افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto) header
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto) profile picture

په پښتو د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه او رپوټونه

Joined July 2023
Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)Photo by افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpashto)
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر وفاقي حکومت او پوځ تور پورې کړی، چې خیبر پښتونخوا یې وېشلې او پخوانۍ قبایلي سیمې یې بېرته وسله‌والو ته سپارلې دي. دغه ګوند ادعا کوي چې چارواکي غواړي د ګورنر د واکمنۍ له لارې د سیمې کنټرول ترلاسه کړي. afintl.com/pa/202610300000
115
رویټرز راپور ورکړی، که څه هم د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت او د تاریاکو پر تولید د بندیز له لګولو څلور کاله تېر شوي، خو د دغه بندیز عملي کول ستونزمن شوي او ګڼ افغان بزګران وايي، د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د عاید له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي. afintl.com/pa/202610308651
1
194
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د هانګ کانګ په شپږ اوریزو سیالیو کې نن خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کوي. دغه سیالي به د هانګ کانګ پر وخت د ماسپښین په ۳:۱۰ او د افغانستان پر وخت د سهار په ۱۱:۴۰ بجو پیل شي. afintl.com/pa/202610302142
205
د بلخ د استراس شرکت مسوولان وايي، د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې د افغانستان د وارداتو او صادراتو کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷۳ سلنه لوړه شوې ده. afintl.com/pa/202610305494
1
219
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق له هغو هېوادونو مننه کړې چې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ یې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. نوموړي همداراز ویلي چې طالبان د افغانستان استازیتوب نه کوي او د دوی لخوا د ښځو او نجونو ځپل باید هېڅکله عادي ونه ګڼل شي. afintl.com/pa/202610309214
1
213
د افغانستان د جمهوري نظام دوو پخوانیو چارواکو، د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د اسلامي مبلغ ذاکر نایک څرګندونې ناسمې بللي او د طالبانو د محدودیتونو د توجیه کولو له امله یې پرې نیوکه کړې ده. afintl.com/pa/202610302137
191
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) ویلي چې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ یو کارکوونکی د روسیې په ډرون برید کې وژل شوی دی. afintl.com/pa/202610306748
195
ایرلنډ د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د مسوولانو د حساب ورکونې پر اړتیا ټینګار کړی او د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د سرغړونو د شواهدو راټولولو لپاره یې د خپلواک څېړنیز او حساب ورکونې میکانېزم (IIM-A) ملاتړ اعلان کړی دی. afintl.com/pa/202610304106
178
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د طالبانو له واکمنۍ غوښتي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي او هغوی ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. هغه ویلي، که چېرې تاسې انسانان، پښتانه او مسلمانان یاست نو د افغان نجونو پر زده کړو لګېدلی بندیز لرې کړئ. afintl.com/pa/202610300537
255
سپړنه: ملا هبت‌الله څه ډول د خدايي احکامو په نوم خپل واک تثبیتوي؟ سیاسي شنونکی ارین خیبر وایي، ما دا کتاب (د اهل سنت والجماعت عقیده) لوستلی دی، په دې کې هېڅ داسې څه خاص په کې نشته. یوازې دا په کې دي چې د ټولو خلکو حقونه، هغه حقونه چې قران ورکړي په کې سلب شوي. هر هغه څه چې طالبان وایي او امر کوي دا محکوم شوي خلک یې باید په پټو سترګو مني، نور څه په کې نشته. د خپرونې لېنک: youtu.be/GdFR8zNa388?si=lgbO… #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
1
3
408
سپړنه: ملا هبت‌الله څه ډول د خدايي احکامو په نوم خپل واک تثبیتوي؟ د سیمه اییزو اړیکو کارپوه سمیر انګار وایي، د ملا هبت الله لیکل شوی کتاب یوه ښه کړنه ده، او خوښ یم چې اوس افغان ولس ته داسې مشر په نصیب شوی چې لیکوال دی، څېړونکې دی. په دې کتاب کې د عقیدې په ګڼو اړخونو بحث شوی، یعني په الله تعالی ایمان، په ملایکو او قران ایمان، د ګناهونو په اړه بحث او په پای کې پر قیامت او له مرګ وروسته په مسایلو بحث شوی دی. د خپرونې لېنک: youtu.be/GdFR8zNa388?si=lgbO… #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
1
1
2
365
سپړنه: ملا هبت‌الله څه ډول د خدايي احکامو په نوم خپل واک تثبیتوي؟ سیاسي شنونکی ارین خیبر وایي، زما په اند د ملا هبت الله د کتاب له لیکلو او خپرولو څخه موخه یوازې دا ده چې خلکو ته ووایي چې مونږ هر څه کوو منل یې په تاسې لازم دي او غواړي له دې لارې په خپلو ناوړه کړنو پرده واچوي، او بس نور څه نه‌دي. د خپرونې لېنک: youtu.be/GdFR8zNa388?si=lgbO… #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
2
2
456
سپړنه: ملا هبت‌الله څه ډول د خدايي احکامو په نوم خپل واک تثبیتوي؟ د پوهنتون استاد او د افغانستان د تفاهم او اصلاحاتو حرکت رییس فضل الهادي وزین وایي، مونږ طالبانو ته وایو چې دغه استبداد، د خلکو شریعې او انساني حقونو د سلب کولو او د نورو نفي کولو څخه تېر شې او په یوه ملي تفاهم کې ټولو خلکو ته حقونه ورکړي. که طالبان داسې ونه کړي نو دا به داسې وي چې طالبان په خپل لاس هېواد د جګړې پر لور وړي. د خپرونې لېنک: youtu.be/GdFR8zNa388?si=lgbO… #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
1
224
سپړنه: ملا هبت‌الله څه ډول د خدايي احکامو په نوم خپل واک تثبیتوي؟ د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده نوی کتاب کې ۹۹ بېلابېل عقیدوي موضوعات راغلي دي. په کتاب کې لیکل شوي چې مسلمانان باید د امیر پر وړاندې بغاوت ونه کړي، که څه هم امیر ظلم یا ګناه وکړي. نور حال د رحمان کاکړ په راپور کې. د خپرونې لېنک: youtu.be/GdFR8zNa388?si=lgbO… #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
201
سپړنه: ملا هبت‌الله څه ډول د خدايي احکامو په نوم خپل واک تثبیتوي؟ مېلمانه: د پوهنتون استاد او د افغانستان د تفاهم او اصلاحاتو حرکت رییس فضل الهادي وزین، سیاسي شنونکی ارین خیبر او د سیمه اییزو اړیکو کارپوه سمیر انګار. د خپرونې لېنک: youtu.be/GdFR8zNa388?si=lgbO… #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
1
248
د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (اېف‌ای‌اې) د پېښور زون اعلان کړی، چې څلور افغان وګړي یې په غیرقانوني توګه د پاکستاني پېژندپاڼو او د پاسپورټونو د ترلاسه کولو د هڅې په تور نیولي دي. afintl.com/pa/202610302594
161
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې مسکو له اروپایي هېوادونو سره د اړیکو د بېرته جوړولو لپاره د هر ډول ګام ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د هر ډول نوې نښتې پیلېدل به داسې وضعیت رامنځته کړي چې هېڅ ګټونکی به ونه‌لري. afintl.com/pa/202610298214
166
د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه پوځي رینجر موټر برید کړی دی. د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، په دغه وسله‌وال برید کې یو طالب وسله‌وال وژل شوی دی. afintl.com/pa/202610298989
1
210
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) وايي، چې د دغه سازمان د بشري مرستو د هوايي خدمتونو ادارې(یو این هاس) د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې په افغانستان کې بشري مرستندویه بنسټونه ۱۸ سیمو ته رسولي او ۲۲،۸ مټریک ټنه حیاتي توکي یې لېږدولي دي. afintl.com/pa/202610298850
1
239
د ایران د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانس «فارس» راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سیریک سیمې او قشم ټاپو په شاوخوا کې د پنجشنبې په ماښام د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. afintl.com/pa/202610298181
219