General Murad (@GeneralMurad4) header
General Murad (@GeneralMurad4) profile picture

Former Deputy of MoD, Deputy Chief of Army, Deputy Interior Minister for Security,ANA Ground Forces Commander, Kabul garrison commander, 209th Corps commander.

Joined September 2021
Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)Photo by General Murad (@GeneralMurad4)
General Murad retweeted
د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمدحنیف اتمر د هېواد د روانو بحرانونو د سوله‌ییز حل لپاره د پراخو بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده. اتمر په یوه لیکنه کې ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د اساسي مسایلو په اړه په کورنیو او نړیوالو سیاسي کړیو کې مهم بحثونه پیل شوي دي. نوموړي ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې بنسټیز اختلافات او جدي ستونزې لا هم پر خپل ځای دي، خو که په دې وروستیو کې د واکمن نظام د مشرتابه له لوري مطرح شوي اصول په رسمي سیاست او عملي اقداماتو بدل شي، د بحران د سوله‌ییز او دوامدار حل لپاره مهم ګام کېدای شي. د اتمر په وینا، د دغو اصولو مهم ټکي د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی، د قومي، ژبني، سیمه‌ییز او سیاسي تبعیض پر وړاندې مبارزه، د ټولو وګړو د اساسي حقونو برابرول، د ملي یووالي پیاوړتیا، په حکومت کې د وړتیا او اهلیت پر بنسټ د خلکو ګډون او هېواد ته د ټولو افغانانو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو زمینه برابرول دي. هغه ټینګار کړی، که دغه اصول د واکمن نظام د مشرتابه د رسمي سیاست او واقعي ارادې څرګندونه کوي، نو بل اړین ګام باید د پراخو بین‌الافغاني مذاکراتو پیل وي. اتمر ویلي، د دغو مذاکراتو موخه باید د سیاسي ډلو او شخصیتونو ترمنځ د واک او څوکیو وېش نه وي، بلکې د اساسي قانون، ملي اصولو او د هېواد د پاتې اختلافاتو د حل په اړه باید یوې هوکړې ته ورسېږي. د بهرنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړې، چې نوی اساسي قانون باید د افغانانو د منلو وړ وي او د ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ګډون د ټولو وګړو اساسي حقونه او ازادۍ تضمین کړي. د هغه په باور، د خلکو پر حکومت او سیاسي نظام د دوامدار باور رامنځته کېدل د دغو حقونو په قانوني تضمین او عملي پلي کېدو پورې تړلي دي. اتمر په پای کې له واکمنو غوښتي، چې د اصولو له بیانولو او د دریځونو له اعلانولو څخه عملي ګامونو ته ولاړ شي او د واقعي او پراخو بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. هغه باور څرګند کړی، چې دا ډول مذاکرات کولای شي د ملي توافق، د روانو بحرانونو د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.
3
3
33
2,699
General Murad retweeted
مراد علی مراد، جنرال اردوی حکومت پیشین افغانستان در صحبت با صدای امریکا، طالبان را همدست گروه های تروریستی خواند. مراد در این مصاحبه در مورد مسایل مختلف صحبت کرده است که شرح کامل آن را به زودی در نشرات ماهواره‌ای و دیجیتلی صدای امریکا دنبال خواهید کرد.
5
6
89
6,545