
🎓@covcampus|Engineer👨💻| CWC & U19WC Presenter 🏏| RT+Like+Follow≠endorsement
London / Kabul
Joined December 2012
- Tweets13.5K
- Following647
- Followers12K
- Likes11.1K
Pinned Tweet
I’m proud to announce that I have won the “Student of the year award” at @covcampus, from not being able to speak a word of English in year 10 @AlecReedAcademy to achieving a first class degree n #Engineering @covunieec and #StudentOfTheYear 🏆 was just dream! #Blessed #CovUni
A superb innings from Afghanistan’s rising star, Sediq Atal, an impressive Test century followed by an ODI century. well played young man.
Via @ACBofficials
#AFGvZIM #AfghanistanCricket
I just find astonishing how some can blame the Afghan Cricket team directly for policies over which they have no authority or influence.. The players themselves have been vocal about the very issues, far more than then ECB’s diabolical stance. The Afghan Cricket Board is not running the country!
One can firmly oppose policies that deny women their fundamental rights. It should not require taking away the joy and representation of an entire nation @WisdenCricket @Katya_Wisden
Bashir Gharwal غروال retweeted
What a remarkable fightback from Afghanistan! From a seemingly losing position to securing a draw in the one-off Test against Bangladesh, Sediq, Rahmat, Yamin and Qais’s performance was a testament to patience, resilience, and temperament. Probably Afghanistan’s best Test outing so far 💯
#AFGvBAN #BANvAFG
افرین افغانستان 👏
ټیسټ کرکټ وخت، تجربه، ذهنیت، حوصله، فزیکي غښتلتیا، وړتیا او تخنیک غواړي. سوال دا دی چې دا ټول د نهو کلونو په اوږدو کې د ۱۴ لوبو په کولو سره څومره ترلاسه کیږي؟
د افغانستان د ټیسټ کرکټ ارزونه له دغې مودې او لوبیزې تجربې وکړئ. دې ته په کتو او د بعضو مجربو لوبغاړو په نه شتون کې، د بنګله دېش خلاف افغان لوبډلې عالي لوبه وکړه (دا په دې معنی نه ده چې نیمګړتیاوې نه وې). په ځانګړې توګه په دویمه پاڼۍ کې په توپ وهنه کې د رحمت، صدیق، یمین او قیس مقاومت کول او د یوې نسبت پیاوړې لوبډلې خلاف باېللې لوبه ډرا کول.
ښه دا وه چې افغانستان پوره پنځه ورځې لوبه وکړه، ۵۸۰ زیاتې منډې یې جوړې کړې، او بعضو لوبغاړو واقیعاً د ټیسټ فارمټ لوبه وکړه. چټک توپ اچوونکي که څه هم ښه وځلېدل خو د بنګله دېش پرتله زموږ دواړه ورو او چټک توپ اچوونکي کمزوري وو، د ټیسټ مجرب بالران (په تیره بیا چټک) پاملرنه او پانګونه غواړي. په ورو توپ اچونه کې مو لکه د تیرو ټیسټ سیالیو، په دې لوبه کې هم د لاین او لینګت ستونزه ښکاره وه، که څه هم ویشتنځای شاید ورو توپ اچونې ته دومره مناسب نه وو، خو موږ هم د پام وړ توپ اچونه ونه کړه.
موږ لکه د سپین بال فارمټونو کې، په سور بال کې هم د سټراېک ریټ لویه ستونزه لرو. په دویمه پاڼۍ به یې ځکه نقد نه کوو چې لوبه د ډرا په ذهنیت کېدله، ځکه شاید ډاټ بالونه ډیر وو. خو که لومړۍ پاڼۍ ته وګورو زموږ تر ټولو زیات سټراېک ریټ نږدې 55 وو، ورپسې 51 او نور ټول له 50 کم، دا په داسې حال کې چې موږ باید د مقابل لوري 346 منډې پوره کړې وې، په معاصر کرېکټ کې دا سټرایک ریټ ډیر کم دی، که په همدې لوبه کې د بنګله دېش لومړۍ پاڼۍ ته وګورو، د تنزید سټرایک ریټ 117 وو چې تر ټولو زیاتې 83 منډې یې کړې وې، ورپسې 69، 60، 59 او 55 سټرایک ریټ سره لوبغاړو لوبه کړې، دویمه پاڼۍ یې همداسې.
اصلي موضوع په افغان لوبډله کې د بعضو کلیدو لوبغاړو نه شتون وو، د افغانستان د ټیسټ کرکټ راتلونکې لپاره همدا لویه اندیښنه ده، کله چې ستا بعضې مجرب لوبغاړي بغیر له کومې وجې د کرکټ دې اصیل فارمټ ته نه حاضریږي، څنګه ځوان لوبغاړي دې فارمټ ته لیوالتیا پیدا کړي او خپل راتلونکی پکې وګوري؟ دې ستونزې ته باید پاملرنه وشي، که نه نو څو کاله وروسته به د زمبابوی او ایرلینډ خلاف هم لوبه تر درې ورځو ونه غځوئ.
#AFGvBAN #BANvAFG
What a remarkable fightback from Afghanistan! From a seemingly losing position to securing a draw in the one-off Test against Bangladesh, Sediq, Rahmat, Yamin and Qais’s performance was a testament to patience, resilience, and temperament. Probably Afghanistan’s best Test outing so far 💯
#AFGvBAN #BANvAFG
What a remarkable fightback from Afghanistan! From a seemingly losing position to securing a draw in the one-off Test against Bangladesh, Sediq, Rahmat, Yamin and Qais’s performance was a testament to patience, resilience, and temperament. Probably Afghanistan’s best Test outing so far 💯
#AFGvBAN #BANvAFG
That’s one of the finest innings in Afghanistan Test Cricket history. Sediq Atal not only steered the innings to keep Afghanistan hopes alive in the game, but kept the scoreboard ticking, reaching his maiden Test TON 💯
Via @ACBofficials
#AFGvBAN #BANvAFG
د افغانستان غوره لیګ ماکلیت د چا دی؟
د تدارکاتي پروسې په اړه، د اې ټي ډبلیو (ITW) سره د قرارداد مالي او تجارتي جزئیات، د افغانستان کرکټ بورډ لپاره څه مالي او قانوني تضمینونه شته، د لیګ په مهمو مسایلو به وروستۍ فیصله د چا ده..؟ او نورې داسې پوښتنې @hameedshuja د افغانستان غوره لیګ د حقوقي او کاري کمیټې غړي همایون شهاب پوښتلي👇🏽
youtu.be/KXBUIQilO2c?is=BJGx…
#APL @AfghanCricket_A
Delivery of the day from Qais Ahmad brings an end to a fine innings from Najmul Hossain Shanto (82). Bangladesh lead by a whopping 329 at Day 3 stumps. With two days still remaining in the match, the question is whether Afghanistan can withstand the pressure of chasing a target close to 400. I really hope they prove me wrong.
#AFGvBAN #BANvAFG
د لومړۍ پاڼې د پیل سیشن د بنګله دېش او پای د افغانستان وه، ټیسټ همداسې د سیشنونو او سپیلونو لوبه ده چې یوه لوبډله یې باید مشخصې برخې ټارګېټ او راخپلې کړي، اسانه نه ده چې ټول ټیسټ ۴-۵ ورځې دې مسلسل ښه لوبه وشي.
افغانستان له لومړي سیشن وروسته ښه لوبه وکړه، توپ اچونه د ډګر ساتنې مطابق وشوه او پاېله یې هم ورکړه، په وروستیو 133 منډو افغانستان اووه وېکټې واخیستې.
لوبډلمشري او ډګر ساتنه په ټوله کې ښه وه. که بنګله دېش سبا تر 340 منډو محدود شي او افغانستان په توپ وهنه کې یوه ورته پاڼۍ ولري، لوبه به جالبه وي.
#AFGvBAN #ACA #BANvAFG















