M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif) header
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif) profile picture

زما له ټویټر څخه ټول نشریات زما شخصي نظریات دي هیڅ کومې رسمي ادارې پورې اړه نه لري او نه د کومې رسمي ادارې نمایندګي کوم.

Joined September 2021
Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)Photo by M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر (@SadiqAkif)
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
کابل ته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام شیخ القرآن والحدیث شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله راتګ؛ یوه تاریخي او له ګڼو پیغامونو ډکه پېښه عاکف مهاجر @SadiqAkif کابل ته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله راتګ یوازې یو عادي سفر نه و، بلکې له ځان سره یې ګڼې سیاسي، ټولنیزې او معنوي لاسته راوړنې لرلې، دا راتګ په حقیقت کې د نظام د ثبات، ولسي مینې، یووالي او اطاعت یوه څرګنده ننداره وه. د دې تاریخي راتګ څو مهمې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي: لومړی: د مخالفو تبلیغاتو د ادعاوو ځواب له ډېرې مودې راهیسې ځینو کسانو ادعا کوله چې امیرالمؤمنین نشته، کابل ته نه راځي او له خلکو لرې دی، خو کله چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کابل ته تشریف راوړ، هماغو کسانو د هغه د راتګ خبرونه څارل، ځایونه یې یادول، وختونه یې څېړل او په خپلو لیکنو کې یې د کابل بېلابېلو سیمو ته د هغه د تګ یادونه کوله. په دې توګه د هغوی د نه شتون ادعا په عملي ډول بې‌اعتباره شوه او د تبلیغاتو پر وړاندې یو روښانه ځواب وړاندې شو. دویم: د وحدت ستره مظاهره: د دې راتګ یوه بله مهمه لاسته راوړنه د وحدت او یووالي هغه ستره مظاهره وه چې د نظام بېلابېلو برخو، مسؤلینو، مجاهدینو او ولسي خلکو په ګډون یې څرګند انځور وړاندې کړ. درېیم: د اطاعت او فرمانبردارۍ لویه ننداره د عالیقدر امیرالمؤمنین هرکلي او د هغه په مناسبت د خلکو او مسؤلینو منظم حضور د اطاعت او فرمانبردارۍ څرګند پیغام درلود. دغه راتګ سره دا په ډاګه شوه چې د نظام د مشرتابه درناوی، د نظم ساتنه او د مسؤلیتونو پر وړاندې ژمنتیا د نظام د بقا او پیاوړتیا مهم عناصر دي. څلورم: د کابل د ولس او مېشتو مجاهدینو د مینې څرګندونه کابل ته د عالیقدر امیرالمؤمنین راتګ د کابل د ولس او دلته د مېشتو مجاهدینو لپاره د مینې او نږدېوالي یو ځانګړی فرصت و، د خلکو استقبال او د لیدو لېوالتیا دا څرګندوله چې د مشرتابه او ولس ترمنځ د عاطفي اړیکو او متقابل درناوي ارزښت څومره مهم دی. پنځم: د نظام د ثبات او اقتدار څرګند پیغام دغه راتګ نړۍ او په کور دننه ټولو ته دا پیغام درلود چې نظام یوازې د افرادو په حضور نه، بلکې د ادارو، مسؤلیتونو، نظم او ګډې ارادې پر بنسټ ولاړ دی. د مشرتابه حضور د نظام د ثبات او د ادارو د فعالیتونو د دوام یو مهم سمبول و. شپږمم: د ولس او مشرتابه ترمنځ د معنوي اړیکې زیاتوالی د مشرتابه حضور یوازې تشریفاتي ارزښت نه لري؛ بلکې د خلکو لپاره دا احساس پیاوړی کوي چې د نظام مشرتابه د هېواد له حالاتو او ولسي واقعیتونو سره اړیکه لري او د هېواد د چارو په اړه مستقیمه پاملرنه کوي. اووم: د مخالفو رسنیو او تبلیغاتي کړیو د روایتونو ننګول هغه روایتونه چې د مشرتابه د نه شتون، انزوا او له ولس څخه د لرېوالي په اړه خپرېدل، د دې راتګ له امله له جدي پوښتنو سره مخ شول. ځکه کله ناکله تر ټولو قوي ځواب اوږدې ویناوې نه، بلکې عملي حضور وي.. پایله په ټوله کې، کابل ته د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه الله راتګ یوازې د یوه مشر راتګ نه و؛ بلکې د یووالي، اطاعت، مینې، ولسي اړیکو، سیاسي حضور او د نظام د ثبات یو مهم انځور و. د دې پېښې تر ټولو مهم پیغام دا و چې د نظام قوت یوازې په شعارونو نه، بلکې په متقابل اعتماد، منظم اطاعت او یووالي کې نغښتی دی. تاریخي پېښې هغه وخت خپل حقیقي ارزښت پیدا کوي چې له تشریفاتو څخه د عملي اصلاح، لا زیات خدمت، عدالت او د ولس د هوساینې په لور ګامونه وزېږوي.
1
3
15
1,601
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د اسلامي امت د سترو فاتحينو له ځانګړتياوو څخه: د اسلامي نامتو فاتحینو او واکمنانو له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا وه چې د فتوحاتو او هېوادونو د آبادۍ ترڅنګ یې د دیني شعائرو د پیاوړتیا، د مساجدو د جوړولو او د علمي او تعلیمي بنسټونو د رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه کوله. هغوی مسجد یوازې د عبادت ځای نه، بلکې د دیني زده‌کړو، علمي روزنې، ټولنیز پیوستون او د اسلامي تمدن د ودې مهم مرکز باله. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په دوره کې د مساجدو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې وه. په ځینو تاریخي روایتونو کې د هغه د خلافت پر مهال د شاوخوا (۴۰۰۰) څلورو زرو مساجدو د جوړېدو یادونه شوې ده. همدارنګه، سلطان محمود غزنوي د علم، دین او اسلامي تمدن د ودې په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي دي. مجدد الف ثانی رحمه الله ليکلي دي چې د سلطان محمو رحمه الله په زمانه کې د غزني په ښار کې تقريبا (۱۲۰۰۰) مسجدونو او مدارسو شتون درلود، د هغه په امر شاوخوا ۴۰۹هـ ق (۱۰۱۸–۱۰۱۹م) کال په غزني کې یو ستر جامع مسجد جوړ شو، چې د «عروس الملک» په نوم یې هم شهرت درلود. دغه مسجد د مرمر او ګرانیټ په قیمتي ډبرو په ښکلي هنر سینګار شوی و او ترڅنګ یې مدرسه او لوی کتابتون هم جوړ شوي وو. دا د غزني له مشهورو تاریخي ودانیو څخه شمېرل کېده، چې وروسته د غوریانو د یرغلونو پر مهال ویجاړ شو. د همدې اسلامي او تمدني دود د ژوندي ساتلو په لړ کې، د شيخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امر او لارښوونه، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو او لویو لارو کې ګڼ شمېر جوماتونه جوړ شوي، چې د عبادت کوونکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ورته لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي. یوازې د کابل په ښار کې تر دوو سوو زیات ځایونه د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره په نښه شوي دي، چې له ډلې یې نږدې لس جوماتونه به په لنډ وخت کې د ګټې اخیستنې لپاره پرانیستل شي، ان شاء الله. پرون، د عقرب په (۲۷) نېټه، د کابل ښار په چمن حضوري او کوټه سنګي سیمو کې د دوو سترو جوماتونو د بنسټ ډبرې د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري کېښودل شوې. دغه جوماتونه به د لسګونو زرو لمونځ کوونکو د یوځای ځایولو ظرفیت ولري او د ښځو لپاره به د ځانګړو عبادت ځایونو، د اوداسه اسانتیاوو، موټر پارکینګ، شنو چمنونو، د امام د استوګنې کور، کتابتون او ګڼو درسي خونو په ګډون پر پراخو او اړینو امکاناتو سمبال وي. د دغو سترو دیني او تعلیمي مرکزونو د جوړېدو پیل د دین‌پالو هېوادوالو د خوښۍ او هرکلي لامل شوی دی. هیله ده چې په راتلونکو څو کلونو کې د مساجدو د جوړولو او پراختیا په برخه کې د تېرو وختونو پاتې غفلت او تشې تر ډېره جبران شي او د جماعت د لمانځه لپاره د خلکو موجودې اړتیاوې په مناسبه توګه پوره شي. په حقیقت کې، د مسجد جوړول یوازې د یوې ودانۍ آبادول نه دي، بلکې د عبادت، علم، دعوت، اسلامي روزنې او ټولنیز اصلاح لپاره د یوه تلپاتې مرکز بنسټ اېښودل دي. د داسې بنسټونو آبادول هغه نېک کار دی چې ګټه یې نسلونو ته رسېږي. الله تعالی دې د دغو دیني او علمي خدمتونو د لا پراختیا توفیق ورکړي او د ټولو خیر غوښتونکو هڅې دې په خپل دربار کې قبولې کړي. آمین. نور الحق انور
9
8
2
69
2,985
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د شیخ الاسلام امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا په چمن حضوري کې د ټولو وزیرصاحبانو او ۷ زونونو د والي صاحبانو په حضور کې د یو باب لوی مسجد د بنسټ ډبره کښېښوده. دامسجد چې د 5000 زره عبادت کونکو د ځایولو ظرفیت به لري، د شیخ الاسلام امیرالمؤمنین حفظه الله په نوم ونومول شوه.
3
2
14
631
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
ډېر ځله داسې هم کېږي چې په خبرو کې ادبي او پېيل شوي توري نه وي، خو چې له زړه راوځي، پر زړه سخت ښه لګېږي. تاسو د دې سړي د زړه خبرې او ملغلرې واورئ!
6
65
5
444
17,894
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د فابریکو او صنعتي تولیداتو د مؤثريت اړوند مهم ټکي: ---- نکات مهم در مورد موثریت کارخانه‌ها و تولیدات صنعتی:
6
14
7
32
2,152
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
دا د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې صنعتي پارک دی؛ هغه ځای چې د هېواد د صنعت او اقتصادي ودې لپاره پکې د پام وړ پانګونې ته زمینه برابره شوې ده. تر اوسه په دغه صنعتي پارک کې شاوخوا ۵۰ شرکتونو د خپلو فعالیتونو او زیربنایي چارو د پیل لپاره ګامونه اخیستي او د چارواکو د معلوماتو له مخې، نږدې دوه میلیارده ډالره پانګونه به پکې وشي.
5
24
941
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د غونډې په ترڅ کې د کندهار سمنټو فابریکې بنسټګرو ته یوه جدي او مسؤولانه سپارښتنه! د سمنټو د کیفیت د ساتنې په برخه کې باید هماغه لوړ معیارونه، چې نن اعلان شول او د هېواد والو د باور او لا خوښی لامل شول، تر پایه په کلکه مراعات او خوندي وساتل شي. دا فابریکه یوازې د تولید یوه صنعتي مرکز نه، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې یوه مهمه پانګه ده؛ نو باید د کیفیت په برخه کې یې د یوې ذرې غفلت او بې‌پروایي ته هم ځای پاتې نه شي. داسې هېڅ نیمګړتیا باید رامنځته نه شي چې د هېواد د پرمختګ او اقتصادي خپلواکۍ مخالفانو ته د دې ملي لاسته‌راوړنې د ارزښت تر پوښتنې لاندې راوستلو او د تولیداتو په اړه د بې‌باورۍ د خپرولو پلمه په لاس ورکړي. د دې فابریکې د بریا اصلي تضمین یوازې د فعالیت پیل نه، بلکې د کیفیت دوام، د معیارونو پابندي او د خلکو د باور ساتل دي. توصیه‌ای جدی و مسؤولانه به بنیان‌گذاران فابریکهٔ سمنت کندهار در جریان نشست! در زمینهٔ حفظ کیفیت سمنت، باید همان معیارهای بلند و مطلوبی که امروز اعلام گردید و موجب افزایش اعتماد و خرسندی هم‌وطنان شد، تا پایان کار با جدیت تمام رعایت و حفظ گردد. این فابریکه تنها یک مرکز صنعتی تولیدی نیست، بلکه سرمایه‌ای ارزشمند برای رشد اقتصادی و خودکفایی کشور به شمار می‌رود؛ ازاین‌رو، نباید کوچک‌ترین مجال برای غفلت و سهل‌انگاری در امر کیفیت باقی بماند. نباید هیچ‌گونه کاستی و نقصی در این زمینه پدید آید که به مخالفان پیشرفت و استقلال اقتصادی کشور، بهانه‌ای برای زیر سؤال بردن ارزش این دستاورد ملی و ایجاد بی‌اعتمادی نسبت به تولیدات این فابریکه فراهم سازد. تضمین اصلی موفقیت این فابریکه، تنها آغاز فعالیت آن نیست؛ بلکه تداوم کیفیت، پایبندی به معیارها و حفظ اعتماد مردم است.
4
4
36
3,175
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د کندهار د سمنټو فابریکې په رسمي پرانیستلو سره د هېواد د صنعتي پرمختګ په برخه کې نوی ګام واخیستل شو د کندهار د سمنټو فابریکه، چې د فعالیت د پیل په اړه یې له اوږدې مودې راهیسې انتظار کېده، نن ماښام د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، ملي سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و. یاده فابریکه اوس مهال په ورځ کې د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري، چې د دویم فاز په فعالېدو سره به یې ورځنی تولید ۵۰۰۰ ټنو ته لوړ شي. دا د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د سمنټو لومړنۍ فابریکه ده چې فعالیت پیلوي. د پلان له مخې، ټاکل شوې ده چې راتلونکو دوو کلونو کې شپږ نورې فابریکې هم په نوبتي ډول بشپړې او د تولید چارې پیل کړي. د دغو فابریکو په فعالېدو سره به د هېواد د سمنټو د تولید ظرفیت لوړ شي، د وارداتو اړتیا به راکمه او د کورني تولید د پراختیا زمینه به پراخه شي؛ په دې توګه به هېواد د سمنټو په برخه کې د ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام واخلي، ان شاء الله. د هېواد د صنعتي ودې، اقتصادي پرمختګ او د کورني تولید د پیاوړتیا په هیله! افتتاح رسمی کارخانهٔ سمنت قندهار؛ گام تازه‌ای در مسیر توسعهٔ صنعتی کشور کارخانهٔ سمنت قندهار که آغاز فعالیت آن از مدت‌ها پیش مورد انتظار بود، شام امروز طی مراسم باشکوهی افتتاح گردید. در این مراسم، شماری از مقام‌های بلندپایهٔ امارت اسلامی، تاجران ملی و سرمایه‌گذاران حضور داشتند. این کارخانه در حال حاضر ظرفیت تولید روزانهٔ ۱۵۰۰ تُن سمنت را دارد که با آغاز فعالیت فاز دوم، ظرفیت تولید روزانهٔ آن به ۵۰۰۰ تُن افزایش خواهد یافت. این نخستین کارخانهٔ سمنت است که در دوران حاکمیت امارت اسلامی فعالیت خود را آغاز می‌کند. بر اساس برنامه‌ریزی‌های انجام‌شده، قرار است شش کارخانهٔ دیگر نیز طی دو سال آینده، به‌صورت مرحله‌وار تکمیل شده و فعالیت تولیدی خود را آغاز کنند. با فعال‌شدن این کارخانه‌ها، ظرفیت تولید سمنت در کشور افزایش خواهد یافت، نیاز به واردات کاهش خواهد یافت و زمینه برای توسعهٔ تولیدات داخلی فراهم‌تر خواهد شد. بدین ترتیب، کشور در راستای خودکفایی در بخش سمنت گام مهمی برخواهد داشت، ان‌شاءالله. به امید رشد صنعتی، توسعهٔ اقتصادی و تقویت تولیدات داخلی کشور!
3
7
1
32
3,949
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
خیبرپښتونخوا کې د درملو ۸۰ سلنه سوداګري افغان بازار سره تړلې خو تېرو یوه کال کې د لارو تړل کېدو له کبله د درملو ډېرو کاروباریانو خپله سوداګري پرېښې او ګڼ تاوانونه ور اوښتي‌ دي. د ځینو دې کاروباریانو خبرې اورئ:
18
32
2
174
11,668
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
انفجر الموقف وهنا منطقة اشتباك . غامرت حتى وصلت إلى اول موقع اندهشت أولاً كيف ستقوم باكستان بمناصرة السعودية والشرعية في اليمن وهي تمارس حرب واجرام بحق جيرانهم المسلمين أنا هنا في آخر حدود باكستان مع افغانستان وارى الاف المرحلين بمخيمات وفي العراء … هنا ليس معابر اسرائيل مع غزة ولكن يسمونها معابر اسرائيل الثاني مع افغانستان ..طرد الاف الأفغان من باكستان إلى وادي سحيق بشكل مذل ومخزي . لا تزعلوا مني ولكنها الحقيقة.
220
182
29
1,319
196,819
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د افغانستان د سیال کولو او پر پښو درولو لپاره به نورې ښې پرېکړې هم وشي ان شاءالله تعالی د صنعت او سوداګرۍ د رُشد او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د ا.ا.ا مشرتابه لاندې احکام صادر کړي دي: ۱. په صنعتي ساحو کي د ځمکي د ورکړي لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري دې بانکي اظهارنامه نه غوښتل کېږي. ۲. د سوداګریز جواز د ترلاسه کولو لپاره تر دې مخکي د ۵۰۰،۰۰۰ افغانیو تضمین اخیستل کېده؛ له دې وروسته به دغه تضمین نه اخیستل کېږي او پخوا اخیستل سوي تضمینونه به اړوندو کسانو ته بېرته ورکول کېږي. ۳. د چارو ادارې لوی ریاست مکلف دی چي له اړوندو ادارو سره په ګډه د جوازونو د ورکړي پړاوونه روښانه کړي او د هر سوداګریز سکتور لپاره د جواز صادرولو مرجع معلومه کړي. ۴. هره اداره چي په اړوند سوداګریز سکتور کي د جواز په ورکړه کي دخالت لري، جواز به هماغه اداره صادروي او نوري اړوندي ادارې به خپل اړین شرطونه او معلومات له جواز ورکوونکي ادارې سره شریکوي. مانا دا چې د جواز اخیستلو لپاره به سوداګر درو څلورو ادارو ته مراجعه نه کوي، په کوم سکتور کې چې فعالیت کول غواړي یوازې به هغه اداره جواز ورته صادروي، که د نورو ادارو دخالت د نوموړي په فعالیت کې و، هغوی به خپل شرایط اړوندې ادارې ته د یو ځل لپاره لېږي او د تل لپاره به بسنه کوي. ۵. که نوري ادارې د جواز د ورکړي په برخه کي فیس اخلي، له دې وروسته به فیس نه اخیستل کېږي. ۶. متشبثینو ته د صنفي جوازونو ورکول لغوه دي. ۷. د سوداګریز جواز تر صادرېدو مخکي د سوداګریز پلان غوښتل لغوه دي. ۸. د سوداګریز جواز تر صادرېدو مخکي د افغان پوسټ کارت غوښتل لغوه دي. ۹. سوداګریز جواز به د معاملاتو د لارښووني له دفتر سره د عقد له غوښتلو پرته ورکول کېږي. دا نو دومره سهولتونه دي چې سوداګرو حضراتو یې تکلیف لیدلی و، اوس به یې اسانتیا هم تر بل هر چا ښه درک کوي. یوازې د صنفي جواز د لغوه کېدو له امله ښاروالۍ سلګونه ملیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکړل. خو ا.ا ځکه لغوه کړل څو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي. @Abdullah_azzam8
5
15
2
90
4,988
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
عاجل لوګر کې د انسان‌تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه! ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د انسان‌تښتوونکو له ډلې سره نښته کړې، چې دوه تښتوونکي پکې ټپیان شوي او د میرویس په نوم تښتول شوی ماشوم یې له منګولو ژغورل شوی دی.
2
16
105
11,433
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
جب محب وطن پاکستانیوں کو غدار اور دہشت گرد بنا دو گے اور چاپلوس اور کٹھ پتلیوں کو محب وطن قرار دو گے تو پھر عوام مایوس ہی ہوگی ۔
پشاور میں پی ٹی آئی کارکنوں اور پولیس کے درمیان شدید فائرنگ..
34
1,108
12
3,404
239,882
طارق پټان: واخان د افغانستان لپاره له چین سره د پاکستان پر ځای یوه تجارتي بدیله لاره. پاکستان ته څومره تاوان اوښتی دی؟
3
71
1
349
10,320
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
داعش داعشي خوارج او مقاومتيان د یوې سکې دوه مخه دي. دا یې خپل اقرار...
19
88
7
315
12,822
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو محترم وزیر مولوي امیرخان متقي، چې په مسکو کې د ا.ا.ا سفیر ښاغلي مولوي ګل حسن حسن یې ملتیا کوله، په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه. یاده ۱.۶۸ هکتاره ځمکه د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو
6
34
3
259
14,277
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د مسکو فارمټ د اتمې ناستې په پای کې رسنیو ته؛ د افغانستان، سیمې او د پاکستاني پوځي رژیم د تېریو په اړه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي مهمې څرګندونې
21
232
17
1,051
67,655
د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ډیپلوماټیک پلاوي يې د مسکو په اتمه ناسته کې د پاکستان هڅې ناکامې کړې.
53
3
293
7,905
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د راډیو عمومي ریاست د مستنداتو ټیم، په نورستان کې د شر او فساد عناصرو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال، د مستند فلم جوړولو پر وخت د یادو ډلو له یوه ټپي شوي کس سره مخ شوي، چې د مرستې غوښتنه کوي. بشپړ مستند:youtu.be/uLlL6GHxp1w
3
79
7
277
12,234
M.Sadiq Akif/عاکف مهاجر retweeted
د افغانستان هرات ولایت کې د تسبیح جوړولو یو کار ځای د مسلمانانو سپېڅلي ښار مدینې ته هره میاشت افغانې تسبیح لېږي. د واحد عرب په نوم افغان وايي هیله لري چې خپل کاروبار وغوړوي او افغانې تسبیح ډېرو خلکو ته ورسېږي. سید عبد الله نظامي یې کیسه کوي.
22
1
148
14,432