د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري سره د درملو اتحاديې غړو په ليدنه کې خپلې يو شمېر ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.
د ولایت مرستيال دوی ته ډاډ ورکړ چې اړونده ادارو ته به اصولو او نافذه قوانينو سره سم د ستونزو حل سپارښتنه وکړي.
103
د ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو رئیس او د احتکار مخنيوي او بيو کنټرول نوي مسوول مولوي مطيع الله طلحه د کميسيون غړو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د يادې ناستې پر مهال په ښار او ولسواليو کې د احتکار مخنيوي او بيو کنټرول په موخه په دوامدارو هڅو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
1
2
231
مولوي مطيع الله طلحه د کمیسيون غړو ته سپارښتنه وکړه چې د تېر په څېر په اړونده برخه کې جدي څارنې او قانوني اقدامات تر سره کړي.
1
20
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د ازبکستان د خوړو او درملو ادارې مرستیال ظفربیک قاسیموف سره له دغه هېواد څخه د باکیفیته درملو پر واردولو او سوداګرو ته د تګ راتګ د اسانتیاوو په برابرولو خبرې وکړې.
1
1
217
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د محمد قاسم کاموال په مالي ملاتړ پر ۵۳۳ یتیمو او بېوزله زده کوونکو د ۲۲۹ زره او ۱۹۰ افغانیو په ارزښت نوې جامې وويشل شوې.
دغه مرسته د کار او ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو رياستونو سره په همغږۍ تر سره شوې ده.
189
د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې د ختیځ زون څلورو ولایتونو هغو اوسېدونکو لپاره د وړیا روغتیايي معایناتو ځانګړی مرکز پرانیستل شو چې په ۱۴۰۶ لمریز کال کې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
1
1
274
د ننګرهار ولایت مقام کارپوه انجينر صفي الله صادق په مشرۍ له ګډو ادارو څخه جوړ تخنيکي ټيم په جلال اباد ښار کې د ويالو، پلو لارو او سړکونو د جوړولو له چارو ليدنه او څارنه وکړه.
1
1
300
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د تورخم – جلالاباد لویې لارې پر مسیر د مسافرو، راستنېدونکو کډوالو او ځايي اوسېدونکو لپاره د یوه روغتیايي مرکز خدمات د روغتون کچې ته لوړ شول.
1
2
396
ده وویل، اسلامي امارت د خپلو خلکو حقونو ته ژمن دی او په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې یې هڅې زیاتې کړې دي. د نوموړي په وینا، د مومندرې د اوسېدونکو د غوښتنې له مخې دغه روغتیايي مرکز د روغتون کچې ته لوړ شوی دی.
1
24
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ۴۰ راستنو شويو کورنیو ته د ۳ میلیونه او ۵۶۰ زره افغانیو په ارزښت شیدې ورکوونکې غواوې او اړوند توکي ورکړل شول.
دا مرسته د کډوالو چارو ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي او د APBHO مؤسسې په همکارۍ شوې.
1
1
382






























