Aksaryat اکثریت (@aksaryat) header
Aksaryat اکثریت (@aksaryat) profile picture

د افغانستان اکثریت ګوند | حزب اکثریت افغانستان د افغانستان ازادي او پرمختګ زموږ نه بدلېدونکې عقیده ده! آزادی و ﺗرقی اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن، عقیدهٔ ثابت و ﺗﻐﯿﯿرﻧﺎﭘذﯾر ما است!

Kabul, Afghanistan
Joined June 2023
Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)Photo by Aksaryat اکثریت (@aksaryat)
د افغانستان د اکثریت ګوند منشور او اساسنامه منشور و اساسنامهٔ حزب اکثریت افغانستان aksaryat.com/wp-content/uplo…
17
19
18
83
37,960
Aksaryat اکثریت retweeted
دا چې انجوګانې څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟ د انجوګانو په اړه د افغانستان اکثریت ګوند د وروستۍ رسالې په تړاو په دغه بحث کې، د اکثریت ګوند په استازیتوب ښاغلي شاپور ژمن دغو پوښتنو ته د اکثریت ګوند له دریځه ځوابونه ویلي. دغه بحث په لاندې لینک کې کتلای شئ. youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=Rprp…
9
2
31
1,831
دا چې انجوګانې څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟ د انجوګانو په اړه د افغانستان اکثریت ګوند د وروستۍ رسالې په تړاو په دغه بحث کې، د اکثریت ګوند په استازیتوب ښاغلي شاپور ژمن دغو پوښتنو ته د اکثریت ګوند له دریځه ځوابونه ویلي. دغه بحث په لاندې لینک کې کتلای شئ. youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=Rprp…
9
2
31
1,831
Aksaryat اکثریت retweeted
د دکتور لېوال سره مې د افغانستان اکثریت گوند په استازولي د هېواد په ناورین کې د انجويي فرهنگ په ونډه بحث کړی. د بحث محتوا د اکثریت گوند په رسالې «د ملي دولتونه او سیاسي بنسټونه په کمزوري کولو کې د انجوگانو رول» باندې متمرکزه وه. تړونی/لینک: youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=2siE… via @YouTube
5
13
569
Aksaryat اکثریت retweeted
شاه امان الله خان تاریخ ندی، د نن او سبا ژوندی بحث دی د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی، مختګپال پاچا غازي امان الله خان د نوي افغانستان د رڼا د لښکر داسې سرلاری و چې یوه پيړۍ وړاندې یې د تیارې له لښکر سره جګړه پيل کړه او دا جګړه لا هم روانه ده او ګټل غواړي. موږ د تاریخ پر ارتقايي حرکت باور لرو، د امان الله خان لخوا پيل شوی دا حرکت ځنډول کېدای شي خو هیڅکله په ټپه نشي دریدلی، فکري عناصر او سیمبولونه یې څوک نشي محوه کولای او لکه د اور بڅرکي به بیا بیا سر راپورته کوي او د تیارې د لښکر په اندامونو به لړزه راولي. ځکه خو پدې باور یو چې شاه امان الله خان تاریخي موضوع نده، بلکې د نن او سبا ژوندی بحث او د تیارې لښکر سره ورځنی جنګ او جدل دی. زموږ له نظره د رڼا لارویان او پرمختګپال عناصر هغه مهال پدې جنګ کې بریالي کېدای شي چې لومړی د اماني فکري مکتب دښمنان او بدخواهان وپیژني. هر هغه سیاسي، فکري جریان او شخصیتونه چې په افغانستان کې د سیاست او قدرت ادعا لري، لومړی باید شاه امان الله خان او د هغه لخوا پيل شوي مختګپال بهیر سره یې نسبیت په ډاګه او د هغه د ارمانونو په تله وتلل شي. دا ځکه چې هر مختګپال افغان او سیاسي جریان لپاره شاه امان الله خان د ازادۍ، برابرۍ او پرمختګ یو داسې څلی دی چې دغه څلي ته د نږدېوالي او لري والي څخه د یو سیاسي جریان او شخص مفکوره، خپلواکي، او ازاد اندیشي ارزول کېدای شي، چې د رڼا لدې څلي څخه په څومره واټن کې واقع دی. د شاه امان الله خان د دورې تاریخ زموږ پر وړاندې پرانیستی پروت دی او بلا شواهد، اسناد او روایتونه شته او اکثریت افغانان پدې پوهېږي چې چا د دغه مختګپال پاچا خلاف څنګه او په کومو وسایلو زموږ په ټولنه کې مرتجع داخلي کړۍ ولمسولې. ښکیلاکګرو قوتونو په کوم مکر او فریب یوه پيړۍ پخوا د پرمختګ او اصلاحاتو پيل شوې لړۍ وشلوله. مستند او کره تاریخي شواهد موږ ته وايي چې د انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو نه وروسته د بریتانیا تر حاکمیت لاندې د هند په ټوله نیمه لویه وچه او لویو ښارونو کې د امان الله خان د بریالیتوب او د انګریزانو د شکست بحثونه روان و. امان الله خان په ډېر لږ وخت کې د ټولو محکومو ملتونو او په ځانګړي ډول د هند ازادي غوښتونکو مسلمانانو لپاره د الهام یوه سرچینه شوه. په هند او بریتانوي مستعمراتو کې د شاه امان الله خان محبوبیت او د افغانانو د استقلال اوازو بریتانوي امپراطوري ورخطا کړې وه، نو په افغانستان کې یې د ځوان شاه په خلاف درېیو ډلو سره کار پيل او هغوی ته یې دنده وسپارله چې د شاه خلاف خلک را وپاروي او د روانو اصلاحاتو مخه ونیسي. لومړۍ، ډله شاتګپالي درباریان او بیوروکراتان ول چې په عین حال د مشروطیت د لومړي غورځنګ مخالف پاتي شوي ول. ورپسې شاتګپالي ملایان او پيران چې له پخوا څخه د انګریزانو قلنګ خواره او فرمانبرداره طبقه وه او درېیمه ډله د هغه وخت لنډغر، پایلوچان او غله چې منظم بانډونه یې درلودل او کولای شوای د ښارونو او لویو لارو امنیت خراب کړي، چې د سقاو زوی یې هم غړی و. دغو درې واړه ډلو په هم مهالي او منظم ډول په دولت کې دننه، جوماتونو او لارو کوڅو کې د شاه خلاف پراخ تبلیغات او ورانکاري پيل کړه. دوی د هېواد هر راز خپلواکي د کفر او سلام په تله وتلله او زموږ د خلکو له پاکو دیني احساساتو څخه یې د انګرېزي ښکېلاکي موخو لپاره ګټه پورته کړه. د یوې پراخې پروپاګنډې په لړ کې افغان خپلواک دولت باندې د کفر ټاپه ولګول شوه او د شاه هر راز افغاني او انساني کړه وړه په همدې توګه بدنامه کړای شول. دا هغه مهال و چې د افغانستان شمالي لور روسیه کې بولشویکان تازه د یوه ولسي انقلاب پر مټ واک ته رسیدلي ول. انګریزانو په ټول هند کې ملایان منسجم کړل او د کمونیزم د خطر په لویولو سره یې د هندي مسلمانانو په منځ کې د انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ مبارزه او روایت منحرف کړ. په دې لړ کې یې د امان الله خان اصلاحاتو ته د بلشویکي انقلاب د نوم په ورکولو د عوامو منځ کې د پاچا په ضد تکفیري پروپاګند او دروغ پیل کړل. دوی د دغو دروغو د خپراوي لپاره هر ډول مالي او جنګي امکانات د شاتګپالو او ملایي ډلو په لاس کې ورکړل. ارشیفونو کې داسې شواهد شته چې د بریتانوي هند استخباراتي ادارې د ملکه ثریا عکسونه د بربنډو ښځو له تنې سره یو ځای او په قبایلي سیمو کې یې خپاره کړل. دغه وخت د بریتانوي هند مشهور جاسوس لارنس چې په پښتو ژبه مسلط و د پير کرمشاه په نوم افغانستان ته داخل شو او دغو اوازو ته یې هوا ورکړه. ملا عبدالله مشهور په ګوډ ملا به چې کلي په کلي ګرځیده یو لاس کې به یې د امان الله خان نظامنامه «اساسي قانون» او بل لاس کې به یې قران نیولی و او خلکو ته به یې ویل چې تاسې د بلشویک قانون منئ او که قران؟ له بده مرغه موږ نن هم د انګریز په لاس جوړ شوي د سلو کالو پخواني ارتداد او کفر له دغه روایت سره مخ یوو، د ګوډ ملا په ځای له ملا هیبت الله او په درجنونو استخباراتي ملایانو سره مخ یوو. په تاریخ کې خو موږ د شاه امان الله خان د اصلاحاتو مخالفان پيژنو خو پکار ده چې په اوسني عصر کې هم د طالبانو تر څنګ نور هغه اشخاص، سیاسي او فکري جریانونه هم وپيژنو چې د اماني انساني فکري مکتب مخالف دي. دا خلک څوک دي او علت یې څه دی؟ د هر افغان سیاسي فعال لپاره پدې هم پوهېدل ضرور دي. د سیاسي اسلام روایتګر: اخوانیان او طالبان چې دواړه نن سبا په افغانستان کې د سیاسي اسلام علمبرداران او د دې روایت چلوونکي دي، شاه امان الله خان سره یې دښمني یو څه جوته او د پوهېدو وړ ده. اسلامپاله سیاسي ایډيالوژي یوه شاتګپاله ایډيالوژي ده، پدې معنا چې دوی غواړي تېر ته رجعت وکړي او خپل ارماني نظام په تاریخ کې لټوي او هلته هم د عثماني خلافت یا د راشدینو د خلافت مثالونه راوړي. دوی پرته له دې چې د اوسنۍ نړۍ، عصر او انسانانو شرایط او غوښتنې په پام کې ونیسي، د اسلامي تمدن څوارلس سوه کلن فرهنګي پرمختګ له پامه غورځوي او په یو ټوپ شاته ځي او خلکو ته د زر دولس سوه کالو پخوا خلافتي نظام د را ژوندي کولو او تطبیق خیالي ژمنې ورکوي. شاه امان الله خان سره د دوی د مخالفت دلایل ځکه روښانه دي چې شاه امان الله خان د خپلو خلکو او هېواد پرمختګ د د تاریخي ملي، فرهنګي او اسلامي هویت په ساتلو سره په راتلونکې کې لټاوه. ستمي او قومي روایت:دا ډله اشخاص او ډلې شاه امان الله خان ته د یو مترقي افغان په ځای هغه ته له قومي زاویې ګوري. سره لدې چې دا ډله اشخاص او ډلې د لبرالیزم او ډموکراسۍ شعارونه ورکوي، خو په عین حال کې کله اخوانیان شي، کله طالبان او کله تر دې کچې لبرال شي چې غربي لبرالان هم ورته ګوته په غاښ شي. دوی د یو شخص نظریاتو او د افغانستان راتلونکي په اړه د هغه لیدلوري ته نه ګوري، بس چې د ده د قوم کس وي، هغه که هر فکر ولري، جنایت کار وي، غل وي، قاتل وي او هر څه وي، د دوی لپاره اتل دی. دغه ډول قومي اشخاص یوازې په غیر پښتنو کې نه بلکې په پښتنو کې هم شته چې خپله به چېرته په کوم لوېدیځ هېواد کې لبرال او هوسا ژوند لري خو د پښتونولۍ پخاطر به د طالب پلوي کوي. دغه کټګوري خلک که د هرې سیمې او قوم پورې تړلي وي، د شاه امان الله خان مخالف دي. د پخواني شاه محمد ظاهرشاه پلویان: واک او قدرت په سر د شاه امان الله خان سره د نادرخان د کورنۍ مخالفت په تاریخ کې ډېر څرګند دی. نادر خان د حبیب الله کلکاني په ضد په دې پلمه ولسونه متحد او کابل ونیوه چې خلکو سره یې ژمنه کړې وه چې خپله واک او قدرت نه غواړي او دا هر څه د شاه امان الله خان د بیا واک ته رسېدو پخاطر کوي. کله چې کابل نیسي ځان پاچا اعلانوي او له هغې وروسته د دغې کورنۍ په څلور لسیزو قدرت کې هڅه کېږي د امان الله خان پلویان او روښنفکران شکنجه او بندیان کړي. هڅه کوي د شاه امان الله خان نوم له تاریخ نه حذف کړي، خو شاه امان الله خان د نوم او نښان پټول لکه د لمر د پټولو هڅه وه چې تر اخره د ولسونو زړونو کې ژوندی پاتي شو. نو د پخواني شاه پلوه ځیني متنفذه کورنۍ، اشخاص او ډلې چې خپله ملي او پرمختګپال فکر لري، خو د قبیلوي تعصب او تربګنیو پخاطر لا هم هڅه کوي په غیر مستقیم ډول د شاه امان الله خان نوم او نښان ته ضرر ورسوي. ځیني غرب ځپلي لبرالان:دا ډله ګډوډ نظریات لري، دوی د امان الله خان ځينی نظریات مني او ځیني يې ردوي. کله چې د ملکه ثریا کوم عکس وګوري، نو امان الله خان تکفیر کړي، خو کله چې د امان الله خان په ویناوو کې ښه پيغام وګوري، له هغې سره مست شي. دا ډله خلک کله د امان الله خان عکس د یو مجاهد سره لګولی وي، کله یې د یو مشهور امریکايي جاسوس او وطنفروش سره. دوی د تاریخ څخه کوم ژور درک نلري، خو دوی په پوهېدلی یا ناپوهېدلی ډول په ټولنه کې د شاه امان الله خان افکارو ته زیان رسوي او دغه منافقانه چلند یې باید وپیژندل شي. شاه امان الله خان غازي هغه څوک چې هیڅکله یې د وطن او خپلو ملي ارزښتونو په سر له دښمنانو سره معامله ونکړه او تر اخره خپلو ارمانونو ته چې یو پرمختللی، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان و، ژمن پاتي شو. «اکثریت» دا مني چې هیڅوک او هیڅ تاریخي دوره له نقد او نیوکو پورته نده، خو دا نقد باید علمي، په حقایقو ولاړ او نظریاتي وي. خو په اوسني وخت کې پر امان الله خان او د هغې په دورې روان نقدونه ډېری د غرض نه ډک، خصمانه او د دښمنانه دي چې اوسني حاکم استبدادي نظام ته د بقا او دوام پلمه په لاس ورکوي چې د نجونو ښوونځیو او د ښځو کار بندیز پرې توجیه کړي. نوی افغانستان د نوي نسل نوې رهبرۍ ته اړتیا لري چې د ستر غازي شاه امان الله خان لیدلی خوب په حقیقت بدل کړي. افغانستان یو سنتي اسلامي هېواد دی او دلته د اسلام تر څنګ په ټولو تاریخي دورو کې هندوانو، سېکهانو، یهودانو او د بېلابېلو دینونو، قومونو او باورونو انسانانو ژوند کړی دی. دا هېواد د دغو ټولو وګړو دی او نوې رهبري باید د افغانستان دا تاریخي رنګارنګي په خپل سیاسي دریځ کې روښانه وساتي. نوی نسل باید په دې پوی شي چې د افغانستان جګړه قومي او مذهبي نده، بلکې دا جګړه د استعمار د واکمنۍ د دوام لپاره ده او د افغانستان لپاره یوازې هغه ډله او افراد مبارزه کولای شي چې د ټولو استعماري ځواکونو نه پورته، د خپلې پاکې او منسجمې سیاسي مبارزې له لارې د افغان ولس باور ترلاسه کړي. یوازې داسې یو نسل کړای شي افغانې ښځې او نارینه ته د ژوند هیلې ورکړي. د همداسې یوې مبارزې پر لور! د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه مو مبارک! د افغانستان د بیا خپلواکه کېدو پر لور!
2
9
51
2,407
«سازمان‌های غیردولتی یا انجوهای» تمویل‌شده از سوی بیگانگان چگونه همزمان با تداوم بحران‌ها و بی‌ثباتی‌ها در افغانستان نقش ایفا می‌کنند؟ چگونه فرهنگ انجوها که بر محور اجندای استعماری شکل گرفته است، در دوره‌های مختلف تاریخی، شکل و ماهیت خود را تغییر می‌دهد؟ چگونه به‌صورت تدریجی و نامرئی، ساختارهای دولتی، اقتصادی، اجتماعی، فکری و فرهنگی ما را تضعیف و مهندسی می‌کند؟ و در نهایت، چگونه در ایجاد و گسترش بحران پنجاه‌سالهٔ جاری و جلوگیری از شکل‌گیری دولت و احزاب مستقل و مترقی نقش دارد؟ به این پرسش‌ها و پرسش‌های مشابه، نه‌تنها توجه چندانی صورت نگرفته است، بلکه این پدیده [NGOs] به‌طور دوامدار، تحت نام کمک‌های بشردوستانه و همدردی، مصونیت نیز پیدا کرده است. به اساس وعده‌ی قبلی، حزب اکثریت افغانستان، در راستای تحقق اهداف منشور خود و به‌منظور تقویت انسجام فکری و سیاسی مردم، رسالهٔ تحت عنوان “*نقش سازمان‌های غیردولتی (NGOs) در تضعیف دولت‌ها و نهادهای سیاسی ملی*” را منتشر میکند. متن رساله را در این لینک دریابید: persian.aksaryat.com/wp-cont…
6
2
18
3,516
د پردیو لخوا تمویل شوي «غیر دولتي سازمانونه یا انجوګانې» څنګه په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ او بې‌ثباتیو له دوام سره مرسته کوي؟ څنګه د تاریخ په بېلابېلو دورو کې، د استعماري اجنډا پر محور، انجويي فرهنګ خپلې بڼې ته تغییر ورکوي؟ څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟ او په نهایت کې، د روان ۵۰ کلن ناورین په رامنځته کولو او پراخولو، او د خپلواک او مترقي دولت او ګوندونو په مخنیوي کې څنګه رول لري؟ دې او داسې نورو ورته پوښتنو ته نه یوازې چا ډېر پام نه دی کړی، بلکې دغې پدیدې (NGOs) په دوامداره توګه د بشري مرستو او خواخوږۍ تر نامه لاندې مصؤنیت ترلاسه کړی دی. دا دی، د ژمنې سره سم، د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور د موخو او د ولسي فکري او سیاسي انسجام د پیاوړتیا په موخه د “د دولتونو او ملي سیاسي بنسټونو په کمزوري کولو کې د غیر دولتي سازمانونو (NGOs)رول” تر سرلیک لاندی یوه تفصیلي رساله خپروي. دا رساله په دې لینک موندلی او لوستلی شئ: aksaryat.com/wp-content/uplo…
2
14
8
40
8,350
بنام خداوند بزرگ و بخشنده هموطنان گرامی! حزب اکثریت افغانستان، در راستای تحقق اهداف منشور خود و به‌منظور تقویت انسجام فکری و سیاسی مردم، فردا، روز شنبه، دوم عقرب، یک رسالهٔ تفصیلی را منتشر می‌کند. در این رساله، نقش سازمان‌های غیردولتی (انجوها) در چهار قرن گذشته، تأثیر آن‌ها در تداوم بحران‌ها و بی‌ثباتی‌های افغانستان، نقش‌شان در تطبیق اجنداهای استعماری، تضعیف نهادهای دولتی، اقتصادی، اجتماعی، فکری و فرهنگی کشور و جلوگیری از شکل‌گیری دولت مستقل و مترقی و جریان‌های سیاسی ملی مورد بحث و بررسی قرار گرفته است. در چارچوب این بحث، حزب اکثریت افغانستان بر اساس تحلیل و موضع‌گیری سیاسی خود، راهکارهای مشخصی را برای بیرون‌رفت از محیط انجو‌یی و مبارزه در برابر آن ارائه می‌کند. حزب اکثریت از جوانان افغان می‌خواهد که علاوه بر مطالعهٔ این رساله، در این زمینه به مطالعات عمیق و تحقیق مستقل بپردازند تا درک روشن‌تری از چگونگی مداخلات خارجی از طریق فرهنگ انجو‌یی، مطرح‌ساختن چهره‌های کاذب و تضعیف مشروعیت دولتی و سیاست ملی به دست آورند. با احترام، حزب اکثریت افغانستان
1
6
17
684
د لوی او بخښونکي خدای په نامه درنو هېوادوالو! د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور د موخو او د ولسي فکري او سیاسي انسجام د پیاوړتیا په موخه، سبا د شنبې په ورځ، د عقرب په ۲مه، یوه تفصیلي رساله خپروي. په دې رساله کې په تېرو څلورو پېړیو کې د غیردولتي سازمانونو (انجوګانو) پر رول، د افغانستان د بحرانونو او بې‌ثباتیو په دوام کې د هغوی پر اغېز، د استعماري اجنډاوو په پلي کولو، د هېواد د دولتي، اقتصادي، ټولنیز، فکري او فرهنګي بنسټونو په کمزوري کولو، او د خپلواک او مترقي دولت او ملي سیاسي جریانونو په مخنیوي کې د هغوی پر ونډې بحث شوی. د دې بحث په لړ کې د اکثریت ګوند د خپل تحلیل او سیاسي دریځ په اساس د انجويي محیط څخه د راوتلو او پروړاندې یې د مبارزې لپاره مشخصې حل‌لارې وړاندې کوي. اکثریت ګوند له افغان ځوانانو غواړي چې د دې رسالې سربېره په دې برخه کې ژوره مطالعه او خپلواکه څېړنه وکړي، څو د انجويي فرهنگ په واسطه د بهرنیو لاسوهنو، د کاذبو مطرح څېرو د رامنځته کولو او د دولتي مشروعیت او ملي سیاست د تضعیف پر څرنګوالي لا ښه پوه شي. په درنښت، د افغانستان اکثریت ګوند
1
7
21
816
هدف تمام برنامه‌های افراطی و سیاسی طالبان یک چیز است: حذف حضور زن از جامعه، جلوگیری از تحصیل علوم عصری، نابودسازی ارزش‌های مدنی و افغانی و برگرداندن اجباری جامعه به قرن‌ها عقب. اگرچه این برنامه‌ها گاه به‌طور آشکار و گاه به‌صورت پنهانی اجرا می‌شوند، اما همه بخشی از یک پلان مشترک بزرگ می‌باشند.
3
3
14
868
۵ میزان ۱۴۰۵ بسم الله الرحمن الرحیم اعلامیهٔ حزب اکثریت افغانستان به مناسبت سالگرد شهادت داکتر نجیب‌الله سی سال پیش از امروز، در پنجم میزان سال ۱۳۷۵، در پی پایان جنگ سرد و در جریان توطئه‌های استخباراتی منطقه‌ای و جهانی، طالبان سرانجام رئیس‌جمهور افغانستان، داکتر نجیب‌الله، را به‌شکل وحشیانه به قتل رساندند و سپس برخلاف تمام ارزش‌های افغانی و انسانی، او را به دار آویختند. طالبان شهید داکتر نجیب‌الله را در همان چوک به دار آویختند که از آنجا ندای دفاع مستقلانهٔ افغانستان در برابر اردوی پاکستان و گروه‌های جهادی را بلند کرده بود. از نظر حزب اکثریت افغانستان، روز قتل او تنها روز پایان زندگی یک شخصیت سیاسی نبود؛ بلکه این روز در تاریخ معاصر افغانستان، ضربهٔ بزرگ دیگری بر پیکر لرزان جریان‌های سیاسی مترقی بود. این ضربه، برخاستن دوبارهٔ جریان‌های مترقی را برای چندین دهه به تأخیر انداخت. پیش از داکتر نجیب‌الله نیز شمار زیادی از پیشگامان، مبارزان سیاسی و حتی رؤسای جمهور جریان‌های مشروطه‌خواه، اصلاح‌طلب و مترقی افغانستان به‌گونهٔ بی‌رحمانه کشته شده بودند. اما با وجود این قتل‌ها، جریان‌های سیاسی مترقی همچنان تا حد زیادی حضور مردمی و مبارزات خود را ادامه داده بودند. از همین رو، آن ناامیدی فوری سیاسی و اندوه عمیقی که پس از قتل داکتر نجیب‌الله وسیعا شکل گرفت، پیش از آن با چنین شدتی تکرار نشده بود. با برکناری داکتر نجیب‌الله از قدرت، ندای سیاسی وطن‌پرستی افغان‌ها نیز به زور خاموش ساخته شد. پس از سقوط دولت جمهوری افغانستان و روی کار آمدن تنظیم‌های جهادی، وطن‌پرستی در چارچوب تفکر و عملکرد سیاسی آنان تکفیر شد. از همین رو، در آن مقطع، داکتر نجیب‌الله از نظر بسیاری از افغان‌های وطن‌پرست، آخرین رهبر سیاسی‌ بود که در سیاست ملی نمایندگی از وطن‌پرستی می‌کرد. همچنان، در زمینهٔ دفاع از تمامیت ارضی و حاکمیت ملی کشور، داکتر نجیب‌الله آخرین سرقوماندان اعلی افغانستان مستقل بود. دولت جمهوری تحت رهبری او، با وجود تمام اختلافات سیاسی و تاریخی، به‌عنوان یک دولت مستقل افغانستان، از حاکمیت و تمامیت ارضی کشور در برابر استخبارات منطقه‌ و جهان دفاع می‌کرد. جنگ افسانه‌ای جلال‌آباد و دفاع مستقلانهٔ افغان‌ها تا امروز برای افغان‌های وطن‌پرست نمونۀ از فداکاری و جان‌فشانی به شمار می‌رود. به این لحاظ، از نظر حزب اکثریت افغانستان، پنجم میزان سال ۱۳۷۵ روز کشته‌شدن یکی از آخرین رهبران جریان‌های سیاسی مترقی افغانستان، یکی از آخرین رهبران ملی سیاسی افغان‌های وطن‌پرست و آخرین سرقوماندان اعلی افغانستان مستقل است. ما قتل وحشیانهٔ او توسط دست‌نشاندگان استخبارات خارجی را به‌شدت محکوم می‌کنیم و در این روز ماتم می‌گیریم. با این حال، موضع حزب اکثریت بر پایهٔ تقدس و معصومیت مطلق هیچ شخصیت یا جریان سیاسی قرار ندارد. ما باور داریم که هیچ شخص و هیچ جریان سیاسی فراتر از نقد، ارزیابی و عدالت نیست. تاریخ معاصر افغانستان باید به‌جای گرایش‌های سیاسی و مصلحت‌های کوتاه‌مدت، بر مبنای اسناد واقعی، شواهد و حقایق تاریخی بررسی شوند. به این ترتیب، حزب اکثریت افغانستان در چارچوب نظام مشروع آیندهٔ کشور، از ایجاد یک میکانیزم مستقل و عادلانهٔ حقیقت‌یابی حمایت می‌کند تا جنایات سیاسی و بشری پنجاه سال گذشته را، از هر جانب و توسط هر جریان سیاسی‌ که انجام شده باشد، به شکل بی‌طرفانه بررسی کند. هدف این پروسه نباید انتقام‌گیری، بلکه کشف حقیقت، اعادهٔ حقوق قربانیان و عدالت انتقالی باشد. عاملان مستقیم قتل شهید نجیب‌الله برای همه روشن‌اند؛ اما در زمینهٔ حفظ جان و دفاع از او، بیشترین مسئولیت متوجه سازمان ملل متحد و ابرقدرت‌های جهانی است؛ قدرت‌هایی که این سازمان را همواره در راستای منافع خود به کار می‌گیرند. سازمان ملل متحد پس از شهادت داکتر نجیب‌الله اعتبار خود را نزد مردم افغانستان از دست داده است و افغان‌ها حق دارند با دیدهٔ شک به هرگونه فعالیت این سازمان بنگرند. پنجم میزان تنها یاد کشته‌شدن یک رئیس‌جمهور افغان را در ذهن ما زنده نمی‌کند؛ بلکه یادآور این نیز هست که باید از تجربه‌های گذشتهٔ تاریخ سیاسی افغانستان برای آینده درس گرفت. نسل جدید برای حفاظت از وطن خود، نمونه‌های فراوان دیگری نیز در اختیار دارد و می‌تواند در جریان مبارزه علیه استبداد و تاریکی حاکم، از این نمونه‌ها به‌عنوان مشعل راه استفاده کند. زنده باد افغانستان و وطن‌پرستی مقدس این سرزمین!
1
5
2
22
1,038
۵ میزان ۱۴۰۵   بسم الله الرحمن الرحیم   د شهید ډاکټر نجیب الله د تلین په مناسبت د افغانستان د اکثریت ګوند اعلامیه   له نن څخه دېرش کاله وړاندې، د ۱۳۷۵ کال د میزان په پنځمه، د سړېجګړۍ په پای او د سیمې او نړۍ د استخباراتي دسیسو په لړ کې طالبانو د افغانستان ولسمشر ډاکټر نجیب الله بالاخره په وحشیانه ډول وواژه او بيا يې د ټولو افغاني او انساني ارزښتونو خلاف په دار کړ. طالبانو شهیدډاکټر نجیب په هغه چوک پر دار کړ، له کومه ځایه چې هغه د پاکستاني پوځ او جهادي ډلو پر ضد د مستقلانه افغاني دفاع ناره پورته کړې وه.   د افغانستان اکثریت ګوند له نظره، د هغه د وژنې ورځ یوازې د یو سیاسيشخصیت د ژوند د پای ورځ نه وه؛ بلکې دا ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د مترقي سیاسي جریانونو پر لړزانده وجود یو بل ستر ګوزار و. دغه ګوزار د مترقي جریانونو بیا راپاڅېدنه د څو لسیزو له ځنډ سره مخ کړه.   له ډاکټر نجیب الله څخه وړاندې هم د افغانستان د مشروطه‌خواهۍ،اصلاح‌طلبۍ او مترقي جریانونو ګڼ شمېر مخکښان، سیاسي مبارزین او حتی ولسمشران په بې‌رحمانه توګه وژل شوي ول. اما پر دغو وژنو سربېره،مترقي سیاسي جریانونو بیا هم خپل ولسي حضور او مبارزو ته تر ډیرهحده دوام ورکړی و. له همدې امله، د دغو شخصیتونو له منځه تلو سره هغه فوري سیاسي ناهیلي او ژور خپګان چې د ډاکټر نجیب الله له وژنېوروسته په پراخه کچه رامنځته شو، په دې بڼه تر دې وړاندې نه و تکرار شوی.   له واک څخه د ډاکټر نجیب الله له ګوښه کېدو سره د افغان وطن‌پالنېسیاسي ناره هم په زور خاموشه کړای شوه. د افغانستان د جمهوري دولت له پرځېدو وروسته چې کوم جهادي تنظیمونو ته واک ورسېد، د هغوی د سیاسي تفکر او عمل په چوکاټ کې وطن‌پالنه تکفیر شوه. له همدې امله، د هغه وخت لپاره ډاکټر نجیب الله د ډېرو وطن‌پالو افغانانو په نظر وروستیسیاسي مشر و چې په ملي سیاست کې یې د وطن‌پالنې استازیتوب کاوه.   همدارنګه د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د دفاع په برخه کې ډاکټر نجیب الله د خپلواک افغانستان وروستی اعلی سرقوماندان و. د هغه تر مشرۍ لاندې جمهوري دولت له ټولو سیاسي او تاریخي اختلافونو سره سره، د افغانستان د یو خپلواک دولت په توګه د هېواد له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د سیمې او نړۍ د استخیاراتو پر وړاندې دفاع کوله. د جلال اباد افسانوي جګړه او د افغانانو مستقلانه دفاع تر ننه افغان وطنپالو ته د سرښندنې بېلګه ده.   له همدې امله، د افغانستان اکثریت ګوند له نظره، د ۱۳۷۵ کال د میزانپنځمه د افغانستان د مترقي سیاسي جریانونو د یو وروستي مشر، د وطن‌پالو افغانانو د یو وروستي ملي سیاسي مشر او د خپلواک افغانستان د وروستي اعلی سرقوماندان د وژل کېدو ورځ ده. موږ د بهرنیو استخباراتود لاسپوڅو لخوا د هغه وحشیانه وژنه په کلکه غندو او په دې ورځ ماتم کوو.   د دې ترڅنګ د اکثریت ګوند دریځ د هېڅ سیاسي شخصیت یا سیاسيجریان د مطلق تقدس او معصومیت پر بنسټ نه دی ولاړ. موږ باور لرو چېهېڅ شخص او هېڅ سیاسي جریان د نقد، ارزونې او عدالت څخه پورته نه دی. د افغانستان معاصر تاریخ باید د سیاسي تمایلاتو او لنډمهالهمصلحتونو پر ځای د واقعي اسنادو، شواهدو او تاریخي حقیقتونو پر بنسټ وڅېړل شي. له همدې امله، د افغانستان اکثریت ګوند د هېواد د راتلونکي مشروع نظام په چوکاټ کې د داسې یو خپلواک او عادلانه حقیقت‌موندنې میکانیزم ملاتړکوي چې د تېرو پنځوسو کلونو سیاسي او بشري جنایتونه، له هر لوري او د هر سیاسي جریان له خوا چې ترسره شوي وي، په بې‌پرې توګه وڅېړي. د دې بهیر هدف باید غچ اخیستنه نه، بلکې حقیقت موندنه، د قربانیانو د حقونو اعاده او انتقالي عدالت وي.   د شهيد نجيب الله د قتل مستقيم عاملان ټولو ته څرګند دي، خو د ده د ژوند په ساتلو او دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالو زبرځواکونو ته، چې دغه سازمان تل د خپلو ګټو لپاره کاروي، تر ټولو ډېر مسووليت ورګرځي. د ملګرو ملتونو سازمان د ډاکټر نجيب الله د شهادت وروسته خپل اعتبار په افغان ولس کې لاسه ورکړی او افغانان حق لري د دغه سازمان هر ډول فعاليت ته د شک په سترګه وګوري.   د میزان پنځمه موږ ته یوازې د یو افغان ولسمشر د وژل کېدو یاد نه راژوندی کوي؛ بلکې دا یادونه هم کوي چې د افغانستان د سیاسي تاریخله تېرو تجربو څخه باید د راتلونکي لپاره درس واخیستل شي. نوی نسل د خپل وطن د ساتنې په لار کې دې ته ورته بلها بېلګې لري او د روانې تیارهواکمنۍ پر ضد د مبارزې په لړ کې د مشال په توګه کار ځنې اخیستیشي.   ژوندی دې وي افغان وطن او د دې سپېڅلي وطن پالنه! افغانستان اکثریت ګوند د ۱۴۰۵ کال د میزان پنځمه 
2
8
2
33
1,845
پنج سال است که طالبان در قدرت‌اند. مردم، اقشار مختلف و حتی ملاها که از آمدن‌ طالبان خوشحال بودند، امروز همه چیز را برعکس می‌بینند. طالبان نخست همان ملاها و علمای دینی را که تعبیر دیوبندی و حقانی آنان را نمی‌پذیرفتند، از کار برکنار، زندانی یا کشته‌اند. فعالان مدنی و سیاسیونی که زمانی برای سفیدسازی طالبان شب و روز را یکی کرده بودند، امروز خود قربانی‌اند. جنگسالارانی را که به آنان کمک‌ مالی و تسلیحاتی می‌کردند، نیز آرام نگذاشتند. همان سیاستمداران را خانه خانه‌نشین ساختند و حتی بی‌عزت ساختند که به اسلام‌آباد و قطر می‌رفت و با افتخار با آن‌ها عکس می‌گرفتند. در چهار سال اخیر حاکمیت طالبان، چهرهٔ اصلی این گروه نیابتی برای مردم روشن شد. آن‌ها با هر تصمیم سیاسی، وفاداری خود به امریکا و دشمنی همیشگی‌شان با افغان‌ها را آشکار می‌سازند. مردم در چهار سال گذشته دیدند که این گروه بخشی از جامعهٔ افغانستان نیست، بلکه موجودی بیگانه و بی‌ریشه است. رهبران این گروه اگر دست‌نشانده‌های استخباراتی بیگانگان‌اند، اما عساکر و اعضای عادی‌شان از سال‌ها پیش به‌لحاظ فکری شست‌وشوی مغزی شده‌اند. طالبان یک گروه جنگ‌طلبی است که اعضای آن از کودکی تا بزرگسالی از خانواده، جامعه و پیوندهای عاطفی اجتماعی محروم مانده‌اند. ذهن‌هایشان از هرگونه عاطفهٔ انسانی خالی گردیده است. آن‌ها دور از محبت و عاطفی خانواده، در مراکز استخبارات دینی یک کشور بیگانه پرورش یافته‌اند؛ با هیچ قشر جامعه رابطه‌ ندارند—نه با معلمان و دانشمندان، نه با دهقانان و پیشه‌وران، و نه با ‌بزرگان قومی. حتی بیشتر نام‌های رهبران و اعضای این گروه مستعار است. این جدایی و بیگانگی آن‌ها از جامعهٔ افغانستان باعث شده طالبان ساختارها و ارزش‌های اساسی جامعهٔ افغان را نابود کرده و به هیچ چیز رحم نکنند.
2
14
528
د هېواد پر ځمکنۍ بشړتیا د پاکستان د اجرتي پوځ تېری په کلکه غندو موږ د افغانستان پر ځمکنۍ بشړتیا د پاکستان د استعماري پوځ بيګانی تېری په کلکه غندو او پدې باور یو چې د لویو قدرتونو دغه اجرتي پوځ نه یوازې د خپل ستراتيژیک عمق سیاست څخه ندی لاس په سر شوی، بلکې پر افغانستان د واکمنې نیابتي استخباراتي ډلې له حاکمېدو سره لا زړور او سپین سترګی شوی دی. دا چې په نړۍ کې حاکم پخوانی بین المللي نظم د بدلېدو په حال کې دی، لدې سره جوخت سیمه ییز قدرتونه هم نور ځان پخوانیو بین المللي اصولو او قوانینو ته ژمن نه بولي. تر دې مخکې له دې قوانینو څخه د سرغړاوي حق یوازې له سترو ځواکونو سره و. پاکستان د همدې بدلېونکې نړیوالې فضا په لمن کې د خپل زور د ازمویلو تمرین کوي او د دې بربنډ تېري له لارې د خپلو پراختیا غوښتونکو سیاستونو د عملي کولو خوب ویني. اوس دا له هیچا پټه نده چې لوی قدرتونه، چې په سر کې یې امریکا ده، دغه سیاست د پاکستان د اجرتي پوځي په وسیله پداسې بڼه پر مخ وړي چې لومړی سېمه کې افراطي مذهبي ډلې ځای پر ځای کوي او بیا د دوی ترمنځ تقابل او تعامل په پلمه پدې سېمو لښکرکشي کوي. د افغانستان اکثریت ګوند له نظره د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ دا جنجالونه او نښتي د همدغه کنټرول شوې لوبې او سیاست برخه ده چې دوام یې یوازې د افغانانو په خاوره کې د مظلومو، محکومو او بېوزله خلکو کړاوو، زجر او تکلیف د لا دوامداره کېدو علاوه بل هیڅ پایله نشي لرلی.
1
10
1
35
1,349
په یمن کې د وروستیو پېښو په هکله د افغانستان اکثریت ګوند تبصره د افغانستان د اکثریت ګوند په دې اند دی چې په سیمه که د افراطیت، استعماري قوتونو او د استعماري قوتونو د نیابتي رژیمونو پروړاندې د ولسي غورځنګونو هر ډول مرسته د سیمي د خلکو او روڼ اندو نه یوازې فکري بلکې اخلاقي دنده ده. يمنیان له یوې لسیزې راپدیخوا د اقتصادي بندیزونو او محاصرې لاندې دي چې په یمن کې د بشري ناورین لامل شوي او یمنیان حق لري چې دغه حصار مات او د یمن دغه بشري ناورین ختم کړي. بشپړه تبصره په دې لینک کې ولولئ! aksaryat.com/9035/
5
2
24
1,827
امریکا له افغانستان څخه نه ده وتلې، بلکې یوازې یې په افغانستان کې د خپل حضور بڼه بدله کړې ده. د دوحې تړون د افغانستان واک یوې داسې ډلې ته وسپاره چې له فکري پلوه د منځنیو پېړیو استازیتوب کوي. په ظاهره، امریکا او لوېدیځ هېوادونه ادعا کوي چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو په عمل کې همدغه هېوادونه، په ځانګړي ډول امریکا، د طالبانو رژیم ته مالي، سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ برابروي. دا تناقض تصادفي نه دی، بلکې یوه حساب شوې ستراتیژي ده. په دې اړه د افغانستان اکثریت ګوند دریځ په دې لینک کې ولولئ: aksaryat.com/%d8%af-%d8%a7%d…
3
2
31
2,101
Aksaryat اکثریت retweeted
د پېژندګلوۍ نښې او ځانګړتیاوې: ۱ـ نوم: د افغانستان اکثریت ګوند ۲- د افغانستان اکثریت ګوند نښان د افغانستان د طبیعي، تاریخي او تمدني هویت او د ګوند فکري لیدلوري بیانوي. د نښان ټول عناصر په ګډه دا پیغام وړاندې کوي چې د افغانستان اصلي ځواک د افغانانو په طبیعي سرچینو، فرهنګي پانګې، علمي وړتیاوو او تولیدي ظرفیتونو کې نغښتی دی او دا ځواک د ملي یووالي، کار او نوښت له لارې د هېواد د پرمختګ او ځان‌بساینې ته زمینه برابرولی شي. ۱- غرونه او راختونکی لمر: دا دوې نښې د افغانستان د جغرافیایي هویت، تاریخي مقاومت او راتلونکي لید استازیتوب کوي. غرونه د دې غرنۍ هېواد د طبیعي عظمت، پټو ظرفیتونو او نه ماتېدونکي هویت نښه ده، او راختونکی لمر د بدلون، د نوي پړاو، ملي بیدارۍ، نوښت او پرمختګ پیغام رسوي. ۲- د غنمو وږي: د نښان په دواړو غاړو کې د غنمو وږي نه یوازې د هېواد د رزق، آبادۍ، زراعتي هویت او ځان‌بساینې نښه ګڼل کېږي، بلکې د افغانستان د تاریخي دولتدارۍ له مهمو سمبولونو څخه هم دی. په نښان کې د غنمو د دواړو وږو څلور دېرش دانې د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو د ملي یووالي، برابر ارزښت او ګډ برخلیک استازیتوب کوي. ۳- خامک: د غنمو د وږو لاندې د خامک تسلسل د افغانستان د ښځینه ونډې او دودیز نساجي صنعت استازیتوب کوي. خامک د افغان ښځو د لاسي کار، مهارت او زحمت هغه میراث دی چې د نسلونو په اوږدو کې یې فرهنګي ارزښتونه ساتلي دي. په نښان کې خامک دا پیغام وړاندې کوي چې فرهنګ یوازې د ساتنې وړ میراث نه، بلکې د تولید، نوښت او صنعت یوه برخه ده. د نساجۍ او نورو فرهنګي صنعتونو وده کولای شي د ښځو د اقتصادي ونډه او ملي پرمختګ پیاوړې کړي. ۴- د ماشین ګرارۍ: د نښان په لاندې برخه کې د ماشین ګرارۍ د کارګر د لاس، پوهې او زحمت هغه ځواک څرګندوي چې طبیعي سرچینې په تولیدي ارزښت بدلوي. ګرارۍ دا پیغام وړاندې کوي چې د افغانستان دوامدار پرمختګ یوازې تر خامو سرچینو پورې ندی تړلی، بلکې د صنعت، نوښت، مسلکي کار او تولیدي ظرفیتونو په پیاوړتیا ته هم ضروري اړتیا لري. ۵- د غره لمنې: د نښان په منځ کې د غرونو لمنې د افغانستان د طبیعي منظرو، حاصلخیزو ورشوګانو او پټ ظرفیتونه تداعي کوي. دا لمنې د دې غرنۍ هېواد هغه سرچینې او فرصتونه تمثیلوي چې د علم، کار او نوښت له لارې د آبادۍ او پرمختګ په لور کارول کېدای شي. ۶- د مصنوعي ځیرکتیا/تکنالوژۍ نښه: د غره د لمنو په کرښو کې پټ هندسي جوړښت د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي بدلون او نوې ټکنالوژۍ سمبولیکه نښه ده. دا جوړښت څرګندوي چې افغانستان باید د خپل تاریخي هویت او طبیعي ظرفیتونو په ساتلو سره، د علم، نوښت، ټکنالوژۍ او معاصر فکر پر بنسټ د راتلونکي پر لور حرکت وکړي. د طبیعت له بڼو سره د ټکنالوژۍ د نښو دا یو ځای والی د دې پیغام څرګندونه کوي چې د هېواد پرمختګ هغه مهال پیاوړی او پایدار کېدای شي چې خپلې تاریخي ریښې د نوي عصر له امکاناتو او علمي پرمختګونو سره همغږې کړي. ۳- د ګوند د بیرغ رنګ پوخ لاجوردي دی چې: ۱. دا رنګ یې د افغانستان د بدخشان له تاریخي لاجوردو څخه الهام اخلي، چې د زرګونوکلونو راهیسې د هېواد د لرغوني هویت، سوداګریزو اړیکو او تمدني ونډې یوه نښه ګڼل کېږي. همدارنګه دغه رنګ د ملي وقار، ثبات، باور او ژور فکر استازیتوب کوي. لاجوردي رنګ دا پیغام رسوي چې د افغانستان تاریخي میراث او ملي ظرفیتونه باید د پوهې، نوښت او عقلانیت له لارې د یوه روښانه او باوقاره راتلونکي لپاره وکارول شي. ۲. د اکثریت ګوند د بیرغ په منځنۍ برخه کې ګوندي نښان ځای پرځای شوی دی.
3
9
1
34
1,419
Aksaryat اکثریت retweeted
۱- نام: حزب اکثریت افغانستان ۲- نشان حزب اکثریت افغانستان، بیانگر هویت طبیعی، تاریخی و تمدنی افغانستان و بازتاب‌دهندهٔ دیدگاه فکری حزب است. تمامی عناصر این نشان در کنار هم این پیام را منتقل می‌کنند که نیروی واقعی افغانستان در مردم آن، منابع طبیعی، سرمایه‌های فرهنگی، ظرفیت‌های علمی و توانمندی‌های تولیدی آن نهفته است و از رهگذر وحدت ملی، کار و نوآوری، می‌توان زمینهٔ پیشرفت، توسعه و خودکفایی کشور را فراهم ساخت. ۱- کوه‌ها و خورشید در حال طلوع: این دو نماد، نمایانگر هویت جغرافیایی افغانستان، پایداری تاریخی و چشم‌انداز آیندهٔ کشور هستند. کوه‌ها، نشانهٔ عظمت طبیعی، ظرفیت‌های نهفته و هویت استوار و شکست‌ناپذیر این سرزمین کوهستانی‌اند و خورشید در حال طلوع، پیام‌آور تحول، آغاز مرحله‌ای نو، بیداری ملی، نوآوری و پیشرفت است. ۲- خوشه‌های گندم: خوشه‌های گندم در دو سوی نشان، افزون بر آن‌که نماد روزی، آبادانی، هویت زراعتی و خودکفایی کشور به‌شمار می‌روند، از مهم‌ترین نمادهای تاریخی دولت‌داری افغانستان نیز محسوب می‌شوند. در این نشان، سی‌وچهار دانهٔ خوشهٔ گندم، نمایانگر سی‌وچهار ولایت افغانستان و بیانگر وحدت ملی، برابری ارزش و سرنوشت مشترک همهٔ ولایت‌های کشور است. ۳- خامک‌دوزی: تداوم نقش خامک‌دوزی در بخش پایین خوشه‌های گندم، بیانگر نقش زنان افغانستان و صنعت سنتی نساجی کشور است. خامک‌دوزی، میراث ارزشمند کار دستی، مهارت و تلاش زنان افغان است که در طول نسل‌ها ارزش‌های فرهنگی این سرزمین را حفظ کرده‌اند. حضور این عنصر در نشان، این پیام را می‌رساند که فرهنگ تنها میراثی برای حفاظت نیست، بلکه بخشی از تولید، نوآوری و صنعت نیز به‌شمار می‌رود و توسعهٔ صنعت نساجی و سایر صنایع فرهنگی می‌تواند نقش اقتصادی زنان و روند پیشرفت ملی را تقویت کند. ۴- چرخ‌دهندهٔ/گراری ماشین: گراری ماشین در بخش پایینی نشان، نماد توان، دانش و تلاش نیروی کار است که منابع طبیعی را به ارزش تولیدی تبدیل می‌کند. این نماد بیانگر آن است که پیشرفت پایدار افغانستان تنها بر منابع خام متکی نیست، بلکه به توسعهٔ صنعت، نوآوری، کار تخصصی و تقویت ظرفیت‌های تولیدی وابسته است. ۵- دامنه‌های کوه: دامنه‌های کوه در بخش میانی نشان، تداعی‌کنندهٔ مناظر طبیعی، دشت‌های حاصل‌خیز و ظرفیت‌های نهفتهٔ افغانستان است. این دامنه‌ها، نماد فرصت‌ها و منابع ارزشمند این سرزمین کوهستانی‌اند که با اتکا به دانش، کار و خلاقیت می‌توان آن‌ها را در مسیر آبادی و پیشرفت به‌کار گرفت. ۶- نماد هوش مصنوعی و تکنالوژی: ساختار هندسی نهفته در خطوط دامنه‌های کوه، نمادی از هوش مصنوعی، تحول دیجیتال و فناوری‌های نوین است. این ساختار بیانگر آن است که افغانستان باید در کنار پاسداری از هویت تاریخی و ظرفیت‌های طبیعی خود، بر بنیاد دانش، نوآوری، تکنالوژی و اندیشهٔ معاصر به‌سوی آینده گام بردارد. به کارگیری هم‌زمان نمادهای فناوری با جلوه‌های طبیعت، این پیام را منتقل می‌کند که توسعهٔ پایدار و نیرومند کشور زمانی تحقق می‌یابد که ریشه‌های تاریخی آن با فرصت‌های عصر نو و پیشرفت‌های علمی هماهنگ گردد. ۳- رنگ بیرق حزب، لاجوردی تیره است که: ۱- رنگ آن از لاجوردهای تاریخی بدخشان افغانستان الهام گرفته است؛ لاجوردی که هزاران سال است به‌عنوان نمادی از هویت کهن، پیوندهای تجارتی و سهم تمدنی افغانستان شناخته می‌شود. این رنگ همچنین نمایانگر وقار ملی، ثبات، اعتماد و تفکر عمیق است و این پیام را می‌رساند که میراث تاریخی و ظرفیت‌های ملی افغانستان باید از طریق دانش، نوآوری و عقلانیت، در خدمت ساختن آینده‌ای روشن، باعزت و سرافراز قرار گیرد. ۲- در قسمت وسط آن نشان حزب جابه‌جا گردیده است.
16
9
2
51
3,899
د پېژندګلوۍ نښې او ځانګړتیاوې: ۱ـ نوم: د افغانستان اکثریت ګوند ۲- د افغانستان اکثریت ګوند نښان د افغانستان د طبیعي، تاریخي او تمدني هویت او د ګوند فکري لیدلوري بیانوي. د نښان ټول عناصر په ګډه دا پیغام وړاندې کوي چې د افغانستان اصلي ځواک د افغانانو په طبیعي سرچینو، فرهنګي پانګې، علمي وړتیاوو او تولیدي ظرفیتونو کې نغښتی دی او دا ځواک د ملي یووالي، کار او نوښت له لارې د هېواد د پرمختګ او ځان‌بساینې ته زمینه برابرولی شي. ۱- غرونه او راختونکی لمر: دا دوې نښې د افغانستان د جغرافیایي هویت، تاریخي مقاومت او راتلونکي لید استازیتوب کوي. غرونه د دې غرنۍ هېواد د طبیعي عظمت، پټو ظرفیتونو او نه ماتېدونکي هویت نښه ده، او راختونکی لمر د بدلون، د نوي پړاو، ملي بیدارۍ، نوښت او پرمختګ پیغام رسوي. ۲- د غنمو وږي: د نښان په دواړو غاړو کې د غنمو وږي نه یوازې د هېواد د رزق، آبادۍ، زراعتي هویت او ځان‌بساینې نښه ګڼل کېږي، بلکې د افغانستان د تاریخي دولتدارۍ له مهمو سمبولونو څخه هم دی. په نښان کې د غنمو د دواړو وږو څلور دېرش دانې د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو د ملي یووالي، برابر ارزښت او ګډ برخلیک استازیتوب کوي. ۳- خامک: د غنمو د وږو لاندې د خامک تسلسل د افغانستان د ښځینه ونډې او دودیز نساجي صنعت استازیتوب کوي. خامک د افغان ښځو د لاسي کار، مهارت او زحمت هغه میراث دی چې د نسلونو په اوږدو کې یې فرهنګي ارزښتونه ساتلي دي. په نښان کې خامک دا پیغام وړاندې کوي چې فرهنګ یوازې د ساتنې وړ میراث نه، بلکې د تولید، نوښت او صنعت یوه برخه ده. د نساجۍ او نورو فرهنګي صنعتونو وده کولای شي د ښځو د اقتصادي ونډه او ملي پرمختګ پیاوړې کړي. ۴- د ماشین ګرارۍ: د نښان په لاندې برخه کې د ماشین ګرارۍ د کارګر د لاس، پوهې او زحمت هغه ځواک څرګندوي چې طبیعي سرچینې په تولیدي ارزښت بدلوي. ګرارۍ دا پیغام وړاندې کوي چې د افغانستان دوامدار پرمختګ یوازې تر خامو سرچینو پورې ندی تړلی، بلکې د صنعت، نوښت، مسلکي کار او تولیدي ظرفیتونو په پیاوړتیا ته هم ضروري اړتیا لري. ۵- د غره لمنې: د نښان په منځ کې د غرونو لمنې د افغانستان د طبیعي منظرو، حاصلخیزو ورشوګانو او پټ ظرفیتونه تداعي کوي. دا لمنې د دې غرنۍ هېواد هغه سرچینې او فرصتونه تمثیلوي چې د علم، کار او نوښت له لارې د آبادۍ او پرمختګ په لور کارول کېدای شي. ۶- د مصنوعي ځیرکتیا/تکنالوژۍ نښه: د غره د لمنو په کرښو کې پټ هندسي جوړښت د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي بدلون او نوې ټکنالوژۍ سمبولیکه نښه ده. دا جوړښت څرګندوي چې افغانستان باید د خپل تاریخي هویت او طبیعي ظرفیتونو په ساتلو سره، د علم، نوښت، ټکنالوژۍ او معاصر فکر پر بنسټ د راتلونکي پر لور حرکت وکړي. د طبیعت له بڼو سره د ټکنالوژۍ د نښو دا یو ځای والی د دې پیغام څرګندونه کوي چې د هېواد پرمختګ هغه مهال پیاوړی او پایدار کېدای شي چې خپلې تاریخي ریښې د نوي عصر له امکاناتو او علمي پرمختګونو سره همغږې کړي. ۳- د ګوند د بیرغ رنګ پوخ لاجوردي دی چې: ۱. دا رنګ یې د افغانستان د بدخشان له تاریخي لاجوردو څخه الهام اخلي، چې د زرګونوکلونو راهیسې د هېواد د لرغوني هویت، سوداګریزو اړیکو او تمدني ونډې یوه نښه ګڼل کېږي. همدارنګه دغه رنګ د ملي وقار، ثبات، باور او ژور فکر استازیتوب کوي. لاجوردي رنګ دا پیغام رسوي چې د افغانستان تاریخي میراث او ملي ظرفیتونه باید د پوهې، نوښت او عقلانیت له لارې د یوه روښانه او باوقاره راتلونکي لپاره وکارول شي. ۲. د اکثریت ګوند د بیرغ په منځنۍ برخه کې ګوندي نښان ځای پرځای شوی دی.
3
9
1
34
1,419
۱- نام: حزب اکثریت افغانستان ۲- نشان حزب اکثریت افغانستان، بیانگر هویت طبیعی، تاریخی و تمدنی افغانستان و بازتاب‌دهندهٔ دیدگاه فکری حزب است. تمامی عناصر این نشان در کنار هم این پیام را منتقل می‌کنند که نیروی واقعی افغانستان در مردم آن، منابع طبیعی، سرمایه‌های فرهنگی، ظرفیت‌های علمی و توانمندی‌های تولیدی آن نهفته است و از رهگذر وحدت ملی، کار و نوآوری، می‌توان زمینهٔ پیشرفت، توسعه و خودکفایی کشور را فراهم ساخت. ۱- کوه‌ها و خورشید در حال طلوع: این دو نماد، نمایانگر هویت جغرافیایی افغانستان، پایداری تاریخی و چشم‌انداز آیندهٔ کشور هستند. کوه‌ها، نشانهٔ عظمت طبیعی، ظرفیت‌های نهفته و هویت استوار و شکست‌ناپذیر این سرزمین کوهستانی‌اند و خورشید در حال طلوع، پیام‌آور تحول، آغاز مرحله‌ای نو، بیداری ملی، نوآوری و پیشرفت است. ۲- خوشه‌های گندم: خوشه‌های گندم در دو سوی نشان، افزون بر آن‌که نماد روزی، آبادانی، هویت زراعتی و خودکفایی کشور به‌شمار می‌روند، از مهم‌ترین نمادهای تاریخی دولت‌داری افغانستان نیز محسوب می‌شوند. در این نشان، سی‌وچهار دانهٔ خوشهٔ گندم، نمایانگر سی‌وچهار ولایت افغانستان و بیانگر وحدت ملی، برابری ارزش و سرنوشت مشترک همهٔ ولایت‌های کشور است. ۳- خامک‌دوزی: تداوم نقش خامک‌دوزی در بخش پایین خوشه‌های گندم، بیانگر نقش زنان افغانستان و صنعت سنتی نساجی کشور است. خامک‌دوزی، میراث ارزشمند کار دستی، مهارت و تلاش زنان افغان است که در طول نسل‌ها ارزش‌های فرهنگی این سرزمین را حفظ کرده‌اند. حضور این عنصر در نشان، این پیام را می‌رساند که فرهنگ تنها میراثی برای حفاظت نیست، بلکه بخشی از تولید، نوآوری و صنعت نیز به‌شمار می‌رود و توسعهٔ صنعت نساجی و سایر صنایع فرهنگی می‌تواند نقش اقتصادی زنان و روند پیشرفت ملی را تقویت کند. ۴- چرخ‌دهندهٔ/گراری ماشین: گراری ماشین در بخش پایینی نشان، نماد توان، دانش و تلاش نیروی کار است که منابع طبیعی را به ارزش تولیدی تبدیل می‌کند. این نماد بیانگر آن است که پیشرفت پایدار افغانستان تنها بر منابع خام متکی نیست، بلکه به توسعهٔ صنعت، نوآوری، کار تخصصی و تقویت ظرفیت‌های تولیدی وابسته است. ۵- دامنه‌های کوه: دامنه‌های کوه در بخش میانی نشان، تداعی‌کنندهٔ مناظر طبیعی، دشت‌های حاصل‌خیز و ظرفیت‌های نهفتهٔ افغانستان است. این دامنه‌ها، نماد فرصت‌ها و منابع ارزشمند این سرزمین کوهستانی‌اند که با اتکا به دانش، کار و خلاقیت می‌توان آن‌ها را در مسیر آبادی و پیشرفت به‌کار گرفت. ۶- نماد هوش مصنوعی و تکنالوژی: ساختار هندسی نهفته در خطوط دامنه‌های کوه، نمادی از هوش مصنوعی، تحول دیجیتال و فناوری‌های نوین است. این ساختار بیانگر آن است که افغانستان باید در کنار پاسداری از هویت تاریخی و ظرفیت‌های طبیعی خود، بر بنیاد دانش، نوآوری، تکنالوژی و اندیشهٔ معاصر به‌سوی آینده گام بردارد. به کارگیری هم‌زمان نمادهای فناوری با جلوه‌های طبیعت، این پیام را منتقل می‌کند که توسعهٔ پایدار و نیرومند کشور زمانی تحقق می‌یابد که ریشه‌های تاریخی آن با فرصت‌های عصر نو و پیشرفت‌های علمی هماهنگ گردد. ۳- رنگ بیرق حزب، لاجوردی تیره است که: ۱- رنگ آن از لاجوردهای تاریخی بدخشان افغانستان الهام گرفته است؛ لاجوردی که هزاران سال است به‌عنوان نمادی از هویت کهن، پیوندهای تجارتی و سهم تمدنی افغانستان شناخته می‌شود. این رنگ همچنین نمایانگر وقار ملی، ثبات، اعتماد و تفکر عمیق است و این پیام را می‌رساند که میراث تاریخی و ظرفیت‌های ملی افغانستان باید از طریق دانش، نوآوری و عقلانیت، در خدمت ساختن آینده‌ای روشن، باعزت و سرافراز قرار گیرد. ۲- در قسمت وسط آن نشان حزب جابه‌جا گردیده است.
16
9
2
51
3,899
Aksaryat اکثریت retweeted
د امریکايي جهاد درېیمه څپه د دوحې له شرموونکي تړون څلور څځه کاله وروسته، یوه موضوع د لمر په څېر روښانه ده: امریکا له افغانستان څخه نه ده وتلې، بلکې یوازې یې په افغانستان کې د خپل حضور بڼه بدله کړې ده. د دوحې تړون د افغانستان واک یوې داسې ډلې ته وسپاره چې له فکري پلوه د منځنیو پېړیو استازیتوب کوي. په ظاهره، امریکا او لوېدیځ هېوادونه ادعا کوي چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو په عمل کې همدغه هېوادونه، په ځانګړي ډول امریکا، د طالبانو رژیم ته مالي، سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ برابروي. دا تناقض تصادفي نه دی، بلکې یوه حساب شوې ستراتیژي ده. د دې بې‌رحمانه پاراډوکس موخه روښانه ده: افغانستان باید تل بې‌ثباته، کمزوری، د افراطي ډلو په لاس کې خو د امریکا تر څار او مدیریت لاندې پاتې شي، څو د واشنګټن د سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي اجنډاوو لپاره وکارول شي. اکثریت وروستي تحولات له نیږدې څاري او دې پایلې ته رسېدلی چې یوه ډېره خطرناکه سناریو روانه ده. داسې ښکاري چې امریکا، د خپل پخواني سیمه‌ییز ملګري پاکستان په همغږۍ په افغانستان او سیمه کې د یوې نوې جهادي څپې د پیل لپاره زمینه برابروي. چې موږ یې د امریکايي جهاد درېیمه څپه بولو. هغه افغانان چې په وطن او سیمه کې روان سیاسي بدلونونه له نیږدې څاري د دې نوې پروژې نښې نښانې کتلی شي. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان له‌خوا پر کابل او د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو بمبارد په دې پلمه چې ګواکې د TTP پټنځایونه په افغانستان کې دي یوازې یو پوځي اقدام نه و، بلکې د یوه نوي بهیر او روایت پیل و. دا د روایت جوړونې یو رسنیز او دیپلوماتیک تمرین و او موخه یې دا وه چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم د مرکز په توګه معرفي کړي. له دې عملیاتو وروسته په دوحه او استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تش په نامه مذاکرات ترسره شول څو همدا روایت پیاوړی کړي: دا چېTTP په افغانستان کې ده او یو ستر سیمه‌ییز ګواښ بلل کېږي. په ورته وخت کې، طالبان ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري، د پاکستان د پوځ له ملاتړ برخمن دی او د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد فعالیت کوي. چین، روسیه، ایران او ازبکستان هم ورته اندېښنې لري او وایي چې د دغو هېوادونو افراطي اتباع د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مېشت دي. حتا ازبکستان د غزې لپاره د ټرمپ د سولې پلان کې د شاملېدو اساسي علت د افغانستان له اړخه د احتمالي تررویستي ګواښ څخه د ځان خوندي کولو هڅه وګڼله. دا پدې معنا ده چې زموږ شمالي ګاونډیان دا هر څه څاري او پوهېږي چې د امریکايي جهاد د درېیمې څپې څخه د ځان ساتلو یوه لار امریکا سره د شرایطو مطابق سر خوځول دي او دا یقیني دي چې دا څپه را روانه ده. دا متقابل تورونه تصادفي نه دي، بلکې په افغانستان او سیمه کې د امریکايي جهاد د درېیمې څپې د طرحې لومړني ګامونه دي. دا طرحه هغه مهال نوره هم روښانه شوه، کله چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې په کابل کې د طلوع تلویزیون له لارې یوه اوږده او له مخکې تنظیم شوې مرکه ترسره کړه. خلیلزاد له ۲۰۲۱ کال راهیسې رسمي دنده نه لري، او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته یې هڅه کوله چې بېرته د امریکا په اداره کې په دنده وګمارل شي. خو د وروستیو میاشتو نوی خبر دا دی چې نوموړی پرته له هېڅ کوم رسمي موقفه، خو له څرګند نفوذ سره یو ځل بیا راڅرګند شوی دی. زلمی خلیلزاد د خلیج هېوادونو او کابل ترمنځ تګ راتګ کوي او د اکثریت د معلوماتو له مخې دا مهال یې دفتر په اماراتو کې دی. له طلوع تلویزیون سره د خلیلزاد په مرکه کې د پام وړ خبره یوازې د مرکې محتوا نه وه، بلکې د مرکې ځای او شرایط هم ول. دا مرکه د طالبانو له اجازې پرته تنظیم شوې وه او خلیلزاد پکې په تلویحي ډول د امریکا داسې کرښې وړاندې کړې چې د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخندزاده، له سیاستونو او دریځونو سره په بشپړ ټکر کې دي. هغه وویل چې طالبان باید له پاکستان سره د امنیتي تړون لپاره مذاکرات وکړي، چې پکې دTTP او داعش ټولې مسئلې شاملې وي. موږ پوهېږو چې دا د کابل د فریب لپاره یوه پخوانۍ او ناکامه نسخه ده. د تېر جمهوریت په دوران کې دې ته ورته مذاکرات شل کاله د امریکا په تشویق د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترسره شول، خو پایله یې یوازې ناورین و. ددغه ډول فرمایشي مذاکراتو اصلي موخه د ستونزو حل نه دی، بلکې د کابل مصروف ساتل دي؛ دا چې کابل په نه ختمېدونکو او بې‌پایلو پروسو کې ښکېل وساتل شي، څو افراطي ډلې بیا منظمې شي او د کنټرول شوې بې‌ثباتۍ لپاره په افغانستان کې خپل عملیات دوام ورکړي. په مرکه کې خلیلزاد افغانستان او سیمې ته د داعش په بالقوه خطر ټینګار کاوه. هغه په ډېرې بې‌پروایۍ وویل چې که د امریکا سفارت بېرته په کابل کې پرانیستل شي، نو امریکايي ځواکونه به هم بېرته راستانه شي تر څو د سفارت امنیت خوندي کړي. هغه دا خبره د کابل په زړه کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې تلویزیون کې وکړه او د طالبانو د احتمالي غبرګون پروا یې ونه کړه. وروسته دا هم ثابته شوه چې طالبانو د خلیلزاد خبرو ته هېڅ عکس‌العمل ونه ښود. خلیلزاد د طالبانو اوسنی رژیم نامشروع وباله، د ټاکنیز نظام غوښتنه یې وکړه، د غیرطالب افغانانو د ګډون خبرې یې وکړې، د بهرمېشتو افغان سیاسي څېرو د بیا منظمېدو حق یې ومانه (تر هغو چې جګړه ونه کړي)، او د امریکا له لوري د افغانستان پر دوامداره هوايي څارنې یې ټینګار وکړ. د خلیلزاد دا څرګندونې د هغه له دریځ سره چې په تېرو شپږو کلونو کې یې پرې ټینګار کاوه، په ښکاره تناقض کې دي. خلیلزاد او د امریکا ادارې همدا غوښتنې پخوا رد کړې وې. هغوی پر تبعید شوو افغان سیاستوالو ملنډې وهلې، د ټاکنیز نظام مخالفت یې کاوه، او په عملي ډول یې د خلکو پر استازیتوب ولاړ سیسټمونه کمزوري کړل. د خلیلزاد دغه کرښې په بشپړ ډول د پاکستان د نظامي–سیاسي جوړښت له اوسنیو موخو سره سمون لري ځکه کټ مټ همدغه کرښې د افغانستان په اړه پاکستاني چارواکي هم وايي. خلیلزاد په ورته په وار وار په خپل اېکس پاڼه باندې عمران خان سره، چې دم ګړۍ د پاکستان په زندان کې پروت دی، هم همدردي ښودلې وه. خلیلزاد دا خبره په ښکاره توګه کوي چې پاکستان کې باید عمران خان واک ته راشي او له طالبانو سره په ګډه د ډیورنډ مسئله حل کړي. د امریکا په څېر یرغلګر ځواک لپاره د ډیورنډ د مسئلې حل دا دی چې کابل کې ناست واکمن باید د ډیورنډ کرښه په رسمی توګه ومني. خلیلزاد د نورو ډېرو موخو سره ګډ، د دې لپاره هم کار کوي. اکثریت ته داسې معلومات رسېدلي چې د خلیلزاد د ټیم شاوخوا ته ځینې کوچنۍ ډلې بېرته منظمېږي، دNGO ګانو تر نامه لاندې فعالیت پیلوي، او په رسنیو، کنفرانسونو او عامه پوهاوي کې هماغه خبرې خپروي چې خلیلزاد په طلوع تلویزیون کې مطرح کړې وې. دا بې‌ضرره مدني فعالیت نه دی، بلکې د امریکايي جګړې د انساني ښودلو لپاره د همدېNGO ګانو بېرته ایجاد او فعالول دي. خلیلزاد دا پنځه ټکي د کابل په زړه کې، د هبت‌الله تر واک لاندې اعلان کړل. په داسې حال کې چې پوهېده دا خبرې د طالبانو د رژیم د بقا لپاره ګواښ دي. دا کرښې اصلا د امریکا د ادارې په محوریت د پاکستان، جنګسالارانو، NGO يي سیاستوالو او ځینو لیبرالو افغانانو د ائتلاف منشور دی. خو د اکثریت لپاره دا نسخه پخوانۍ، ناکامه او مردوده ده. دا له بُن څخه راوروسته د سیاست سناریو ته ورته ده، خو دا ځل به لا ډېر ګډوډ، لا ډېر بې‌رحمه او لا ډېر ویجاړوونکی وي. اکثریت دا روان بهیر یوه نوې هڅه بولي، چې موخه یې دا ده افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو د جګړې په ډګر بدل شي. زموږ پیغام افغان ملتپالو او روڼ‌اندو ته روښانه دی: د ۲۰۰۱ کال د بُن د ناکامې نسخې د تکرار وسوسې ته زړه مه ښه کوئ. له دې نوې پالش شوې ژبې، بهرنیو اجنډاوو، کنفرانسونو او NGO يي سیاست څخه ځانونه لرې وساتئ. دا لاره د ثبات او خپلواکۍ پر لور نه ځي، بلکې د بې‌ثباتۍ وسیله ده. په دې بهیر کې ګډون کول، په اصل کې، د امریکايي جهاد د درېیمې څپې د افغان‌وژنې په بهیر کې ګډون کول دي. غوره دا ده چې خپله انرژي د داخلي بحث، انسجام او ملي تفاهم لپاره وکاروئ. هغه بحث چې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، نه د پردیو پر سناریوګانو. په ۲۰۰۱ کال کې ډېرو وطنپالو پر امریکا او د هغوی په نسخو باندې باور کې ستره تېروتنه وکړه. دا تېروتنه باید بیا تکرار نه شي.
32
12
2
108
23,241