OFA - د اوفا شبکه (@org4afg) header
OFA - د اوفا شبکه (@org4afg) profile picture

OFA promotes politically pluralistic, economically vibrant and nationally resilient Afghanistan. Pan-Afghanism | Strategic Culture | Fourth Theory | Loy Hiwad

Worldwide
Joined August 2022
Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)Photo by OFA - د اوفا شبکه (@org4afg)
په ورجینیا کې د اوفا شبکې مطلق افغاني فارمټ ( چې د روان کال د فیبروۍ په ۱۷ مې باندې ترسره شو) د انځورونو په ژبه! #OFA #PanAfghanism #اوفا #پان_افغانیزم
14
43
5
351
109,469
د کوکنارو د کرښت د ډېرښت او پېچلي بشري ناورین په اړه د اوفا شبکې اعلامیه د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو په هېواد کې د مخدره توکو د کرښت د زیاتوالي او د بې‌درنګه لوږې پر ناورین پرده پورته کړې ده. د راپورونو له مخې، په راتلونکي ژمي کې به څه باندې ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ وي. د دغه پېچلي بشري ناورین په اړه د اوفا شبکې دریځ په لاندې ډول دی: د طالبانو مجهول‌الهویته مشر، چې د واک پر ګدۍ ناست دی، باید پوه شي چې بې‌ځایه غرور، بې‌حده وېره او د ګټې نه ختمېدونکی حرص حتی تر ټولو ځواکمن فاتحان هم له منځه وړي دي؛ او د ده ورځې هم لنډې دي. دغه مجهول‌الهویته شخص دې پوه شي چې د دوی له بیا ستنېدو سره د افغانانو سیاسي هویت، بنسټونه او چارچوبونه له جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي. سیاسي، پوځي او علمي رجال او څېرې له هېواده وتلي او په ټوله کې د افغان ملي کرکټر د سبوتاژ بهیر عملي شوی دی. د دې سبوتاژ په سر کې بې‌دفاع افغان مېرمنې ځای لري، او د هغوی له سیاسي، ټولنیز او علمي ژوند څخه د بې‌ربطه کولو تاوان به راتلونکي څو نسلونه پرې کوي. د طالبانو دغه مجهول‌الهویته مشر، چې یوازې ډبرین فرمانونه ورکوي، افغانانو ته یې جوال نیولی، خو ځان او پاکستان ته یې یوازې ستنې نیولې دي. د دې رېژیم تر سیوري لاندې پاکستان په لسګونو افغان وګړي په شهادت ورسول، خو ده ورته سترګې پټې، خوله چوپه او غوږونه کاڼه کړل. په داسې حال کې چې د دې پېچلي بشري ناورین پړه د همدې مجهول‌الهویته شخص پر غاړه ده، دی او د دوی نور مشران دې پوه شي چې یوازې سیمه‌ییز اتصال او د کانونو چور مشروعیت نه شي راوړلی؛ بلکې د دوی د رېژیم زوال به لا پسې ګړندی کړي. د اوفا شبکه په دې باور ده چې د لوږې پراخېدل، د کوکنارو د کرښت زیاتوالی، د افغان مېرمنو له ټولنیز او علمي ژوند څخه ایستل، د ملي بنسټونو کمزوري کېدل او د افغانانو د سیاسي هویت سبوتاژ جلا جلا پېښې نه دي؛ بلکې د یوه ژور ملي او ستراتېژیک ناورین بېلابېلې نښې دي. د دې ناورین ریښه یوازې د طالبانو په ناکامه حکومتولۍ کې نه، بلکې د یوه ملي ستراتېژیک پاراډایم په نشتوالي کې هم نغښتې ده؛ داسې پاراډایم چې د افغانانو ملي اراده، جغرافیه، تاریخي هویت او ستراتېژیکې ګټې په یوه روښانه مسیر کې سره وتړي. د اوفا شبکې ټینګار پر ستراتېژیک پاراډایم موږ وار وار ویلي چې په هستوي وړتیاوو سمبال هېژمونیک پاکستان زموږ د لوی هېواد ستونزو ته ستراتېژیک بُعد ورکوي. له بلې خوا، د طالبانو رېژیم د افغان ولس د روا غوښتنو پر وړاندې استخباراتي چلند کوي. له دې ملي ویجاړۍ څخه وتل په هغو لنډمهالو هڅو نه کېږي چې یوازې پر نن او سبا تمرکز کوي او بل سبا له پامه غورځوي. د اوفا شبکه په دې باور ده چې افغانان د پان‌افغان یوه داسې جغرافیه‌محوره ستراتېژیک روایت او مشرۍ ته اړتیا لري چې پیل، منځ او پای یې روښانه وي؛ داسې جغرافیه‌محوره روایت چې افغانانو ته د خپل کلاسیک برم او حیثیت د بېرته ترلاسه کولو باور ورکړي. دا کار یو منظم او باډېسپلینه نوښت غواړي؛ داسې نوښت چې د قضیې پراخوالي، ژورتیا او پېچلتیا ته په کتو فکر او عمل وکړي، په کلیو او بانډو کې ریښې ولري او دا درک کړي چې افغان ولس په یوه تحمیل شوې، بې‌پایه لوبه او جګړه کې راګیر دی. د اوفا شبکه د همدې ستراتېژیکې اړتیا له مخې پر څلورمې نظریې ټینګار کوي. موږ باور لرو چې نوې لارې باید ووهل شي او ځوان نسل باید د مشرانو تر لارښوونې لاندې په قاطعیت سره کار وکړي. له افغان کلیو او بانډو څخه تر امریکا، کاناډا او اروپا پورې، د دې بهیر لپاره د یوه فکري ایکوسیستم د فعالولو کار ته مو ملا تړلې ده. د اوفا شبکه یو ځل بیا د یوه پیاوړي مرکزي جمهوریت د جوړېدو او د افغانانو د خاورې د طبیعي کېدو لپاره خپله ژمنه تازه کوي. شبکه پر ټولو غږ کوي چې د افغانانو د بېړۍ د ډوبېدو مخه ونیسي. د کونړ، کندهار، بامیان، خوست، کابل، پېښور او د لوی هېواد په هر ګوټ کې مېشتو افغانانو ته زموږ پیغام روښانه دی: تاسې په دې تحمیل شوې لوبه، ملي ناورین او د خپل لوی هېواد د بقا په مبارزه کې یوازې نه یاست. له خپلو کلیو او بانډو څخه تر نړۍوالې افغان ټولنې پورې، موږ له تاسې سره ولاړ یو. جغرافیایي او تحمیل شوې سیاسي کرښې زموږ ګډ تاریخي هویت، درد او برخلیک نه شي بېلولای؛ ستاسې درد زموږ درد، ستاسې مبارزه زموږ مبارزه او ستاسې راتلونکی زموږ ګډ ملي مسؤولیت دی. د اوفا شبکه لوی هېواد | پان‌افغانیزم | ستراتېژیک دود | څلورمه نظریه
2
17
1
28
1,043
OFA - د اوفا شبکه retweeted
پېچلی بشري ناورین؛ د ژمي په درشل کې ۱۹.۲ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د راتلونکي ژمي پر مهال به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان، چې د هېواد ۳۸ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي. له دې ډلې پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخ کېدای شي. پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان، له پراخو طبیعي زېرمو او کرنیز ظرفیت سره سره، د ژورې بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ شاهد دی؟ د افغان چارو څارونکي د دې ناورین د ژورېدو پړه د طالبانو پر لنډپارو تګلارو اچوي. دوی ټینګار کوي چې د طالبانو د مجهول‌الهویت مشر پرله‌پسې ډبرین فرمانونو هېواد لا منزوي کړی، اقتصادي فعالیتونه یې محدود کړي او بشري ناورین یې لا پسې ژور/ پېچلی کړی دی. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
3
11
257
OFA - د اوفا شبکه retweeted
کوروش از دریچۀ نامتعارف میان واقعیت تاریخی و تزویر سیاسی کوروش از بزرگ‌ترین جهان‌گشایان تاریخ باستان است؛ اما میان شخصیت تاریخی او و تصویری که در روایت‌های ملی‌گرایانه و سیاسی معاصر ارائه می‌شود، تفاوت‌های بنیادی وجود دارد. پروفیسور لینیت میچل (Lynette Mitchell)، تاریخ‌نگار دورۀ کلاسیک، در اثر پژوهشی خود Cyrus the Great: A Biography of Kingship، منتشرشده در سال ۲۰۲۳، روایت‌های متعارف دربارۀ خاستگاه، هویت و میراث سیاسی کوروش را به چالش می‌کشد. یکی از مهم‌ترین یافته‌های او این است که کوروش در هیچ‌یک از اسناد شناخته‌شدۀ برجای‌مانده، خود را پارسی معرفی نکرده است. کوروش؛ شاه انشان، نه مدعی هویت پارسی کوروش در منشور گِلی مشهور خود (Cyrus Cylinder)، که اکنون در موزیم بریتانیا در لندن نگهداری می‌شود، هرگز خویشتن را «پارسی» یا «شاه ایران» معرفی نمی‌کند؛ بلکه صراحتاً خود را «شاه انشان» می‌خواند. انشان سرزمینی با پیشینۀ تمدنی ایلامی بود. به باور میچل، کوروش احتمالاً از محیطی کوچ‌نشین با پیشینۀ قومی مختلط برخاسته بود. هویت قومی او همچنان نامشخص است. در روزگار کوروش، کشوری به نام فارس با مفهوم سیاسی و مرزهای امروزی وجود نداشت. بنابراین، نسبت دادن هویت ملی معاصر به او، بیشتر بازتاب بازخوانی سیاسی گذشته است تا نتیجۀ قطعی پژوهش تاریخی. انشان؛ خاستگاه کوچ‌نشینی کوروش انشان از مراکز تاریخی تمدن ایلامی بود؛ اما به روایت میچل، در سدۀ ششم پیش از میلاد دیگر جایگاه شهری پیشین خود را نداشت(در آن روزگار، چیزی جز دشتی خشک نبود). کاهش سکونت ثابت و فعالیت‌های زراعتی در بخش‌هایی از این جغرافیا، احتمال خاستگاه کوچ‌نشینی کوروش را تقویت می‌کند. کوچ‌نشینی در تاریخ آسیای جنوبی و مر کزی، از جمله افغانستان، سابقۀ طولانی دارد. اما شیوۀ زندگی کوچ‌نشینی به‌تنهایی هویت قومی کسی را مشخص نمی‌کند. از همین رو، انتساب قطعی کوروش به یک هویت قومی امروزی، بدون شواهد معتبر تاریخی، قابل دفاع نیست. جغرافیا؛ منطق گسترش قدرت کوروش میچل در بررسی جهان‌گشایی کوروش، بر اهمیت راه بزرگ خراسان، گذرگاه‌های زاگرس و مسیرهای ارتباطی میان بین‌النهرین، آسیای مرکزی و مدیترانه تأکید می‌کند. ارتش «اومان‌ماندا» که به فرمان کوروش درآمد، احتمالاً ساختاری چندقومی داشت. تسلط بر راه‌های تجارتی، منابع ثروت و مراکز شهری، از عوامل بنیادی گسترش قدرت او بود. امپراتوری کوروش بیش از آن‌که یک پروژۀ هویت‌محور باشد، ساختاری جغرافیامحور بود که بر قدرت نظامی و کنترل مسیرهای اقتصادی (غارت و چپاول) استوار می‌شد. کوروش؛ دادگر مطلق یا فرمان‌روای واقع‌گرا؟ در روایت‌های ستایش‌آمیز، کوروش نخستین مدافع حقوق بشر و کثرت‌گرایی معرفی می‌شود؛ اما شواهد تاریخی تصویر متفاوتی ارائه می‌کنند. او در برخی مناطق فتح‌شده، ساختارهای محلی را حفظ کرد؛ مشروط بر آن‌که مردمان مغلوب اقتدار او را می‌پذیرفتند و خراج می‌پرداختند. در برابر مقاومت، از خشونت نظامی نیز استفاده می‌کرد. رفتار او در سارد و برخی شهرهای یونانی نشان می‌دهد که مدارا و سرکوب، هر دو ابزار فرمان‌روایی او بودند. بنابراین، معرفی کوروش به‌عنوان بنیان‌گذار حقوق بشر و کثرت‌گرایی به مفهوم امروزی، با واقعیت‌های سیاسی جهان باستان سازگاری ندارد. کوروش تاریخی و اسطورۀ مشروعیت سیاسی گزنفون، نویسندۀ یونانی، حدود یک‌ونیم قرن پس از مرگ کوروش، تصویری آرمانی از او ارائه کرد. اما «کوروش‌نامه»، افزون بر روایت تاریخی، اثری دربارۀ رهبری، قدرت و الگوی مطلوب فرمان‌روایی نیز بود. از همین رو، ستایش کوروش در منابع یونانی را نمی‌توان بدون بررسی انتقادی، بازتاب دقیق شخصیت و عملکرد تاریخی او دانست. نسبت دادن فلسفۀ سیاسی کوروش به تصدی‌های جرمی امروزی، یا معرفی سارقان در لباس مصلحان به‌عنوان وارثان معنوی او، بیش از آن‌که بر شواهد مستند تاریخی استوار باشد، آمیزه‌ای از تحریف، تزویر و بهره‌برداری سیاسی از گذشته است. سخن پایانی کوروش در اسناد شناخته‌شدۀ خود، شاه انشان است؛ نه فرمان‌روایی که آشکارا خود را پارسی معرفی کرده باشد. هویت قومی او همچنان محل بحث است و خاستگاه اجتماعی‌اش احتمالاً با محیط کوچ‌نشینی پیوند داشت. جهان کوروش، جهان دولت-ملت‌های امروزی نبود؛ بنابراین، نمی‌توان مفاهیم ملی و سیاسی معاصر را به آن تعمیم داد. تاریخ را نمی‌توان با تزویر بازنویسی کرد و از اسطوره‌سازی تاریخی برای تصدی‌های جرمی معاصر مشروعیت تراشید! هویت نیوز | اطاق ایکولوژی رسانه‌ای و نظریات ستراتیژیک
1
10
3
18
2,387
OFA - د اوفا شبکه retweeted
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو کښت ۳۳۰ سلنه زیات شوی؛ د ملاهېبت الله تر واک لاندې ژورې بې‌وزلۍ او د بدیل معیشت نشتوالي افغان بزګران یو ځل بیا د کوکنارو کښت ته اړ کړي دي.
5
13
440
OFA - د اوفا شبکه retweeted
ارزونه| د پاکستان امنیتي کړکېچ او د ټوټه ټوټه فدرالي جوړښت زیانمنتیاوې په پاکستان کې وروستیو امنیتي پېښو د دغه ټوټه‌ټوټه فدرالي جوړښت ځینې بنسټیزې زیانمنتیاوې لا بربنډې کړې دي: (۱) د زغم محدود ظرفیت: د پاکستان پوځ او ولس د اوږدمهالو ځاني او مالي زیانونو پر وړاندې د زغم له محدود ظرفیت سره مخ دي؛ هغه کمزورتیا چې په فرسایشي جګړو کې ستراتېژیک اهمیت لري. (۲) د ملي هویت بحران: په هغو هېوادونو کې چې وګړي یې ځانونه د یوه ګډ ملي هویت برخه نه ګڼي، لکه د پاکستان تر کنټرول لاندې خیبر پښتونخوا، فدرالیتوب د ملي انسجام پر ځای د سیاسي وېش، بې‌ثباتۍ او ان د تجزیې خطر زیاتولای شي. (۳) د جغرافیې، ستراتېژیک چاپېریال او سیاسي نظام اړیکه: پاکستان د دوو کلاسیکو او تاریخي ملتونو، افغانستان او هند، ترمنځ په یوه حساس جغرافیایي موقعیت کې پروت دی. دغه جغرافیایي احاطه، د پاکستان د ټوټه ټوټه فدرالي جوړښت داخلي تضادونه او د ګډ ملي هویت ننګونې د هغه ستراتېژیکې زیانمنتیاوې لا پېچلې کوي. له همدې امله، د سیاسي نظام نوعیت باید یوازې د ایډیالوژیکو تمایلاتو او سیاسي مصلحتونو پر بنسټ ونه ټاکل شي؛ بلکې جغرافیه، ستراتېژیک چاپېریال، امنیتي اړتیاوې او ملي انسجام باید د دولت جوړونې بنسټیز معیارونه وي. وروستۍ خبره—د یوه هېواد لپاره د سیاسي نظام مناسبت د هغه له ستراتېژیک چاپېریال څخه په جلا توګه نه شي ارزول کېدای. هغه نظام چې د جغرافیې، ملي هویت او امنیتي واقعیتونو ترمنځ توازن ونه شي ساتلای، د ملي انسجام پر ځای د جوړښتي زیانمنتیاوو د ژورېدو لامل ګرځېدای شي. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
11
1
25
1,026
OFA - د اوفا شبکه retweeted
ستراتېژیکه ارزونه | د رژیم بقا که د افغانستان ملي ګټې؟ د ډېرو لوړپوړو طالب چارواکو ادراک دا دی چې د دوی د رژیم د بقا لپاره سیمه‌ییز اتصال او داخلي ستراتېژیکې زېرمې تر نړیوال مشروعیت ډېرې اړینې دي. دا محاسبه تر بل هر لیدلوري د هیبت‌الله له تور لیدلوري سره نږدېوالی لري؛ خو د رژیم بقا د هېواد د ثبات او ملي پرمختګ په معنا نه ده. سیمه‌ییز اتصال ښايي رژیم ته اقتصادي سرچینې برابرې کړي، خو د ملي مشروعیت، اغېزمنو بنسټونو او ستراتېژیک لیدلوري ځای نه شي نیولای. د دې لنډلیدې او ناسمې محاسبې بیه عام افغانان پرې کوي! هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
1
7
15
414
OFA - د اوفا شبکه retweeted
بلوچستان؛ آیا جنگ نامتعارف به‌سوی جنگ فرسایشی در حرکت است؟ حملۀ اخیر بر شبکۀ انتقال برق در بلوچستان پاکستان، که بر اساس گزارش‌ها سبب اختلال در برق‌رسانی به بخش‌هایی از سند و پنجاب شد، پرسش تازه‌ای را دربارۀ تحول ماهیت جنگ مطرح می‌سازد: آیا حملات در چارچوب جنگ نامتعارف (Unconventional Warfare)، به‌تدریج ابعاد یک جنگ فرسایشی (Attrition Warfare) را اختیار می‌کنند؟ در جنگ فرسایشی، تضعیف تدریجی ظرفیت اقتصادی، امنیتی و اداری دولت می‌تواند در کنار درگیری‌های نظامی، بخشی از محاسبات طرف‌های منازعه باشد. از دید مطالعات ستراتیژیک، حملات پی‌هم بر زیربناهای حیاتی، از جمله شبکه‌های برق، خطوط آهن و تأسیسات انرژی، می‌توانند مصارف حفاظت و بازسازی را افزایش داده و فعالیت‌های اقتصادی و خدمات عامه را مختل سازند. تخریب زیربناهای ملکی پیامدهای مستقیم بر زندگی مردم دارد و بررسی ابعاد نظامی و اقتصادی چنین حملاتی به معنای توجیه یا مشروعیت‌بخشیدن به آن‌ها نیست. هنوز عاملان حملۀ اخیر به‌گونۀ مستقل تثبیت نشده‌اند و یک رویداد به‌تنهایی برای اثبات تغییر ستراتیژی جنگ کافی نیست. آنچه از دید ستراتیژیک اهمیت دارد، بررسی احتمال شکل‌گیری یک شیوۀ دوامدار از تخریب زیربناهای حیاتی و فرسایش تدریجی ظرفیت اقتصادی و امنیتی دولت است؛ پدیده‌ای که در ابعاد گسترده‌تر در جنگ روسیه و اوکراین، به‌ویژه در حملات بر تأسیسات انرژی و شبکه‌های برق، نیز مشاهده می‌شود. با این تفاوت که ماهیت، مقیاس و طرف‌های درگیر در این دو منازعه یکسان نیستند. هویت نیوز | اطاق ایکولوژی رسانه‌ای و نظریات ستراتیژیک
8
2
16
595
OFA - د اوفا شبکه retweeted
د طالبانو مشر د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه روښانه ملي لیدلوري پر ځای د محدودوونکو او ډبرویزو فرمانونو په صادرولو بوخت دی👇
افغانستان؛ د تمدنونو زانګو او مهمه جغرافیه، خو د ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی یې شاته ساتي افغانستان یو کلاسیک قاره‌يي هېواد، د مدنیتونو سرچینه، د انساني فکر او تهذیب زانګو، د فرهنګونو د تېرېدو، یوځای کېدو او خپرېدو څلورلارې او د تمدني اړیکو تاریخي مرکز دی. انګریز تاریخ‌پوه ارنولډ ټاینبي (Arnold J. Toynbee) په خپل اثر Between Oxus and Jumna کې د اکسوس او جمنا ترمنځ د جغرافیې تمدني اهمیت ته پام اړوي. دا پراخه سیمه د تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو د ودې، ټکر، بدلون او متقابل اغېز ډګر پاتې شوې ده. خو له دې تاریخي عظمت او بې‌ساري جغرافیایي موقعیت سره سره، افغانستان لا هم د داسې ستراتېژیک پاراډایم له تشې سره مخ دی چې خپل تاریخي، جغرافیایي او بشري ظرفیتونه په ملي ځواک بدل کړي. نن د منځنۍ او سویلي آسیا نږدې هره سیمه‌ییزه غونډه چې د انرژۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اتصال پر محور جوړېږي، د افغانستان د جغرافیې ستراتېژیک ارزښت یو ځل بیا څرګندوي. افغانستان د دغو دوو لویو جغرافیو ترمنځ یوازې د تېرېدو لار نه، بلکې د سیمه‌ییز اتصال یوه مهمه کړۍ ده. خو جغرافیه په خپل ذات کې ځواک نه دی؛ هغه مهال په ملي ځواک بدلېږي چې تر شا یې مشروع دولت، ملي اراده او ستراتېژیک فکر موجود وي. د افغانستان اساسي ننګونه د تاریخي هویت، جغرافیایي موقعیت او طبیعي ظرفیتونو نشتوالی نه دی؛ بلکې د یوه داسې ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی دی چې دا ټول ظرفیتونه په یوه ګډ ملي لیدلوري کې سره وتړي. د دې ستراتېژیکې تشې تر ټولو څرګنده بېلګه د طالبانو اوسنۍ واکمني ده؛ په داسې حال کې چې سیمه د انرژۍ، اقتصاد او اتصال د راتلونکي نقشې په جوړولو بوخته ده، د طالبانو مشر د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه روښانه ملي لیدلوري پر ځای د محدودوونکو او ډبرویزو فرمانونو په صادرولو بوخت دی. افغانستان د تمدنونو څلورلارې پاتې شوی؛ خو د خپل تاریخي ظرفیت د راژوندي کولو لپاره یوازې جغرافیې ته نه، بلکې یوه خپلواک، واقعیت‌محوره او دوامداره ستراتېژیک پاراډایم ته اړتیا لري. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
6
15
325
OFA - د اوفا شبکه retweeted
تر ټولو خطرناک اشغال د خاورې اشغال نه دی بلکه د اذهانو اشغال دی. کله چې یو ملت د خپل ځان لپاره فکر کول پرېږدي، سرحدونه یې ښايي لا پر خپل ځای وي، خو ستونزې یې نور تعریفوي، دښمنان یې نور ټاکي او راتلونکی یې نور ورته لیکي. افغانستان یوازې سیاسي خپلواکۍ ته نه، فکري حاکمیت ته اړتیا لري. د افغان مفکرینو مرکز هڅه کوی داسې فکري چاپېریال رامنځته کړي چې افغانستان بېرته د خپل ځان لپاره فکر کول زده کړي. که خپل فکر تولید نه کړو، د نورو د شطرنج پر تخته به یوازې مهرې پاتې شو.
8
1
14
372
OFA - د اوفا شبکه retweeted
افغانستان؛ د تمدنونو زانګو او مهمه جغرافیه، خو د ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی یې شاته ساتي افغانستان یو کلاسیک قاره‌يي هېواد، د مدنیتونو سرچینه، د انساني فکر او تهذیب زانګو، د فرهنګونو د تېرېدو، یوځای کېدو او خپرېدو څلورلارې او د تمدني اړیکو تاریخي مرکز دی. انګریز تاریخ‌پوه ارنولډ ټاینبي (Arnold J. Toynbee) په خپل اثر Between Oxus and Jumna کې د اکسوس او جمنا ترمنځ د جغرافیې تمدني اهمیت ته پام اړوي. دا پراخه سیمه د تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو د ودې، ټکر، بدلون او متقابل اغېز ډګر پاتې شوې ده. خو له دې تاریخي عظمت او بې‌ساري جغرافیایي موقعیت سره سره، افغانستان لا هم د داسې ستراتېژیک پاراډایم له تشې سره مخ دی چې خپل تاریخي، جغرافیایي او بشري ظرفیتونه په ملي ځواک بدل کړي. نن د منځنۍ او سویلي آسیا نږدې هره سیمه‌ییزه غونډه چې د انرژۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اتصال پر محور جوړېږي، د افغانستان د جغرافیې ستراتېژیک ارزښت یو ځل بیا څرګندوي. افغانستان د دغو دوو لویو جغرافیو ترمنځ یوازې د تېرېدو لار نه، بلکې د سیمه‌ییز اتصال یوه مهمه کړۍ ده. خو جغرافیه په خپل ذات کې ځواک نه دی؛ هغه مهال په ملي ځواک بدلېږي چې تر شا یې مشروع دولت، ملي اراده او ستراتېژیک فکر موجود وي. د افغانستان اساسي ننګونه د تاریخي هویت، جغرافیایي موقعیت او طبیعي ظرفیتونو نشتوالی نه دی؛ بلکې د یوه داسې ستراتېژیک پاراډایم نشتوالی دی چې دا ټول ظرفیتونه په یوه ګډ ملي لیدلوري کې سره وتړي. د دې ستراتېژیکې تشې تر ټولو څرګنده بېلګه د طالبانو اوسنۍ واکمني ده؛ په داسې حال کې چې سیمه د انرژۍ، اقتصاد او اتصال د راتلونکي نقشې په جوړولو بوخته ده، د طالبانو مشر د هېواد د راتلونکي لپاره د یوه روښانه ملي لیدلوري پر ځای د محدودوونکو او ډبرویزو فرمانونو په صادرولو بوخت دی. افغانستان د تمدنونو څلورلارې پاتې شوی؛ خو د خپل تاریخي ظرفیت د راژوندي کولو لپاره یوازې جغرافیې ته نه، بلکې یوه خپلواک، واقعیت‌محوره او دوامداره ستراتېژیک پاراډایم ته اړتیا لري. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
10
1
17
608
OFA - د اوفا شبکه retweeted
مرکز متفکرین افغان (CFAT) گفت‌وگوی ویژه با حضور داکتر رمضان بشردوست رگزار می‌کند! موضوع: اقتصاد افغانستان؛ فرصت‌ها، چالش‌ها و راه‌های پیش‌رو در این گفت‌وگو دربارهٔ وضعیت کنونی اقتصاد افغانستان، کارهایی که انجام شده و نشده، فرصت‌های موجود، چالش‌های پیش‌رو و دیدگاه‌های داکتر بشردوست برای آیندهٔ اقتصادی کشور بحث می‌کنیم. دهلیز واخان و نقش آن در پیوندهای تجارتی و اقتصادی افغانستان با منطقه نیز از محورهای گفت‌وگو خواهد بود. با ما همراه شوید و پرسش‌های‌تان را با مهمان برنامه در میان بگذارید nitter.cf/i/spaces/1AJEmvp…

20
26
709
OFA - د اوفا شبکه retweeted
افغانستان او پاکستان؛ د ګډ ستراتېژیک هدف نشتوالی د افغانانو او پنجاب ترمنځ روان کړکېچ د افغانستان د کلاسیک او قاره‌ایز هېواد او د پاکستان د نوپایه دولت په کانټکس کې وڅېړئ او لاندې درې پوښتنې له ځان سره مطرح کړئ: ۱. موږ څه غواړو؟ ۲. هغوی څه غواړي؟ ۳. موږ په ګډه څه غواړو؟ درېیمه پوښتنه کېدای شي روښانه ځواب ونلري؛ ځکه جغرافیایي نږدېوالی د ګډو ستراتېژیکو موخو په معنا نه دی. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
1
13
1
21
491
OFA - د اوفا شبکه retweeted
پاکستان؛ د وسله‌والو ډلو د تبلیغاتي نفوذ په اړه ستراتېژیکې اندېښنې د پاکستان په ستراتېژیکو کړیو کې د وسله‌والو ډلو د اغېزناکو تبلیغاتي روایتونو په اړه اندېښنې څرګندېږي. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) تازه څېړنه ښيي چې د وسله‌والو بریدونو کمښت د دغو ډلو د کمزورۍ مانا نه لري؛ ځکه تبلیغاتي فعالیتونه یې هم د پاکستان د داخلي ثبات لپاره ننګونې رامنځته کولای شي. برتانوي پوځي افسر او ستراتېژیست، ټي. اې. لارنس (T. E. Lawrence)، د چریکي جګړې په اړه استدلال کاوه چې د یوه پاڅون لپاره د نفوس یوازې دوه سلنه فعاله ونډه او د پاتې ۹۸ سلنو غیرفعاله خواخوږي هم بسنه کولای شي. د پاکستان لپاره د لارنس استدلال ځکه اهمیت لري چې وسله‌وال پاڅونونه په هغو سیمو کې روان دي چې د پاکستان ټوټې ټوټې فدرالي له ولسي بې‌باورۍ او مخالفت سره مخ دی. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
8
2
17
659
OFA - د اوفا شبکه retweeted
افغانستان؛ بحران گرسنگی و فرسایش سرمایهٔ انسانی گزارش تازهٔ آسوشیتدپرس از بحران عمیق گرسنگی در افغانستان پرده برمی‌دارد. نزدیک به ۱۹ میلیون افغان با خطر گرسنگی شدید روبه‌رو اند و میلیون‌ها زن و کودک به تداوی سوءتغذیه نیاز دارند. ناظران باورمند اند که این بحران تنها یک فاجعهٔ بشری نیست؛ بلکه تهدیدی جدی برای سرمایهٔ انسانی، انسجام اجتماعی و آیندهٔ ستراتیژیک افغانستان است. سوءتغذیهٔ کودکان امروز می‌تواند ظرفیت فکری، اقتصادی و تولیدی نسل آینده را برای دهه‌ها تضعیف کند. در حالی که طالبان از امنیت و ثبات سخن می‌گویند، محرومیت میلیون‌ها افغان از ابتدایی‌ترین نیازهای زندگی، پرسش‌های بنیادی دربارهٔ حکومت‌داری و مسؤولیت‌پذیری مطرح می‌سازد. امنیت ملی بدون امنیت غذایی، آموزش و حفاظت از سرمایهٔ انسانی پایدار نمی‌ماند. ناظران تأکید می‌کنند که نبود امنیت غذایی، ممانعت از آموزش دختران، تلاش رژیم طالبان برای بازتعریف جامعه بر بنیاد دیدگاه ایدیولوژیک خود و انزوای جهانی، روند بحران بشری را عمیق‌تر ساخته و در نهایت می‌توانند مسیر ویرانی ملی را کوتاه‌تر سازند.
9
3
16
1,192
OFA - د اوفا شبکه retweeted
خو د پاکستان په دې ستراتېژیکه هندسه کې ملي صلابت هغه بنسټیز بُعد دی چې ښایي له پیله یې لازم ځای نه وي موندلی👇
تر محاصرې لاندې پاکستان: آیا د ستراتېژیک عمق دوکتورین په ستراتېژیک زیان بدل شوی دی؟ پنجاب د خپلې ستراتېژیکې هندسې له یوه بنسټیز تضاد سره مخ دی. اسلام‌آباد د لسیزو راهیسې هڅه کړې چې د جغرافیې، پوځي ځواک، ټکنالوژۍ او په افغانستان کې د نفوذ له لارې ستراتېژیک عمق ترلاسه کړي او د دوو کلاسیکو ملتونو، افغانستان او هند، ترمنځ دخپلې ستراتېژیکې محاصرې مخه ونیسي. خو د پاکستان په دې ستراتېژیکه هندسه کې ملي صلابت هغه بنسټیز بُعد دی چې ښایي له پیله یې لازم ځای نه وي موندلی. د هابسبرګ معما د پاکستان ټوټه‌ټوټه فدرالي جوړښت د هابسبرګ تاریخي معما راژوندۍ کوي. د هابسبرګ سترواکۍ، چې د اتریش–هنګري د دوه‌ګوني سلطنت په بڼه یې له ۱۸۶۷ تر ۱۹۱۸ کال پورې دوام وکړ، د نننۍ اتریش، هنګري، چک، سلواکیا، سلوانیا، کروشیا، بوسنیا، او د پولنډ، رومانیا، ایټالیا، سربیا او اوکراین د ځینو برخو په ګډون پراخه جغرافیه تر خپل واک لاندې لرله. په دې سترواکۍ کې شاوخوا ۵۲ میلیونه وګړي اوسېدل او لږ تر لږه لس لویې ژبنۍ ډلې پکې موجودې وې؛ جرمني، هنګري، چکي، سلواکي، پولنډي، اوکرایني، رومانوي، سلواني، ایټالوي او سربو-کرواتي. د دغو بېلابېلو ملي هویتونو، ژبنیو غوښتنو او مرکزي واک ترمنځ تضادونو د سترواکۍ سیاسي انسجام له دوامدارو ننګونو سره مخ کړی و. د هابسبرګ تجربې ستراتېژیک درس دا دی چې پراخه جغرافیه، پیاوړی پوځ او مرکزي واک په یوازې ځان د ستراتېژیک تضمین نه شي کولای. د دولت او بېلابېلو ولسونو ترمنځ د هویت، مشروعیت او سیاسي وفادارۍ مسئله د اوږدمهاله ثبات بنسټیز عنصر دی. البته، د هابسبرګ سترواکۍ ړنګېدل د لومړۍ نړیوالې جګړې له پوځي او سیاسي پایلو سره هم تړلي وو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پېښور او نورو افغان پښتني سیمو وروستۍ نښتې، او په بلوچستان کې د وسله‌والو خوځښتونو دوام، د پاکستان د داخلي انسجام ژورې ننګونې څرګندوي. بلوڅان د کلات د نصیرخان تاریخي میراث ته ګوري او پښتانه د احمدشاه ابدالي تاریخي هویت ته؛ هغه دوه تاریخي روایتونه چې د پنجاب له مرکزي دولتي روایت سره بنسټیز توپیر لري. په دې توګه، د پاکستان د فدرالي جوړښت ستونزه یوازې د واک د وېش او اداري صلاحیتونو مسئله نه ده؛ بلکې د ملي هویت، تاریخي مشروعیت، سیاسي استازیتوب او د دولت او ولسونو ترمنځ د اړیکو یوه ژوره ستراتېژیکه معما ده. د ستراتېژیک عمق تناقض پاکستان هڅه کړې چې په افغانستان کې د نفوذ له لارې خپل ستراتېژیک چاپېریال پراخ کړي او د احتمالي محاصرې په وړاندې ځان ته ستراتېژیک عمق برابر کړي. خو د دې بهرنۍ محاسبې ترڅنګ یې د خپل دولت د داخلي انسجام او ملي صلابت مسئله لا ناحل پاتې ده. جغرافیه، پوځ او ټکنالوژي د ځواک مهم عناصر دي، خو د ملي مشروعیت، ټولنیز باور او ملي صلابت، چې ملي هویت پکې مرکزیت لري، ځای نه شي نیولی. په ځانګړي ډول، هغه دولت چې د بېلابېلو تاریخي هویتونو او متضادو سیاسي غوښتنو پر بنسټ جوړ شوی وي، یوازې د پوځي ځواک او امنیتي ادارو له لارې دوامدار ملي انسجام نه شي ترلاسه کولای. نو څه؟ د پاکستان د ستراتېژیک عمق د دوکتورین بنسټیز تناقض دا دی چې اسلام‌آباد له غیرطبیعي کرښو هاخوا د ستراتېژیک عمق په لټه کې دی، په داسې حال کې چې په خپل داخلي جوړښت کې د ملي صلابت له ژورو ننګونو سره مخ دی. د دې تجربې ستراتېژیک درس دا دی چې یو دولت ښایي جغرافیه ترلاسه کړي، خو له ملي صلابت پرته یې په دوامدار ستراتېژیک ځواک نه شي بدلولای. ځکه ستراتېژیک عمق یوازې د جغرافیې د پراخوالي او پوځي ټګلارو مسئله نه ده؛ بلکې د دولت د داخلي انسجام، ملي مشروعیت، تاریخي هویت او په ټوله کې د ټولنې د ملي صلابت مجموعه ده. لکه څنګه چې د هویت نیوز په نننۍ سهارنۍ ارزونه کې هم اشاره وشوه، له امنیتي بحرانونو نیولې تر قومي او سیاسي درزونو پورې، د پاکستان نږدې ټول ستراتېژیک ویکتورونه د دغه ټوټې ټوټې فدرالي دولت د متلاشي کېدو لوري ته اشاره کوي. په همدې وضعیت کې د پاکستان د احتمالي تجزیې بحث هم ورځ تر بلې د ستراتېژیکو ارزونو برخه ګرځي؛ که څه هم د دغو فشارونو موجودیت په خپله د تجزیې حتمي کېدل نه ثابتوي. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
7
17
392

1,477
د اوفا شبکې د تېرې یکشنبې په سپېس کې د سیګار ادارې له لوړپوړي چارواکي، دېوېډ شواندمن، سره مو لاندې پوښتنه تر شننې لاندې نیولې ده: هغه کسان څوک وو چې په افغان خاوره کې یې د معافیت فرهنګ ته وده ورکړه، لویه څارنوالي یې د جنایي او حقوقي دوسیو په ادیره بدله کړې وه، څارنوالان او مستنطقین یې ګواښل، دولتي ځمکې یې غصبولې، سیاسي ترورونه یې کول، او د غلا شویو پیسو په مټ د واک او ځواک پر څوکیو ناست وو؟ د دې مهم بحث ثبت شوې بڼه واورئ👇
8
18
485
OFA - د اوفا شبکه retweeted
ALERT: OFA Statement Pakistan’s Militarization of Afghan Territories The Organized for Afghanistan (OFA) Network expresses grave concern over reports of emergency rule, the suspension of provincial authorities, and the growing militarization of Peshawar and the wider Afghan Pashtun territories. These developments raise fundamental questions about Pakistan’s internal cohesion, regional conduct, and long-term strategic stability. A Modern Habsburg Dilemma Pakistan increasingly exhibits characteristics of a modern-day Habsburg-style patchwork state, attempting to consolidate distinct historical peoples under a centralized, predominantly Sunni Islamic national identity. Yet Afghan Pashtuns, Baluch, and other communities retain historical identities and political traditions that cannot simply be subordinated to a security-centered national project. This contradiction is particularly consequential for Afghan Pashtuns, whose political inheritance includes the state-building tradition of Ahmad Shah Abdali, and Baluch communities, whose historical legacy includes the Khanate of Kalat under Nasir Khan. Bismarck’s Playbook and Strategic Encirclement Externally, Pakistan appears to be pursuing a version of Bismarckian Realpolitik: expanding defense relationships with Saudi Arabia and Türkiye, engaging militarily with Russia, and positioning itself diplomatically between Iran and the United States. Much like Bismarck’s Dual Alliance, Mediterranean Agreements, and Reinsurance Treaty, these overlapping arrangements seek strategic maneuverability and protection against isolation. Yet Pakistan operates under fundamentally different historical and geopolitical circumstances, particularly its enduring anxieties over strategic encirclement involving two classical nations—Afghanistan and India. The Nuclear Question and the New Great Game Pakistan’s nuclear ambitions have long concerned American policymakers. Declassified U.S. diplomatic cables published by the National Security Archive reveal that, in 1988, senior Pakistani military officials envisioned a broader Islamic strategic bloc incorporating Afghanistan, Türkiye, and potentially Iran. Separately, U.S. Ambassador John Gunther Dean reported Indian concerns over the possible emergence of an Islamic nuclear force. These historical records raise consequential questions about Islamabad’s regional ambitions and the strategic implications of its nuclear arsenal. Against this background, OFA asks: Can a nuclear-armed state confronting insurgencies in Pashtun and Baluch territories, military tensions with neighboring countries, and mounting domestic political fragmentation sustain the institutional cohesion, command-and-control reliability, and security safeguards necessary to protect its nuclear arsenal? This question warrants serious international scrutiny without presuming that Pakistan has lost control of its nuclear weapons. Human Rights and Historical Stewardship OFA reiterates its concerns regarding enforced disappearances, political repression, restrictions on civil liberties, and the militarization of Pashtun and Baluch communities. Counterterrorism must not become an instrument for suppressing legitimate political identities or fundamental human rights. OFA maintains that lasting regional stability requires addressing unresolved historical and territorial questions inherited from colonial arrangements, including recognition of the ancestral lands, historical stewardship, and political agency of Afghans and Baluch. Any restoration of historical stewardship must proceed through peaceful, legitimate political processes reflecting the freely expressed will of the affected peoples. Pakistan cannot resolve its internal Habsburg-style contradictions through Bismarckian diplomacy, nor can military coercion provide a substitute for historical legitimacy. OFA remains committed to a nonviolent, Pan-Afghan vision rooted in historical continuity and regional stability. The OFA Network
2
16
4
32
1,815
OFA - د اوفا شبکه retweeted
د اوفا شبکه: پاکستان له معاصر هابسبورګي کړکېچ سره مخ دی د اوفا شبکه په خپله تازه اعلامیه کې د پاکستان داخلي تضادونه د هابسبورګ له تاریخي تجربې او بهرنۍ ډیپلوماسي یې د بسمارک له ریال‌پولیټیک سره پرتله کوي. د هابسبورګ په څېر، پاکستان هم هڅه کوي چې بېلابېل تاریخي ولسونه د یوه مرکزي ملي هویت تر چتر لاندې وساتي، خو د افغان پښتنو او بلوڅانو تاریخي هویتونه او سیاسي میراثونه د دې پروژې پر وړاندې بنسټیزې ننګونې دي. له بلې خوا، اسلام‌اباد د بسمارک د ډیپلوماسۍ په څېر، له بېلابېلو سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو سره د تړونونو له لارې هڅه کوي چې له ستراتېژیکې انزوا او محاصرې ځان وساتي. خو بهرني ائتلافونه د داخلي مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولی. شبکه ټینګار کوي چې پوځي ځواک او بهرني تړونونه د تاریخي مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولی. هویت نیوز
11
2
21
713