Pinned Tweet
تر ټولو خطرناک اشغال د خاورې اشغال نه دی بلکه د اذهانو اشغال دی.
کله چې یو ملت د خپل ځان لپاره فکر کول پرېږدي، سرحدونه یې ښايي لا پر خپل ځای وي، خو ستونزې یې نور تعریفوي، دښمنان یې نور ټاکي او راتلونکی یې نور ورته لیکي.
افغانستان یوازې سیاسي خپلواکۍ ته نه، فکري حاکمیت ته اړتیا لري.
د افغان مفکرینو مرکز هڅه کوی داسې فکري چاپېریال رامنځته کړي چې افغانستان بېرته د خپل ځان لپاره فکر کول زده کړي.
که خپل فکر تولید نه کړو، د نورو د شطرنج پر تخته به یوازې مهرې پاتې شو.
Center For Afghan Thinkers retweeted
د کوکنارو د کرښت د ډېرښت او پېچلي بشري ناورین په اړه د اوفا شبکې اعلامیه
د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو په هېواد کې د مخدره توکو د کرښت د زیاتوالي او د بېدرنګه لوږې پر ناورین پرده پورته کړې ده. د راپورونو له مخې، په راتلونکي ژمي کې به څه باندې ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ وي.
د دغه پېچلي بشري ناورین په اړه د اوفا شبکې دریځ په لاندې ډول دی:
د طالبانو مجهولالهویته مشر، چې د واک پر ګدۍ ناست دی، باید پوه شي چې بېځایه غرور، بېحده وېره او د ګټې نه ختمېدونکی حرص حتی تر ټولو ځواکمن فاتحان هم له منځه وړي دي؛ او د ده ورځې هم لنډې دي.
دغه مجهولالهویته شخص دې پوه شي چې د دوی له بیا ستنېدو سره د افغانانو سیاسي هویت، بنسټونه او چارچوبونه له جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي. سیاسي، پوځي او علمي رجال او څېرې له هېواده وتلي او په ټوله کې د افغان ملي کرکټر د سبوتاژ بهیر عملي شوی دی.
د دې سبوتاژ په سر کې بېدفاع افغان مېرمنې ځای لري، او د هغوی له سیاسي، ټولنیز او علمي ژوند څخه د بېربطه کولو تاوان به راتلونکي څو نسلونه پرې کوي.
د طالبانو دغه مجهولالهویته مشر، چې یوازې ډبرین فرمانونه ورکوي، افغانانو ته یې جوال نیولی، خو ځان او پاکستان ته یې یوازې ستنې نیولې دي. د دې رېژیم تر سیوري لاندې پاکستان په لسګونو افغان وګړي په شهادت ورسول، خو ده ورته سترګې پټې، خوله چوپه او غوږونه کاڼه کړل.
په داسې حال کې چې د دې پېچلي بشري ناورین پړه د همدې مجهولالهویته شخص پر غاړه ده، دی او د دوی نور مشران دې پوه شي چې یوازې سیمهییز اتصال او د کانونو چور مشروعیت نه شي راوړلی؛ بلکې د دوی د رېژیم زوال به لا پسې ګړندی کړي.
د اوفا شبکه په دې باور ده چې د لوږې پراخېدل، د کوکنارو د کرښت زیاتوالی، د افغان مېرمنو له ټولنیز او علمي ژوند څخه ایستل، د ملي بنسټونو کمزوري کېدل او د افغانانو د سیاسي هویت سبوتاژ جلا جلا پېښې نه دي؛ بلکې د یوه ژور ملي او ستراتېژیک ناورین بېلابېلې نښې دي.
د دې ناورین ریښه یوازې د طالبانو په ناکامه حکومتولۍ کې نه، بلکې د یوه ملي ستراتېژیک پاراډایم په نشتوالي کې هم نغښتې ده؛ داسې پاراډایم چې د افغانانو ملي اراده، جغرافیه، تاریخي هویت او ستراتېژیکې ګټې په یوه روښانه مسیر کې سره وتړي.
د اوفا شبکې ټینګار پر ستراتېژیک پاراډایم
موږ وار وار ویلي چې په هستوي وړتیاوو سمبال هېژمونیک پاکستان زموږ د لوی هېواد ستونزو ته ستراتېژیک بُعد ورکوي. له بلې خوا، د طالبانو رېژیم د افغان ولس د روا غوښتنو پر وړاندې استخباراتي چلند کوي.
له دې ملي ویجاړۍ څخه وتل په هغو لنډمهالو هڅو نه کېږي چې یوازې پر نن او سبا تمرکز کوي او بل سبا له پامه غورځوي.
د اوفا شبکه په دې باور ده چې افغانان د پانافغان یوه داسې جغرافیهمحوره ستراتېژیک روایت او مشرۍ ته اړتیا لري چې پیل، منځ او پای یې روښانه وي؛ داسې جغرافیهمحوره روایت چې افغانانو ته د خپل کلاسیک برم او حیثیت د بېرته ترلاسه کولو باور ورکړي.
دا کار یو منظم او باډېسپلینه نوښت غواړي؛ داسې نوښت چې د قضیې پراخوالي، ژورتیا او پېچلتیا ته په کتو فکر او عمل وکړي، په کلیو او بانډو کې ریښې ولري او دا درک کړي چې افغان ولس په یوه تحمیل شوې، بېپایه لوبه او جګړه کې راګیر دی.
د اوفا شبکه د همدې ستراتېژیکې اړتیا له مخې پر څلورمې نظریې ټینګار کوي. موږ باور لرو چې نوې لارې باید ووهل شي او ځوان نسل باید د مشرانو تر لارښوونې لاندې په قاطعیت سره کار وکړي.
له افغان کلیو او بانډو څخه تر امریکا، کاناډا او اروپا پورې، د دې بهیر لپاره د یوه فکري ایکوسیستم د فعالولو کار ته مو ملا تړلې ده.
د اوفا شبکه یو ځل بیا د یوه پیاوړي مرکزي جمهوریت د جوړېدو او د افغانانو د خاورې د طبیعي کېدو لپاره خپله ژمنه تازه کوي. شبکه پر ټولو غږ کوي چې د افغانانو د بېړۍ د ډوبېدو مخه ونیسي.
د کونړ، کندهار، بامیان، خوست، کابل، پېښور او د لوی هېواد په هر ګوټ کې مېشتو افغانانو ته زموږ پیغام روښانه دی:
تاسې په دې تحمیل شوې لوبه، ملي ناورین او د خپل لوی هېواد د بقا په مبارزه کې یوازې نه یاست. له خپلو کلیو او بانډو څخه تر نړۍوالې افغان ټولنې پورې، موږ له تاسې سره ولاړ یو. جغرافیایي او تحمیل شوې سیاسي کرښې زموږ ګډ تاریخي هویت، درد او برخلیک نه شي بېلولای؛ ستاسې درد زموږ درد، ستاسې مبارزه زموږ مبارزه او ستاسې راتلونکی زموږ ګډ ملي مسؤولیت دی.
د اوفا شبکه
لوی هېواد | پانافغانیزم | ستراتېژیک دود | څلورمه نظریه
Center For Afghan Thinkers retweeted
کوروش از دریچۀ نامتعارف
میان واقعیت تاریخی و تزویر سیاسی
کوروش از بزرگترین جهانگشایان تاریخ باستان است؛ اما میان شخصیت تاریخی او و تصویری که در روایتهای ملیگرایانه و سیاسی معاصر ارائه میشود، تفاوتهای بنیادی وجود دارد.
پروفیسور لینیت میچل (Lynette Mitchell)، تاریخنگار دورۀ کلاسیک، در اثر پژوهشی خود Cyrus the Great: A Biography of Kingship، منتشرشده در سال ۲۰۲۳، روایتهای متعارف دربارۀ خاستگاه، هویت و میراث سیاسی کوروش را به چالش میکشد.
یکی از مهمترین یافتههای او این است که کوروش در هیچیک از اسناد شناختهشدۀ برجایمانده، خود را پارسی معرفی نکرده است.
کوروش؛ شاه انشان، نه مدعی هویت پارسی
کوروش در منشور گِلی مشهور خود (Cyrus Cylinder)، که اکنون در موزیم بریتانیا در لندن نگهداری میشود، هرگز خویشتن را «پارسی» یا «شاه ایران» معرفی نمیکند؛ بلکه صراحتاً خود را «شاه انشان» میخواند. انشان سرزمینی با پیشینۀ تمدنی ایلامی بود.
به باور میچل، کوروش احتمالاً از محیطی کوچنشین با پیشینۀ قومی مختلط برخاسته بود. هویت قومی او همچنان نامشخص است.
در روزگار کوروش، کشوری به نام فارس با مفهوم سیاسی و مرزهای امروزی وجود نداشت. بنابراین، نسبت دادن هویت ملی معاصر به او، بیشتر بازتاب بازخوانی سیاسی گذشته است تا نتیجۀ قطعی پژوهش تاریخی.
انشان؛ خاستگاه کوچنشینی کوروش
انشان از مراکز تاریخی تمدن ایلامی بود؛ اما به روایت میچل، در سدۀ ششم پیش از میلاد دیگر جایگاه شهری پیشین خود را نداشت(در آن روزگار، چیزی جز دشتی خشک نبود).
کاهش سکونت ثابت و فعالیتهای زراعتی در بخشهایی از این جغرافیا، احتمال خاستگاه کوچنشینی کوروش را تقویت میکند.
کوچنشینی در تاریخ آسیای جنوبی و مر کزی، از جمله افغانستان، سابقۀ طولانی دارد. اما شیوۀ زندگی کوچنشینی بهتنهایی هویت قومی کسی را مشخص نمیکند. از همین رو، انتساب قطعی کوروش به یک هویت قومی امروزی، بدون شواهد معتبر تاریخی، قابل دفاع نیست.
جغرافیا؛ منطق گسترش قدرت کوروش
میچل در بررسی جهانگشایی کوروش، بر اهمیت راه بزرگ خراسان، گذرگاههای زاگرس و مسیرهای ارتباطی میان بینالنهرین، آسیای مرکزی و مدیترانه تأکید میکند.
ارتش «اومانماندا» که به فرمان کوروش درآمد، احتمالاً ساختاری چندقومی داشت. تسلط بر راههای تجارتی، منابع ثروت و مراکز شهری، از عوامل بنیادی گسترش قدرت او بود. امپراتوری کوروش بیش از آنکه یک پروژۀ هویتمحور باشد، ساختاری جغرافیامحور بود که بر قدرت نظامی و کنترل مسیرهای اقتصادی (غارت و چپاول) استوار میشد.
کوروش؛ دادگر مطلق یا فرمانروای واقعگرا؟
در روایتهای ستایشآمیز، کوروش نخستین مدافع حقوق بشر و کثرتگرایی معرفی میشود؛ اما شواهد تاریخی تصویر متفاوتی ارائه میکنند.
او در برخی مناطق فتحشده، ساختارهای محلی را حفظ کرد؛ مشروط بر آنکه مردمان مغلوب اقتدار او را میپذیرفتند و خراج میپرداختند.
در برابر مقاومت، از خشونت نظامی نیز استفاده میکرد. رفتار او در سارد و برخی شهرهای یونانی نشان میدهد که مدارا و سرکوب، هر دو ابزار فرمانروایی او بودند.
بنابراین، معرفی کوروش بهعنوان بنیانگذار حقوق بشر و کثرتگرایی به مفهوم امروزی، با واقعیتهای سیاسی جهان باستان سازگاری ندارد.
کوروش تاریخی و اسطورۀ مشروعیت سیاسی
گزنفون، نویسندۀ یونانی، حدود یکونیم قرن پس از مرگ کوروش، تصویری آرمانی از او ارائه کرد. اما «کوروشنامه»، افزون بر روایت تاریخی، اثری دربارۀ رهبری، قدرت و الگوی مطلوب فرمانروایی نیز بود.
از همین رو، ستایش کوروش در منابع یونانی را نمیتوان بدون بررسی انتقادی، بازتاب دقیق شخصیت و عملکرد تاریخی او دانست.
نسبت دادن فلسفۀ سیاسی کوروش به تصدیهای جرمی امروزی، یا معرفی سارقان در لباس مصلحان بهعنوان وارثان معنوی او، بیش از آنکه بر شواهد مستند تاریخی استوار باشد، آمیزهای از تحریف، تزویر و بهرهبرداری سیاسی از گذشته است.
سخن پایانی
کوروش در اسناد شناختهشدۀ خود، شاه انشان است؛ نه فرمانروایی که آشکارا خود را پارسی معرفی کرده باشد. هویت قومی او همچنان محل بحث است و خاستگاه اجتماعیاش احتمالاً با محیط کوچنشینی پیوند داشت.
جهان کوروش، جهان دولت-ملتهای امروزی نبود؛ بنابراین، نمیتوان مفاهیم ملی و سیاسی معاصر را به آن تعمیم داد. تاریخ را نمیتوان با تزویر بازنویسی کرد و از اسطورهسازی تاریخی برای تصدیهای جرمی معاصر مشروعیت تراشید!
هویت نیوز | اطاق ایکولوژی رسانهای و نظریات ستراتیژیک
Center For Afghan Thinkers retweeted
ارزونه| د پاکستان امنیتي کړکېچ او د ټوټه ټوټه فدرالي جوړښت زیانمنتیاوې
په پاکستان کې وروستیو امنیتي پېښو د دغه ټوټهټوټه فدرالي جوړښت ځینې بنسټیزې زیانمنتیاوې لا بربنډې کړې دي:
(۱) د زغم محدود ظرفیت: د پاکستان پوځ او ولس د اوږدمهالو ځاني او مالي زیانونو پر وړاندې د زغم له محدود ظرفیت سره مخ دي؛ هغه کمزورتیا چې په فرسایشي جګړو کې ستراتېژیک اهمیت لري.
(۲) د ملي هویت بحران: په هغو هېوادونو کې چې وګړي یې ځانونه د یوه ګډ ملي هویت برخه نه ګڼي، لکه د پاکستان تر کنټرول لاندې خیبر پښتونخوا، فدرالیتوب د ملي انسجام پر ځای د سیاسي وېش، بېثباتۍ او ان د تجزیې خطر زیاتولای شي.
(۳) د جغرافیې، ستراتېژیک چاپېریال او سیاسي نظام اړیکه: پاکستان د دوو کلاسیکو او تاریخي ملتونو، افغانستان او هند، ترمنځ په یوه حساس جغرافیایي موقعیت کې پروت دی. دغه جغرافیایي احاطه، د پاکستان د ټوټه ټوټه فدرالي جوړښت داخلي تضادونه او د ګډ ملي هویت ننګونې د هغه ستراتېژیکې زیانمنتیاوې لا پېچلې کوي.
له همدې امله، د سیاسي نظام نوعیت باید یوازې د ایډیالوژیکو تمایلاتو او سیاسي مصلحتونو پر بنسټ ونه ټاکل شي؛ بلکې جغرافیه، ستراتېژیک چاپېریال، امنیتي اړتیاوې او ملي انسجام باید د دولت جوړونې بنسټیز معیارونه وي.
وروستۍ خبره—د یوه هېواد لپاره د سیاسي نظام مناسبت د هغه له ستراتېژیک چاپېریال څخه په جلا توګه نه شي ارزول کېدای. هغه نظام چې د جغرافیې، ملي هویت او امنیتي واقعیتونو ترمنځ توازن ونه شي ساتلای، د ملي انسجام پر ځای د جوړښتي زیانمنتیاوو د ژورېدو لامل ګرځېدای شي.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانستان؛ د تمدنونو زانګو او مهمه جغرافیه، خو د ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی یې شاته ساتي
افغانستان یو کلاسیک قارهيي هېواد، د مدنیتونو سرچینه، د انساني فکر او تهذیب زانګو، د فرهنګونو د تېرېدو، یوځای کېدو او خپرېدو څلورلارې او د تمدني اړیکو تاریخي مرکز دی.
انګریز تاریخپوه ارنولډ ټاینبي (Arnold J. Toynbee) په خپل اثر Between Oxus and Jumna کې د اکسوس او جمنا ترمنځ د جغرافیې تمدني اهمیت ته پام اړوي. دا پراخه سیمه د تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو د ودې، ټکر، بدلون او متقابل اغېز ډګر پاتې شوې ده.
خو له دې تاریخي عظمت او بېساري جغرافیایي موقعیت سره سره، افغانستان لا هم د داسې ستراتېژیک پاراډایم له تشې سره مخ دی چې خپل تاریخي، جغرافیایي او بشري ظرفیتونه په ملي ځواک بدل کړي.
نن د منځنۍ او سویلي آسیا نږدې هره سیمهییزه غونډه چې د انرژۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اتصال پر محور جوړېږي، د افغانستان د جغرافیې ستراتېژیک ارزښت یو ځل بیا څرګندوي. افغانستان د دغو دوو لویو جغرافیو ترمنځ یوازې د تېرېدو لار نه، بلکې د سیمهییز اتصال یوه مهمه کړۍ ده. خو جغرافیه په خپل ذات کې ځواک نه دی؛ هغه مهال په ملي ځواک بدلېږي چې تر شا یې مشروع دولت، ملي اراده او ستراتېژیک فکر موجود وي.
د افغانستان اساسي ننګونه د تاریخي هویت، جغرافیایي موقعیت او طبیعي ظرفیتونو نشتوالی نه دی؛ بلکې د یوه داسې ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی دی چې دا ټول ظرفیتونه په یوه ګډ ملي لیدلوري کې سره وتړي.
د دې ستراتېژیکې تشې تر ټولو څرګنده بېلګه د طالبانو اوسنۍ واکمني ده؛ په داسې حال کې چې سیمه د انرژۍ، اقتصاد او اتصال د راتلونکي نقشې په جوړولو بوخته ده، د طالبانو مشر د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه روښانه ملي لیدلوري پر ځای د محدودوونکو او ډبرویزو فرمانونو په صادرولو بوخت دی.
افغانستان د تمدنونو څلورلارې پاتې شوی؛ خو د خپل تاریخي ظرفیت د راژوندي کولو لپاره یوازې جغرافیې ته نه، بلکې یوه خپلواک، واقعیتمحوره او دوامداره ستراتېژیک پاراډایم ته اړتیا لري.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
مرکز متفکرین افغان (CFAT) گفتوگوی ویژه با حضور داکتر رمضان بشردوست رگزار میکند!
موضوع: اقتصاد افغانستان؛ فرصتها، چالشها و راههای پیشرو
در این گفتوگو دربارهٔ وضعیت کنونی اقتصاد افغانستان، کارهایی که انجام شده و نشده، فرصتهای موجود، چالشهای پیشرو و دیدگاههای داکتر بشردوست برای آیندهٔ اقتصادی کشور بحث میکنیم. دهلیز واخان و نقش آن در پیوندهای تجارتی و اقتصادی افغانستان با منطقه نیز از محورهای گفتوگو خواهد بود.
با ما همراه شوید و پرسشهایتان را با مهمان برنامه در میان بگذارید
nitter.cf/i/spaces/1AJEmvp…
مرکز متفکرین افغان (CFAT) گفتوگوی ویژه با حضور داکتر رمضان بشردوست رگزار میکند!
موضوع: اقتصاد افغانستان؛ فرصتها، چالشها و راههای پیشرو
در این گفتوگو دربارهٔ وضعیت کنونی اقتصاد افغانستان، کارهایی که انجام شده و نشده، فرصتهای موجود، چالشهای پیشرو و دیدگاههای داکتر بشردوست برای آیندهٔ اقتصادی کشور بحث میکنیم. دهلیز واخان و نقش آن در پیوندهای تجارتی و اقتصادی افغانستان با منطقه نیز از محورهای گفتوگو خواهد بود.
با ما همراه شوید و پرسشهایتان را با مهمان برنامه در میان بگذارید
nitter.cf/i/spaces/1AJEmvp…
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانستان او پاکستان؛ د ګډ ستراتېژیک هدف نشتوالی
د افغانانو او پنجاب ترمنځ روان کړکېچ د افغانستان د کلاسیک او قارهایز هېواد او د پاکستان د نوپایه دولت په کانټکس کې وڅېړئ او لاندې درې پوښتنې له ځان سره مطرح کړئ:
۱. موږ څه غواړو؟
۲. هغوی څه غواړي؟
۳. موږ په ګډه څه غواړو؟
درېیمه پوښتنه کېدای شي روښانه ځواب ونلري؛ ځکه جغرافیایي نږدېوالی د ګډو ستراتېژیکو موخو په معنا نه دی.
هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
Center For Afghan Thinkers retweeted
د اوفا شبکې د تېرې یکشنبې په سپېس کې د سیګار ادارې له لوړپوړي چارواکي، دېوېډ شواندمن، سره مو لاندې پوښتنه تر شننې لاندې نیولې ده:
هغه کسان څوک وو چې په افغان خاوره کې یې د معافیت فرهنګ ته وده ورکړه، لویه څارنوالي یې د جنایي او حقوقي دوسیو په ادیره بدله کړې وه، څارنوالان او مستنطقین یې ګواښل، دولتي ځمکې یې غصبولې، سیاسي ترورونه یې کول، او د غلا شویو پیسو په مټ د واک او ځواک پر څوکیو ناست وو؟
د دې مهم بحث ثبت شوې بڼه واورئ👇
Center For Afghan Thinkers retweeted
د اوفا شبکه: پاکستان له معاصر هابسبورګي کړکېچ سره مخ دی
د اوفا شبکه په خپله تازه اعلامیه کې د پاکستان داخلي تضادونه د هابسبورګ له تاریخي تجربې او بهرنۍ ډیپلوماسي یې د بسمارک له ریالپولیټیک سره پرتله کوي.
د هابسبورګ په څېر، پاکستان هم هڅه کوي چې بېلابېل تاریخي ولسونه د یوه مرکزي ملي هویت تر چتر لاندې وساتي، خو د افغان پښتنو او بلوڅانو تاریخي هویتونه او سیاسي میراثونه د دې پروژې پر وړاندې بنسټیزې ننګونې دي. له بلې خوا، اسلاماباد د بسمارک د ډیپلوماسۍ په څېر، له بېلابېلو سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره د تړونونو له لارې هڅه کوي چې له ستراتېژیکې انزوا او محاصرې ځان وساتي. خو بهرني ائتلافونه د داخلي مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولی.
شبکه ټینګار کوي چې پوځي ځواک او بهرني تړونونه د تاریخي مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولی.
هویت نیوز
Center For Afghan Thinkers retweeted
ALERT: OFA Statement
Pakistan’s Militarization of Afghan Territories
The Organized for Afghanistan (OFA) Network expresses grave concern over reports of emergency rule, the suspension of provincial authorities, and the growing militarization of Peshawar and the wider Afghan Pashtun territories. These developments raise fundamental questions about Pakistan’s internal cohesion, regional conduct, and long-term strategic stability.
A Modern Habsburg Dilemma
Pakistan increasingly exhibits characteristics of a modern-day Habsburg-style patchwork state, attempting to consolidate distinct historical peoples under a centralized, predominantly Sunni Islamic national identity. Yet Afghan Pashtuns, Baluch, and other communities retain historical identities and political traditions that cannot simply be subordinated to a security-centered national project.
This contradiction is particularly consequential for Afghan Pashtuns, whose political inheritance includes the state-building tradition of Ahmad Shah Abdali, and Baluch communities, whose historical legacy includes the Khanate of Kalat under Nasir Khan.
Bismarck’s Playbook and Strategic Encirclement
Externally, Pakistan appears to be pursuing a version of Bismarckian Realpolitik: expanding defense relationships with Saudi Arabia and Türkiye, engaging militarily with Russia, and positioning itself diplomatically between Iran and the United States.
Much like Bismarck’s Dual Alliance, Mediterranean Agreements, and Reinsurance Treaty, these overlapping arrangements seek strategic maneuverability and protection against isolation. Yet Pakistan operates under fundamentally different historical and geopolitical circumstances, particularly its enduring anxieties over strategic encirclement involving two classical nations—Afghanistan and India.
The Nuclear Question and the New Great Game
Pakistan’s nuclear ambitions have long concerned American policymakers. Declassified U.S. diplomatic cables published by the National Security Archive reveal that, in 1988, senior Pakistani military officials envisioned a broader Islamic strategic bloc incorporating Afghanistan, Türkiye, and potentially Iran. Separately, U.S. Ambassador John Gunther Dean reported Indian concerns over the possible emergence of an Islamic nuclear force.
These historical records raise consequential questions about Islamabad’s regional ambitions and the strategic implications of its nuclear arsenal.
Against this background, OFA asks: Can a nuclear-armed state confronting insurgencies in Pashtun and Baluch territories, military tensions with neighboring countries, and mounting domestic political fragmentation sustain the institutional cohesion, command-and-control reliability, and security safeguards necessary to protect its nuclear arsenal?
This question warrants serious international scrutiny without presuming that Pakistan has lost control of its nuclear weapons.
Human Rights and Historical Stewardship
OFA reiterates its concerns regarding enforced disappearances, political repression, restrictions on civil liberties, and the militarization of Pashtun and Baluch communities. Counterterrorism must not become an instrument for suppressing legitimate political identities or fundamental human rights.
OFA maintains that lasting regional stability requires addressing unresolved historical and territorial questions inherited from colonial arrangements, including recognition of the ancestral lands, historical stewardship, and political agency of Afghans and Baluch.
Any restoration of historical stewardship must proceed through peaceful, legitimate political processes reflecting the freely expressed will of the affected peoples.
Pakistan cannot resolve its internal Habsburg-style contradictions through Bismarckian diplomacy, nor can military coercion provide a substitute for historical legitimacy.
OFA remains committed to a nonviolent, Pan-Afghan vision rooted in historical continuity and regional stability.
The OFA Network
ابن خلدون موږ ته یادونه کوي چې فساد یوازې د پیسو غلا او قدرت نه ناوړه ګټه نه ده؛ فساد هغه وخت د دولت د سقوط نښه ګرځي چې شخصي شبکې تر ادارو قوي شي، عدالت په معامله بدل شي، پوځ پر اشخاصو وتړل شي، او ولس پر دولت باور له لاسه ورکړي.
دولت اکثره د وروستي دښمن په دروازه کې نه نړېږي؛ سقوط یې تر هغه ډېر مخکې، له دننه پیلېږي.
د افغانستان لپاره اصلي پوښتنه دا ده: زموږ حکومتونه چا راوغورځول، او تر هغه مهمه، چا یې له دننه د درېدو توان واخیست؟
#افغانستان #تاریخ #ابن #خلدون
Afghanistan’s history should not be written merely to glorify those who seized power, condemn those who lost it, or blame foreign powers for every failure.
It should help us confront the deeper questions:
Why did the Afghan state repeatedly remain weaker than the rulers, dynasties, factions, armed networks, and foreign sponsors on which it depended? Why did institutions fail to outlive individuals? Why did the same structural weaknesses return across different eras?
The value of history lies not in preserving old loyalties and grievances, but in identifying the patterns that weakened the state, distorted national priorities, and limited Afghanistan’s ability to convert independence into durable sovereignty and prosperity.
CFAT seeks to cultivate precisely this kind of historical inquiry: rigorous, Afghan-centered, evidence-based, and focused not only on understanding the past, but on extracting the strategic lessons necessary for a strong, stable, independent and sovereign Afghan future.
#Afghanistan #History #OFA #CFAT 🇦🇫
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانان باید دا پوښتنې ته اساسي ځواب ولټوي چې ولې افغانستان تل د خپلې جغرافیې له امله هم مهم پاتې شوی او هم زیانمن؟
نن چې د #واخان، #چین، #روسیې، #پاکستان، #هند، #امریکا او سیمې د نوو سیالیو خبرې تودې دي، د امیر عبدالرحمن خان تجربه یو مهم تاریخي درس راکوي.
شهزاده عبدالرحمن خان د کورنیو جګړو له ماتې وروسته نږدې لس کاله په روسي ترکستان، په ځانګړي ډول سمرقند کې، د روسانو تر سیوري لاندې ژوند وکړ. روسیې هغه ته استوګنځای او کلنی معاش ورکاوه. د فرانسوۍ سیاحې Marie de Ujfalvy-Bourdon د معاصر روایت له مخې، هغه هر کال ۲۵،۰۰۰ روسي روبله ترلاسه کول. Eugene Schuyler، چې په ۱۸۷۳م کې د شهزاده عبدالرحمن سره یې په سمرقند کې ملاقات شوی و، لیکي چې عبدالرحمن له دې معاشه شاوخوا ۵،۰۰۰ روبله مصرفول او پاتې یې سپمول. روایت دا دی چې هغه ساده ژوند کاوه او د افغانستان د تخت د بېرته نیولو فرصت ته پیسې سپمولې اوانتظار ایسته. دا ادعا وروسته نومولی افغان تاریخپوه مرحوم #حسن #کاکړ هم نقل کړې ده.
که د ۱۸۷۹م د وخت تبادله واخلو، ۲۵،۰۰۰ روبله شاوخوا ۱۱،۷۵۰ امریکايي ډالر کېدل؛ د نن ورځې په حساب دا نږدې ۴۲۰ زره امریکایی ډالرو ته رسېږي.
شهزاده عبدالرحمن په روسیه کې یوازې پناه اخیستې نه وه؛ هغه د یوه ستر امپراتورۍ د قدرت ماشین له نږدې مشاهده کوله. هماغه روسیه چې تاشکند یې نیولی و، بخارا یې تر نفوذ لاندې راوستې وه، خېوه یې ماته کړې وه او خوقند یې بالاخره له نقشې پاک کړ. له بلې خوا برتانوي هند و. افغانستان د دوو سترو قدرتونو تر منځ پروت و.
همدلته افغان شهزاده یوه مهم درس یې زده کړه: لوی قدرتونه د دوستۍ له مخې نه، د خپلو ګټو له مخې حرکت کوي.
روسانو تبعید کې افغان شهزاده وساته، لوی محل یې ورته په اختیار کې ورکړی و او هم نقدې پیسې یې ورکولې ځکه روسانو ده د راتلونکي ارزښت په اړه یې حساب کاوه. وروسته چې افغانستان د ننه تهولات رامنځته شول او بېرته افغانستان ته راستون شو، انګرېزانو هغه ومانه، هغوی هم پیسې او وسلې یې ورکولې. خو نه روسیه د افغانستان د مینې لپاره دا کار کاوه، نه انګلستان. هر یوه خپله ستراتیژي لرله.
نن نومونه بدل شوي، خو جغرافیه نه ده بدله شوې.
شمال ته روسیه او منځنۍ اسیا ده. شمال ختیځ ته چین دی چې له امریکا سره ستره نړیواله سیالي لري. پاکستان له افغانستان او هند سره خپل امنیتي او ستراتیژیک حسابونه لري. هند له پاکستان او چین سره سیالي لري. روسیه له اوکراین سره په جګړه کې ده او له ناټو سره ژور تقابل لري. امریکا هم لا افغانستان یوازې د افغانستان له زاویې نه ګوري؛ د چین، منځنۍ اسیا او بګرام جغرافیه هم ورته مهمه ده.
او د همدې ټولو په منځ کې واخان پروت دی.
واخان یوازې یوه لیرې دره نه ده. دا د پخوانۍ «سترې لوبې» ژوندی میراث دی. د نولسمې پېړۍ په پای کې برتانوي هند او تزاري روسیې غوښتل چې د دوی ستراتیژیکې پولې مستقیمې سره ونه لګېږي، نو واخان د حایل په توګه ځانګړی اهمیت پیدا کړ.
هغه وخت دا سیمه له مرکز څخه لیرې، غریبه او د دفاع له نظره ګرانه وه. نن هماغه واخان د چین سره د مستقیمې لارې، د ترانزیټ د تنوع او له پاکستانه د زیاتې وابستګۍ د کمولو په توګه یادېږي.
خو دلته یو اساسي ټکی دی:
جغرافیه په خپله قوت نه جوړوي. که دولت کمزوری وي، که اقتصاد ناتوانه وي، که مشروعیت محدود وي، که ملي ادارې کمزورې وي او که افغانستان د نورو په مرستو ولاړ وي، نو ستراتیژیک موقعیت د فرصت پر ځای د سیالۍ ډګر ګرځي.
عبدالرحمن خان په دې پوه شوی و چې د افغانستان اصلي خطر یوازې غښتلي ګاونډیان نه دي؛ اصلي خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې غښتلي ګاونډیان او کمزوری افغانستان سره یو ځای شي.
ده دا هم زده کړل چې له یوه لوی قدرت څخه مرسته اخیستل یوه خبره ده، خو د هغه د ستراتیژۍ وسیله کېدل بله خبره ده.
همدا درس نن هم ارزښت لري.
روسیه به د روسیې ګټې تعقیبوي. چین به د چین ګټې تعقیبوي. هند به د هند ګټې تعقیبوي. پاکستان به د پاکستان ګټې تعقیبوي. امریکا به د امریکا ګټې تعقیبوي. نو افغانستان ولې د افغانستان ګټې تعقیب نکړی؟
ستونزه دا نه ده؛ دا د دولتونو طبیعت دی.
ستونزه هغه وخت پیلېږي چې افغانان د بل هېواد ملي ګټه د افغانستان له ملي ګټې سره یوه وبولي.
افغانستان باید نه د روسیې د ناټو ضد سنګر شي، نه د امریکا د چین ضد اډه، نه د پاکستان «ستراتیژیک عمق»، نه د هند د پاکستان ضد وسیله او نه یوازې د چین د تګ راتګ او طبیعي زېرمو د انتقال یوه لاره.
افغانستان باید له ټولو سره اړیکې ولري، خو د هېچا وسیله نه وي.
واخان باید افغانستان له نړۍ سره ونښلوي؛ نه دا چې نړۍ د افغانستان له لارې له یو بل سره حسابونه تصفیه کړي.
د پولادي امیر عبدالرحمن خان له دورې تر نن پورې تر ټولو لوی درس همدا دی:
افغانستان باید دومره قوي وي چې هېڅ بهرنی قدرت یې حاکمیت وانه خلي، او دومره مشروع او عادل وي چې افغانان یې د دفاع لپاره د پردیو دروازو ته مجبور نه شي.
دا زموږ د تاریخ ناتمام درس دی.
- افغان مفکرینو مرکز🇦🇫
#افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین #واخان
#AfghanistanHistory #AmirAbdurRahmanKhanDoctrine #WakhanCorridor
له احمدشاه بابا وروسته، امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ له تر ټولو مهمو او سرنوشت سازو واکمنانو څخه بلل کیږي؛ نه ځکه چې تر ټولو عادل یا تر ټولو محبوب واکمن و، بلکې ځکه چې هغه په داسې یوه شیبه کې د افغانستان د دولت بڼه بدله کړه چې د هېواد د ټوټه کېدو او حتی د ګاونډیو امپراتوریو تر منځ د وېشل کېدو خطر واقعي و.
افغانستان نن یو ځل بیا له هغو پوښتنو سره مخ دی چې عبدالرحمن خان نږدې یوه نیمه پېړۍ مخکې ورسره مخ و: مرکزي دولت څومره قوي وي؟ سیمهییز او مسلح قدرتونه تر کومه ځایه خپلواک پاتې شي؟ افغان سیاسی او پوځي ډلې باید له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ولري که نه؟ او څنګه کولای شو د لویو او ګاونډیو قدرتونو تر منځ خپلواکي وساتو؟
همدا وجه ده چې د تاریخ مطالعه یوازې د تېرو کیسو راټولول نه دي. ابن خلدون تاریخ د عبرت او د دولتونو د عروج او زوال د منطق د پېژندلو وسیله باله. مهمه دا نه ده چې یوازې وپوښتو څه وشول؟ بلکې دا هم وپوښتو: ولې وشول؟ کوم ځواکونه فعال وو؟ واکمنو څه سم درک کړل او څه یې غلط؟ کوم بدیلونه موجود وو؟ او د یوې پرېکړې بیه راتلونکو نسلونو څومره پرې کړه؟
عبدالرحمن خان د دې پوښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه هغه خپله د افغانستان د تجزیې نتیجه په خپلو سترګو لیدلې وه.
د امیر دوست محمد خان تر مړینې وروسته، د منظم او منل شوي جانشینۍ د نشتوالي له امله شاهي کورنۍ په سیالو قدرتي مرکزونو ووېشل شوه. شهزادګانو خپل پوځونه، عواید، سیمې او ائتلافونه لرل؛ کابل نیول کېده او بېرته له لاسه وت، او مرکزي حکومت دومره کمزوری شو چې بهرنیو قدرتونو ته د نفوذ پراخ میدان برابر شو.
عبدالرحمن خان له همدې تجربې یوه اساسي نتیجه واخیسته:
هغه هېواد چې په داخل کې د قدرت مستقلې جزیرې ولري، جنګسالاران چې خپل پوځ، خپله خزانه او خپله سیمه ولري، او له مرکزي دولت څخه په جلا توګه له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې وساتي، د اوږدې مودې لپاره خپلواکي نه شي ساتلای.
د ده په ذهن کې ځکه د مرکزي حکومت پر وړاندې هر مستقل مسلح قدرت یوازې د واکمن لپاره خطر نه و؛ د افغانستان د دولت لپاره ستراتیژیک خطر و.
کله چې هغه په ۱۸۸۰م کال افغانستان ته راګرځېد، وضعیت حتی تر نن ډېر خطرناک و. برتانوي پوځونه په افغانستان کې وو؛ کندهار عملاً د کابل له واکه جلا شوی و؛ د هرات راتلونکی نامعلوم و؛ په شمال کې روسي امپراتوري د افغانستان تر دروازو را رسېدلې وه؛ دننه سیال شهزادګان، سیمه ییز خانان، قومي ځواکونه او مستقل مسلح مرکزونه موجود وو. حتی د افغانستان د تجزیې او د بېلابېلو نفوذ ساحو په توګه د وېش مسئله د لویو قدرتونو په محاسبو کې مطرح وه.
یعنې پوښتنه یوازې دا نه وه چې څوک به د افغانستان امیر شي؟
اصلي پوښتنه دا وه چې:
ایا افغانستان به د یوه واحد دولت په توګه پاتې شي که نه؟
عبدالرحمن خان د همدې بحران په منځ کې هڅه وکړه چې د افغانستان سیاسي منطق بدل کړي: له څو مستقلو قدرتي مرکزونو څخه یوه مرکزي دولت ته؛ له څو وسلهوالو ځواکونو څخه یوه دولتي اردو ته؛ له جلا جلا بهرنیو اړیکو څخه یوه بهرنۍ پالیسي ته؛ او له سیمهییزو حاکمیتونو څخه د کابل تر واک لاندې دولت ته.
همدا تحول دی چې هغه د افغانستان د دولتجوړونې په تاریخ کې دومره مهم او سرنوشت ساز کوي.
خو زموږ لړۍ به د عبدالرحمن خان د ستاینې لړۍ نه وي.
د هغه دولت جوړونه له سختې وېرې، خونړۍ ځپنې، جبري کډوالۍ، ډلهییزو مجازاتو او مطلق واک سره هم تړلې وه. د هزارهجات جګړې، د غلجیو پاڅونونه، د نورستان فتح او جبري مذهبي بدلون، د سیاسي مخالفینو ځپل، د ځمکو او نفوسو جابهجایي، او د هغه د دولت انساني بیه به په راتلونکو برخو کې جلا، مستند او بېپرده وڅېړو.
ځکه اصلي پوښتنه دا نه ده چې عبدالرحمن خان «ښه» و که «بد».
اصلي پوښتنه دا ده:
هغه د افغانستان کوم ستراتیژیک خطرونه سم تشخیص کړل؟
ولې یې باور درلود چې د قدرت جزیرې، جنګسالاران، سیمه ییز حکومتونه او له بهرنیو سره مستقیمې اړیکې د دولت د بقا لپاره خطر دي؟
کومو پرېکړو یې افغانستان د تجزیې له خطره را وایست؟
کومو لارو یې دولت پیاوړی کړ؟
او تر ټولو مهمه:
په کوم ځای کې د قوي دولت اړتیا د مطلق واک، وېرې او ظلم په دولت بدله شوه؟
افغانستان نن هم له همدې اساسي معما سره مخ دی: داسې دولت ته اړتیا لري چې دومره قوي وي چې هېڅ جنګسالار، سیمهییز قدرت یا بهرنی دولت یې حاکمیت ونه ننګوي؛ خو په عین وخت کې دومره قانونمند او عادل وي چې خپله مرکزي واکمني د ولس پر ضد په مطلق قدرت بدله نه کړي.
همدا د تاریخ د مطالعې ارزښت دی.
که تاریخ یوازې د خپلو اتلانو د ستاینې او د خپلو دښمنانو د غندنې لپاره ولولو، له تاریخه به هېڅ زده نه کړو. خو که یې د ابن خلدون په منطق د قدرت، عصبیت، دولت، ادارې، اقتصاد، جغرافیې، انساني انګېزو او د قدرت د توازن له زاویې وڅېړو، تاریخ د راتلونکي لپاره د دولتدارۍ په یوه لابراتوار بدلېږي.
د افغان مفکرینو مرکز به په دې نوې تحلیلي لړۍ کې امیر عبدالرحمن خان نه د افسانې په سترګو ګوري او نه د کرکې؛ بلکې دا به وڅېړي چې هغه څنګه افغانستان له تجزیې سره مخامخ وموند، څنګه یې مرکزي دولت جوړ کړ، د دې دولت قیمت څه و، او د هغه له بریاوو او تېروتنو څخه نننی افغانستان څه زده کولای شي. 🇦🇫
#افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین
Center For Afghan Thinkers retweeted
درنو هېوادوالو:
د سویسالاصله پوځي ستراتېژۍ نامتو تیوریسن، انتوان هنري جومیني، پوځي فکر موږ ته یوه مهمه پوښتنه راپه زړه کوي:
«جګړې په عسکرو ګټل کېږي، نه په اټکلونو.»
خو که د جګړې د ګټلو لپاره عسکر اړین وي، نو د عسکرو د اغېزمنتیا لپاره څه اړین دي؟ آیا یوازې شمېر، پرمختللي تجهیزات او نړیوال ملاتړ بسنه کوي، که سالمه سیاسي رهبري، اغېزمن بنسټونه، مشروعیت او ملي باور هم حیاتي ارزښت لري؟
د ځینو رسمي شمېرو له مخې، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو راپور شوی شمېر له ۳۰۰ زرو څخه اوښتی و. دغه ځواکونه په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال وو او له پراخ نړیوال ملاتړ څخه برخمن وو. د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان ډاکټر محمد اشرف غني و، چې د خپلې پرېکنده مشرۍ او ستراتېژیک لیدلوري له امله د خپلو پلویانو ترمنځ په ښه نوم یادېږي.
د یادونې وړ ده چې موږ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د منسوبینو د خدمتونو، قربانیو او سرښندنو منندوی یو.
خو د جمهوریت له پرځېدو راهیسې د هغه د سقوط په اړه ګڼ روایتونه رامنځته شوي دي. له دغو روایتونو څخه یو هم د فساد او سازمانیافته جرمي تصدیو ناوړه اغېزې دي، چې د جمهوریت بنسټونه یې له دننه کمزوري او خوسا کړل.
له همدې ځایه یوه بنسټیزه ستراتېژیکه پوښتنه راولاړېږي: آیا د جمهوریت پوځي ظرفیت د هغه سیاسي ایکوسیستم قرباني شو چې فساد، د معافیت فرهنګ او سازمانیافته جرمي تصدیو پکې ژورې ریښې غځولې وې؟
د حیرانتیا خبره دا ده چې د فساد او سازمانیافته جرمي تصدیو د اصلي عاملینو، ملاتړکوونکو او ګټهاخیستونکو په اړه لا هم هراړخیز ملي بحث نه دی شوی.
زموږ په ګډون، د ډېرو زیانمنو افغانانو اساسي پوښتنه دا ده:
هغه کسان څوک وو چې په افغان خاوره کې یې د معافیت فرهنګ ته وده ورکړه، لویه څارنوالي یې د جنایي او حقوقي دوسیو په ادیره بدله کړې وه، څارنوالان او مستنطقین یې ګواښل، دولتي ځمکې یې غصبولې، سیاسي ترورونه یې کول، او د غلا شویو پیسو په مټ د واک او ځواک پر څوکیو ناست وو؟
دا یوازې د اشخاصو د پېژندنې پوښتنه نه ده؛ بلکې د هغه سیاسي ایکوسیستم د څېړلو اړتیا ده چې فساد او جرمي تصدیو ته یې د فعالیت، نفوذ او پراختیا زمینه برابره کړې وه.
دغو ستونزو د جمهوریت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی و، د عامو افغانانو او دولت ترمنځ یې واټن زیات کړی و او د ملي بنسټونو پر اغېزمنتیا یې ژورې منفي اغېزې کړې وې.
د همدې موضوع د بېلابېلو اړخونو د څېړلو لپاره، د اوفا شبکې د سیګار ادارې پخواني لوړپوړي چارواکي ښاغلي ډېوېډ جې شوانډېمن ته بلنه ورکړې ده، څو د جمهوریت د شل کلنې تجربې، فساد، سازمانیافته جرمي تصدیو او د دولتي بنسټونو د کمزورۍ په اړه یو پرانیستی او هراړخیز بحث ولرو.
زموږ موخه د جمهوریت د سقوط لپاره د یوه واحد علت ټاکل نه دي؛ بلکې غواړو وڅېړو چې سیاسي ایکوسیستم، فساد، جرمي تصدۍ، د امنیتي بنسټونو کمزورتیا او سیمهییزو عواملو څنګه یو پر بل اغېز کړی او د جمهوریت په برخلیک کې یې څه رول لوبولی دی.
د اوفا شبکه ټولو درنو هېوادوالو ته بلنه ورکوي چې د دې بېپرې او ستراتېژیک بحث برخه وګرځي.
یکشنبه، د اکتوبر ۱۱مه، ۲۰۲۶
د واشنګټن پر وخت: د سهار ۱۱:۰۰ – د ماسپښین ۱:۰۰
ځای: د اوفا شبکې ایکس سپېس
/د اوفا شبکه
ALERT: OFA Network | X Space
Join the OFA Network for a strategic dialogue examining how corruption and organized criminal enterprises eroded the Afghan Republic from within—and how governance failures, security challenges, and regional dynamics shaped its eventual collapse.
The dialogue will also explore lessons for Afghanistan’s future.
#OFANetwork #Afghanistan #PanAfghanism
Center For Afghan Thinkers retweeted
Afghanistan must be strong enough that allows no faction to seek foreign backing to acquire power; lawful enough that no citizen needs a foreign supporter to obtain justice; inclusive enough that no community sees the state as its enemy; productive enough that sovereignty is not permanently financed by outsiders; and strategically independent enough that no foreign power can purchase Kabul's decisions.🇦🇫
#CFAT #Afghanistan #StrategicThinking
Center For Afghan Thinkers retweeted
Organized Crimes, Corruption and the Erosion of the Afghan Republic nitter.cf/i/spaces/1pJdRDwwyoVKW
Center For Afghan Thinkers retweeted
ALERT: OFA Network | X Space
Join the OFA Network for a strategic dialogue examining how corruption and organized criminal enterprises eroded the Afghan Republic from within—and how governance failures, security challenges, and regional dynamics shaped its eventual collapse.
The dialogue will also explore lessons for Afghanistan’s future.
#OFANetwork #Afghanistan #PanAfghanism
Afghanistan must be strong enough that allows no faction to seek foreign backing to acquire power; lawful enough that no citizen needs a foreign supporter to obtain justice; inclusive enough that no community sees the state as its enemy; productive enough that sovereignty is not permanently financed by outsiders; and strategically independent enough that no foreign power can purchase Kabul's decisions.🇦🇫
#CFAT #Afghanistan #StrategicThinking
Center For Afghan Thinkers retweeted
د ملي وېجاړۍ پر ژۍ ناست نندارهچي ولس
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۷مه، د اوکراین پر ضد د روسیې له پراخ برید درې ورځې وروسته، د جرمني پارلمان ته وویل:
«موږ د زمانې د یوه ستر بدلون شاهدان یو؛ له دې وروسته به نړۍ د پخوا په څېر نه وي.»
هغه د Zeitenwende اصطلاح وکاروله، چې د زمانې د بدلون یا تاریخي اوښتون مانا لري. دا اصطلاح هم د Realpolitik یا واقعی سیاست په څېر په ستراتېژیکو ادبیاتو کې عامه شوې ده؛ دواړه جرمني ریښه، خو بېلابېلې ماناوې لري. شولڅ په دې وینا کې د جرمني په بهرني او دفاعي سیاست کې د پام وړ بدلون اعلان کړ.
له دې وینا وروسته، د جرمني ستراتېژیک دود له بالقوه حالت څخه د بالفعل اقدام پر لور وخوځېد. د کره شمېرو له مخې، المان د پوځي لګښتونو له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري. برلین هڅه کوي خپل متعارف پوځي ځواک دومره پیاوړی کړي چې د اروپا د امنیت یوه اساسي ستنه شي او په نړیوال ډګر کې خپل کلاسیک حیثیت بېرته ترلاسه کړي.
د افغانانو په سیاق کې، دا لنډه ارزونه یوې ژورې اندېښنې ته اشاره کوي: له لسیزو راهیسې مو نسلونه د کډوالۍ په بېلابېلو څپو کې خواره واره شوي دي. ستراتېژیکې زېرمې مو د اوسپنې په بیه وپلورل شوې او نظامونه مو ړنګ شول. نن قرباني هم موږ ورکوو او د پېښو دروند بار هم زموږ پر اوږو دی. د افغانانو سیاسي هویت، بنسټونه او چوکاټونه له جدي ګواښ سره مخ دي؛ پر کابل هوايي بریدونه کېږي، خو ولس مو لا هم نندارهچي پاتې دی.
بنسټیزه پوښتنه دا ده—موږ به څه وخت دا درک کړو چې که د خپل هېواد ستراتېژیک چارې سم لوري ته سوق نه کړو او د نن ورځې غوښتنو ته ځواب ورنکړو، ارزښتونه به مو یو په بل پسې قرباني شي. موږ به پر خپل راتلونکي لا ډېر بېباوره شو او په دې توګه به خپله ملي وېجاړۍ حتمي کړو. بنسټیزه پوښتنه دا ده—موږ به څه وخت دا درک کړو چې که د خپل هېواد ستراتېژیک چارې سم لوري ته سوق نه کړو او د نن ورځې غوښتنو ته ځواب ورنکړو، ارزښتونه به مو یو په بل پسې قرباني شي. موږ به پر خپل راتلونکي لا ډېر بېباوره شو او په دې توګه به خپله ملي وېجاړۍ حتمي کړو.
دا حالت د افغانانو په څېر د یوه کلاسیک ولس له شان سره نه ښایي.
/هویت نیوز

















