بدری جانان retweeted
د متحدې جبهې مشر، سميع سادات: طالبانو سرحد(فرضي کرښه) ډېر کلک تړلی او ډېر تمرکز یې پرې کړی، اوښتل ترې ډېر سخت دي
د شر او فساد له ډلو څخه، د متحدې جبهې مشر، سميع سادات له خپل افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدايي سره په مکالمه کې د افغان حکومت له لوري د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په کلکو تدابيرو نيولو اعتراف کړی او په خبره یې له کرښې اوښتل ډېر سخت دي.
په ورته مهال، الله داد فدايي بيا سميع سادات ته د خپلو کسانو د منسجم کولو په اړه معلومات ورکوي او څرګندوي چې د سادات له لوري لېږل شوې پیسې او نور امکانات یې د ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په موخه اړونده کسانو ته رسولي.
که څه هم هغه مهال چې فدايي د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو، ګڼو مغرضو رسنيو او اشخاصو د نوموړي د بې ګناهۍ راپورونه خپاره کړل؛ خو اوس څرګنده شوه چې فدايي افغانستان کې د متحدې جبهې د لومړي کس په توګه فعاليت کاوه چې امنيتي ځواکونو د ده پر وخت نيول کېدو سره د يوه لوی شر د پېښېدو مخه نيولې ده.
#هندوکشغږ
بدری جانان retweeted
د بې ګناه نيول کېدو چيغې او حقيقت؛ الله داد فدايي نورستان کې د لاسي بمونو غورځولو او نورو ورانکارو فعاليتونو پلان درلوده
د جمهوريت پر مهال د بېلابېلو ولايتونو امنيه قومندان، الله داد فدايي چې څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو ونيوه په دې غږيزو کليپونو کې ښکاري چې نوموړي د متحدې جبهې په استازيتوب نورستان کې د بېلابېلو ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو هوډ درلوده.
نوموړی له سميع سادات سره په دې مکالمه کې چې هندوکش غږ ترلاسه کړې وايي، چې نورستان کې یې پنځه تنه ګمارلي څو موټرو ته بمونه کېږدي او نور شر جوړونکي فعاليتونه ترسره کړي.
پر دې سربېره هغه نورستان کې هم د ځينو پلانونو په اړه سميع سادات ته معلومات ورکوي.
#هندوکشغږ
بدری جانان retweeted
د پاکستان غلامان څوک دي؟
شل کاله همدې خبیث سادات زموږ مجاهدین په دې نوم په شهادت رسول ګنې چې د پاکستان غلامان دي خو نن هر څه د دوی له خولې واورئ چې د پنجاب غلامان څوک دي؟!
بدری جانان retweeted
د متحدې جبهې افغانستان مېشتی قومندان، الله داد فدايي سميع سادات ته؛ دا روند سبز او ازادۍ جبهې والا خو چېرته يوه دوه ډزه وکړي، بيا فيلمبرداري ترې کوي او نمایشي کارونه کوي
د سميع سادات د جبهې، افغانستان مېشتی قومندان، الله داد فدايي چې اوسمهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی، په خپل غږيز پيغام کې سادات ته څرګندوي چې دوی به د ازادۍ جبهې او د امرالله صالح د زرغون بهير په څېر د ويډيوګانو لپاره دوه ډزه نه کوي؛ بلکې بنسټيز کار به وکړي.
نوموړی پر آزادۍ جبهې او زرغون بهير نيوکه کوي، چې تبليغاتي او نمايشي کارونه ترسره کوي.
#هندوکشغږ
بدری جانان retweeted
د امنيتي ځواکونو لخوا نیول شوي، د جمهوريت امنيه قومندان له پاکستان څخه تر لغمان پورې د وسلو د انتقال او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو پلان درلوده
وروسته له هغه چې امنيتي ځواکونو د جمهوريت پر مهال د بېلابېلو ولايتونو پاتې شوی امنیه قومندان الله داد فدايي ونيوه؛ نو ښکاره شوه چې نوموړي د متحدې جبهې له مشر سميع سادات سره په اړيکه کې و او افغانستان کې د دې جبهې مهم نظامي قومندان ګڼل کېده.
الله داد فدايي، په دې غږيز کليپ کې سميع سادات ته، له پاکستان څخه نورستان او له هغه ځايه تر لغمان پورې د وسلو د انتقال او په ورانکارو فعاليتونو کې د کارونې په موخه معلومات ورکوي.
دوی د نورستان په بېلابېلو ولسواليو کې د خپلو ملګرو د شتون خبره کوي او پر دې بحث کوي چې څنګه یې له يوې ولسوالۍ بلې ته انتقال او تر لغمان پورې ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې د سميع سادات ته مشرۍ لاندې متحدې جبهې تېره اکتوبر مياشت په هېواد کې د ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو يو ستر پلان درلوده چې د تطبيق په موخه يې سميع سادات ان له امريکا څخه پاکستان ته راغلی و.
خو د امینتي ځواکونو پر وخت اقدام د دې جبهې دا شوم پلان خنثی او هېواد کې مېشت د الله داد فدايي په ګډون نور ښکېل کسان یې ونيول شول.
#هندوکشغږ
بدری جانان retweeted
د متحدې جبهې مشر، سميع سادات: ځينې پخواني سپېشل فورس کمانډويان مې پاکستان ته راغوښتي، په وايګل ولسوالۍ کې د يوه غټ کمين اچولو په اړه به ورسره غږېږم
په داسې حال کې چې څرګنده شوه، چې د متحدې جبهې مشر سميع سادات تېره اکتوبر مياشت، له امريکا څخه پاکستان ته راغلی و او غوښتل يې، چې د پاکستاني استخباراتو پر مټ د نورستان پر امتداد له فرضي کرښې څخه هېواد ته وسلې را انتقال او په لغمان او شاوخوا ولايتونو کې خپل شوم اهداف ترسره کړي؛ په يوه غږيز کليپ کې نوموړی د پخوانيو نظاميانو پاکستان ته د ورغوښتو خبره کوي.
سادات له خپل افغانستان مېشتي مهم قومندان، الله داد فدايي سره په تبادله شويو غږيزو کليپونو کې د نورستان د منډول ولسوالۍ د نيولو د پلان په اړه خبرې کوي.
نوموړی همداراز وايي، چې د جمهوريت پر مهال د سپېشل فورس عسکرو ځينې غړي چې د نورستان اوسېدونکي دي، پاکستان ته یې ورغوښتي څو د وايګل ولسوالۍ پر لاره د شر جوړولو د يوه پلان په اړه ورسره خبرې وکړي.
#هندوکشغږ
ویډیو: د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق وایي، داعش ډله له ټیلیګرام او ټیکټاک څخه د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره ګټه اخلي، خو دغه نړیوال شرکتونه په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري نه کوي.
وثیق چې د اوزبېکستان په سمرقند ښار کې یې د «شانګهای پلس» امنیتي غونډې ته وینا کوله، ویلي چې دغه حالت په نړۍواله کچه د داعش د فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.
#طلوعنیوز
بدری جانان retweeted
رئیس عمومی استخبارات خواستار همکاری تلگرام و تیکتاک برای مبارزه با داعش شد
ملا عبدالحق وثیق، رئیس عمومی استخبارات در یک نشست بینالمللی گفته که امارت اسلامی در خط مقدم مبارزه با خوارج داعش قرار دارد و در این زمینه خواستار همکاری است.
آقای وثیق گفته افراد داعش از شبکههای تلگرام و تیکتاک برای برقراری ارتباط، تأمین منابع مالی و تبلیغات استفاده میکنند، اما شرکتهای تلگرام و تیکتاک با مقامات افغان در زمینه مباره با داعش همکاری نمیکنند.
لینک یوتیوب: youtube.com/shorts/jdjCWUo-0…
بدری جانان retweeted
سمیع سادات الله داد فدایي ته: وطن کې مهمات نشته، خو دلته پاکستان کې هر ډول وسلې او مهمات لرو؛ لار راګوره چې درته یې انتقال کړو
هندوکشغږ له خپلو سرچینو د متحدې جبهې د فراري مشر، سمیع سادات غږیز کلېپونه ترلاسه کړی چې نوموړی پهکې د خپلې جبهې مهم افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدایي ته د امکاناتو د رسولو ژمنه کوي.
سادات له نوموړي سره خبرو کې پاکستان کې د شر او فساد ډلو مرکزونو ته په اشارې ټينګار کوي، چې له دغه هېواده ورته هر ډول وسلې او مهمات چمتو کولی شي.
سمیع سادات دغه راز افغانستان ته له پاکستان څخه د وسلو د لېږد لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي. وایي: «وطن کې مهمات نهشته، خو دلته همسایه ملک کې هر څه شته که لاره وي، چې دروایېستوو.»
له بل لوري قومندان الله داد فدایي سمیع سادات ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد ختیځو ولایتونو کې یې د ناامنۍ لپاره جګړهییز مهمات چمتو کړي او پر دې کار کوي چې څنګه یې د نورستان او لغمان لرې پرتو ولسوالیو ته انتقال کړي.
د پاکستان د پوځي استخباراتو په مرسته د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ناامنه کولو لپاره د سیمع سادات د ډلې پلان داسې مهال افشاء کېږي چې نوموړي څو اوونۍ وړاندې ویلي وو، افغانستان کې د جګړې لپاره د پاکستان ملاتړ له ځانه سره نهلري.
#هندوکشغږ
بدری جانان retweeted
#وضاحت
دا خبر په بشپړ ډول جعلي او بې اساسه دی او یواځې د شرعي نظام د دښمنو او مغرضو رسنیو پروپاګند دی.
د خوست ځایي چارواکي:
په صنعتي پارک کې د نږدې ۱۰۰ تولیدي فابریکو د جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه مخته تللې دي.
نن به د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې یو مهم تړون لاسلیک شي.
په دغه تړون کې به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ګډون نور لوړ پوړي چارواکي هم ګډون ولري.
*ورځنی حديث شريف*
*عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهﷺ قَالَ:*
*«لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَسْرِقُ السَّارِقُ حِينَ يَسْرِقُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَا يَشْرَبُ الْخَمْرَ حِينَ يَشْرَبُهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ».*
*(متفق علیه)*










