پښتانه د مینې، ژوند، آزادۍ، علم او موسیقۍ خلک دي؛ خو د ناپوهۍ، افراطیت او غیرمعقولو افکارو هغه بار چې د دوی پر اوږو په لوی لاس اېښودل شوی، د دوی اصلي هویت نه دی، بلکې پر فکر او شعور تپل شوې تیاره ده. پښتانه له دې تیارو ډېر لوی دي!
🌱❤️🩹
د وطن نوموتي او نومیالي هنرمند له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د هنر په ډګر کې یې یوه نههېرېدونکې تشه پرېښوده.
د هغه کورنۍ، دوستانو، مینهوالو او ټولو هنرپالو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.
یاد او هنري میراث به یې تل ژوندی وي!
💐🙏
د بې کس په ماتم کله چا نارې کړې
څوک په مرګ د شمې ولیده غمګین چا؟
څوک په زخم پاهه ږدي د بېکسانو
د یتیم اوښکې کړې وچې په استین چا؟
#شیدا
د دې ماشوم په سترګو، څېره او چلند کې د وطن د بېوزلۍ، انساني محرومیت او اقتصادي ناورین یوه ډېره دردوونکې کیسه کوکارې وهي.🥺
زه شناس ځم نن د بې وسو پۀ کوڅه تیرېږم
ماته لمدې جامې راواغوندئ، چې اور وانخلم
#زاهدشناس
افغان ماشومان د مینې، عاطفې، خوښۍ او ازادۍ له احساسه ډک دي؛ دوی د محرومیت او محدودیت نه، بلکې د مینې، درناوي او داسې ژوند مستحق دي چې ماشومتوب پکې په خندا او ازادۍ تېر کړي.
یوه نه یوه ورځ به دا لمر راخیژي یادت باش!
❤️🩹🌱
1
17
587
که په یار پسې څوک سپینې جامې رنګ کا
آواره دې د نیمګړې دنیا ننګ کا
شپه او ورځ دې پسې ژاړي، یار دې غواړي
که مین وي په رښتیا، ځان دې ملنګ کا
ښایسته بلا دې ولیده خوشاله
اوس که زړه منع کوې سترګې دې جنګ کا
#خوشال_بابا
7
354
نه يې ملک، نه يې لښکر، نه يې ګنجونه
تر خانانو دماغي دي ښکلې نجونه
#خوشال_بابا
6
288
بابا که د عمر له پلوه سپینږیری ښکاري، خو په زړه کې یې لا هم د ځوانۍ شور او د ژوند ولوله ژوندۍ ده. موسیقي یې لا هم د روح ملګرې، د مینې ژبه او د ژوند د ښکلا انعکاس دی. کلونه تېرېږي، وجود زړېږي، خو د موسیقۍ هغه مینه نه زړېږي چې له زړه راټوکېدلې وي.
❤️🩹🌱
په سر مې چج زلفې پرتې دي
ورلاندې مه شه د نامرد سړي لاسونه
#لنډۍ
افغان ماشومان هم د زدهکړو، ازادۍ او مینې تږي دي؛ خو له بده مرغه، د دوی ګڼې هیلې او رنګین خوبونه د غربت، بېوسۍ او محرومیت تر سیوري لاندې خاورې کېږي. څومره دردونکې ده چې یو ماشوم د خپل راتلونکي د جوړولو پر ځای د ژوند له لومړنیو حقونو سره د مبارزې په حال کې وي.
ونڅا صنمې وه صنمې!
په نړۍ کې اویا زره ژبې ویل کیږي. په دې اویا زره ژبو کې اویا زره ځله ویل شوي چې ښځه د کایناتو/مینې پاخه سرچنه ده.
💎👩🏻
افغان ماشومان هم د نړۍ د نورو ماشومانو په څېر د خندا، لوبو، زدهکړو او یوه باعزته ژوند حق لري. د ماشومانو له ماشومتوبه دا حق اخیستل، د هغوی د راتلونکي له منځه وړل دي.
ماشومان د محرومیت او کړاو لپاره نه، بلکې د خوشحالۍ او پرمختګ لپاره پیدا شوي دي.
3
219
Replying to @0wrongenemy
ما دا ژباړه له یو ملګري را کاپي کړه که مې یې کتاب یا لیکنې پیدا کړم ضرور به یې درته ولیږم.
1
1
17

