیا کور ته راغی او ویل یې چې په کمېسیون کې یې مشکل حل کړی دی”.
اسماعیل زیاتوي، چې زوی یې نېږدې یوه میاشت په کور تېره کړه او هېڅ ډول وسله وال فعالیت یې نه لاره؛ خو وروسته بیا پاکستان ته ولاړ او له ځانمرګي برید شل ورځې وروسته خبر شول، چې زوی یې پر والي ځانمرګی برید کړی دی.
د اسماعیل په خبره، چې له زوی څخه یې دوه اولادونه هم پاتې دي او مېرمن یې دا مهال د پلار په کور کې ژوند کوي.
هغه د خپل زوی پر ځانمرګي برید خواشینی دی او وايي، چې مور یې له ډېر خفګانه یو نیم کال وروسته مړه شوه.
له هغه مو وپوښتل چې ایا د زوی پر ځانمرګي برید خفه دی که نه؟
هغه وویل: “خدای پوهېږي، که د اسلام لپاره یې استشهادي کړی وي، نو زه څه نه شم ویلی، خو زما د زړه غوښې وې ولې به نه یم خفه”.
د اسماعیل په خبره، چې د یوه پلار په توګه په خپل زوی پسې ځکه ځوریږي، چې کلونه – کلونه یې پرې زحمت ویستی و.
هغه وویل: “د یوه پلار لپاره دا بیا سخته وي، چې نه د زوی مړی وګوري، نه جنازه او نه قبر”.
دی وايي، چې که څه هم د طالبانو یوه ځايي قوماندان ورته ویلي وو، چې د هغه جنازه په باجوړ کې په ژوندونې له بریده وړاندې شوې؛ خو بیا هم د کلي طالبانو یې په غیبي ډول جنازه او فاتحه وکړه.
د نوموړي په خبره، چې د طالبانو له خوا ورسره دوه ځله نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده او طالب چارواکو یې د زوی له ځانمرګي بریده مننه کړې ده.
د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۴مه د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د پخواني جمهوري دولت د لغمان د والي پر موټریز کاروان د مرکز مهترلام په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې موټربم ځانمرګی برید وشو، چې په یاد برید کې د ملکي وګړو په ګډون اته کسان ووژل شول او د لغمان د والي په ګډون پکې ۳۶ کسان ټپیان شول.
که څه هم طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه وو ویلي؛ خو د وخت حکومت دغه چاره د طالبانو عمل بللی و.
خو د طالبانو له خوا له نوموړي سره مرسته په دې معنا ده، چې نوموړی د طالبانو په لیکو کې د دغې ډلې په خوښه ځانمرګی برید کړی دی.
کندهار مي د بابا په قباله دی
که پنجشېر دی، که واخان دی، وطن زما دی
هره لوېشت مي د نيکه او بابا ګور دی
پر هر ګام باندي لحد او کفن زما دی
هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زما دی
له نيکه را پاته سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونه خُتن زما دی
سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی
که تاجک دی، که اوزبک دی، یو افغان دی
ددې خاوري هزاره ترکمن زما دی
چي فکرونه د نفاق پالي په سر کي
امتياز يې د وهلو کُشتن زما دی
ښه يې زما دي، بد يې زما دي، هر څه زما دي
ددې خاوري ارغوان او زغن زما دی











