پښتانه د مینې، ژوند، آزادۍ، علم او موسیقۍ خلک دي؛ خو د ناپوهۍ، افراطیت او غیرمعقولو افکارو هغه بار چې د دوی پر اوږو په لوی لاس اېښودل شوی، د دوی اصلي هویت نه دی، بلکې پر فکر او شعور تپل شوې تیاره ده. پښتانه له دې تیارو ډېر لوی دي!
🌱❤️🩹
د وطن نوموتي او نومیالي هنرمند له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د هنر په ډګر کې یې یوه نههېرېدونکې تشه پرېښوده.
د هغه کورنۍ، دوستانو، مینهوالو او ټولو هنرپالو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.
یاد او هنري میراث به یې تل ژوندی وي!
💐🙏
د بې کس په ماتم کله چا نارې کړې
څوک په مرګ د شمې ولیده غمګین چا؟
څوک په زخم پاهه ږدي د بېکسانو
د یتیم اوښکې کړې وچې په استین چا؟
#شیدا
د دې ماشوم په سترګو، څېره او چلند کې د وطن د بېوزلۍ، انساني محرومیت او اقتصادي ناورین یوه ډېره دردوونکې کیسه کوکارې وهي.🥺
زه شناس ځم نن د بې وسو پۀ کوڅه تیرېږم
ماته لمدې جامې راواغوندئ، چې اور وانخلم
#زاهدشناس
افغان ماشومان د مینې، عاطفې، خوښۍ او ازادۍ له احساسه ډک دي؛ دوی د محرومیت او محدودیت نه، بلکې د مینې، درناوي او داسې ژوند مستحق دي چې ماشومتوب پکې په خندا او ازادۍ تېر کړي.
یوه نه یوه ورځ به دا لمر راخیژي یادت باش!
❤️🩹🌱
1
17
586
که په یار پسې څوک سپینې جامې رنګ کا
آواره دې د نیمګړې دنیا ننګ کا
شپه او ورځ دې پسې ژاړي، یار دې غواړي
که مین وي په رښتیا، ځان دې ملنګ کا
ښایسته بلا دې ولیده خوشاله
اوس که زړه منع کوې سترګې دې جنګ کا
#خوشال_بابا
7
352
نه يې ملک، نه يې لښکر، نه يې ګنجونه
تر خانانو دماغي دي ښکلې نجونه
#خوشال_بابا
6
287
بابا که د عمر له پلوه سپینږیری ښکاري، خو په زړه کې یې لا هم د ځوانۍ شور او د ژوند ولوله ژوندۍ ده. موسیقي یې لا هم د روح ملګرې، د مینې ژبه او د ژوند د ښکلا انعکاس دی. کلونه تېرېږي، وجود زړېږي، خو د موسیقۍ هغه مینه نه زړېږي چې له زړه راټوکېدلې وي.
❤️🩹🌱
په سر مې چج زلفې پرتې دي
ورلاندې مه شه د نامرد سړي لاسونه
#لنډۍ

