Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د اسلامآباد د دریځ په هکله دغسې یو برداشت نه یوازې ناسم او خطرناک دی، بلکې په لوی لاس د استعمار د قراردادي هیواد، پاکستان، د شومو پروژو د ملاتړ په معنی هم دی. که تاسو د پاکستان د دریځ ملاتړ کوئ، دا د استعمار د دریځ ملاتړ دی، او د استعمار دریځ او هدف زموږ د هیواد بېثباته ساتل دي؛ دا بې ثباتي که د طالب له لاسه وي او یا د طالب د سټراتیژیکو وروڼو، یعنې مجاهدینو/جنګسالارانو په واسطه!
مجیبالرحمن رحیمی، سخنگوی پیشین، میگوید پاکستان رویکرد خود در برابر طالبان را تغییر داده است. او تاکید میکند که مخالفان طالبان با پاکستان دشمنی ابدی ندارند و باید از سیاستهای درست اسلامآباد حمایت شود.
بحث روز در یوتیوب: youtu.be/l92IfBZ_wuY?si=f23j…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د جمهوري ریاست د چارو ادارې پخواني مشر ډاکټر فضلمحمود فضلي د یو شمېر پخوانیو افغان سیاسي څېرو پر هغو اعلامیو نیوکه کړې چې د امریکا د کانګرس د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته یې خپرې کړې دي.
فضلي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، یو شمېر پخواني افغان سیاسي مخور د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې د ټاکنو ستاینه کوي او ورپسې له واشنګټن څخه غواړي چې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي.
نوموړي دا ډول غوښتنې د خواشینۍ وړ بللې او پوښتنه یې کړې چې دغه سیاستوال، له پنځوس کلنې سیاسي تجربې سره سره، ولې لا هم فکر کوي چې یو بهرنی هېواد، په ځانګړې توګه امریکا، افغانستان باثباته کولای شي؟
فضلي زیاته کړې، د افغانستان د واک او سیاست په جوړښت کې ښکېلې دغې ډلې داسې ښکاري چې له خپلو تېرو تجربو څخه یې هېڅ زدهکړه نه ده کړې.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د انجوګانو د رول او اغېزو په اړه دا بحث حتماً وګورئ!
کله ناکله د مرستو او پروژو پر لنډمهالو ګټو تمرکز کوو، خو پر دولت، ټولنې او زموږ پر راتلونکي یې اوږدمهالې اغېزې له پامه غورځوو. دې بحث زه هم د موضوع پر هغو اړخونو ژور فکر کولو ته وهڅولم چې ډېر ځله ورته پام نه کوو.
له ډاکټر صاحب لیوال، ښاغلي شاپور ژمن او ډاکټر هارون حکیمي څخه د دې ژور او ارزښتناک بحث مننه. له مطرح شویو نظرونو سره موافقه یا مخالفت خپل ځای لري؛ خو د موضوع د ښه درک لپاره یې په حوصله واورئ او پر استدلالونو یې فکر وکړئ.
@ZhmanShapoor
@GhafoorLiwal
@HaroonHakimi1
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
دا چې انجوګانې څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟
د انجوګانو په اړه د افغانستان اکثریت ګوند د وروستۍ رسالې په تړاو په دغه بحث کې، د اکثریت ګوند په استازیتوب ښاغلي شاپور ژمن دغو پوښتنو ته د اکثریت ګوند له دریځه ځوابونه ویلي. دغه بحث په لاندې لینک کې کتلای شئ. youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=Rprp…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د دکتور لېوال سره مې د افغانستان اکثریت گوند په استازولي د هېواد په ناورین کې د انجويي فرهنگ په ونډه بحث کړی.
د بحث محتوا د اکثریت گوند په رسالې «د ملي دولتونه او سیاسي بنسټونه په کمزوري کولو کې د انجوگانو رول» باندې متمرکزه وه.
تړونی/لینک:
youtu.be/UnqbGt-bZBk?is=2siE… via @YouTube
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د استاد نبي ګل ژوندلیک
د افغانستان د کلاسیکې او ولسي موسیقۍ نومیالی استاد، سندرغاړی او د پښتو ولسي موسیقۍ پالونکی
۱. زېږون او کورنۍ
استاد نبي ګل د ۱۲۷۸ او ۱۲۸۰ لمریزو کلونو ترمنځ د ننګرهار ولایت د ګولایي په کلي کې زېږېدلی و. د پلار نوم یې حسن ګل و، چې د خپل وخت له پېژندل شویو سازوونکو څخه ګڼل کېده.
استاد نبي ګل د خپلې وینا له مخې، موسیقي له اووه پخوانیو کورنیو نسلونو څخه په میراث ورپاتې وه. نوموړی له ماشومتوبه د موسیقۍ په چاپېریال کې لوی شو او د کورنۍ هنري دود یې د خپل ژوند د مسلک بنسټ وګرځاوه.
۲. د موسیقۍ زده کړې او لومړنۍ روزنه
استاد نبي ګل په لس کلنۍ کې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې. د سرندې غږول او د موسیقۍ لومړني بنسټونه یې له خپل مشر ورور استاد غلام حسن څخه زده کړل، چې د سرندې تکړه غږوونکی و.
وروسته یې د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ د نومیالي استاد قاسم افغان شاګردي پیل کړه. د هغه په روزنیز چاپېریال کې یې د موسیقۍ د بېلابېلو څانګو زده کړې وکړې. د بېلابېلو سازونو تر څنګ یې د سندرو ویلو هنر هم زده کړ او هغه هنري لارې یې تعقیب کړې چې استاد قاسم ورته ورښودلې.
۳. هند ته سفر او د موسیقۍ د زده کړو پراختیا
استاد نبي ګل د خپلو هنري زده کړو د بشپړولو لپاره د هند لاهور ښار ته سفر وکړ. هلته یې د استاد پیر بخش په شاګردۍ کې د موسیقۍ ځینې راګونه زده کړل.
بېرته خپل هېواد ته تر راستنېدو وروسته یې د موسیقۍ د لا ډېرو زده کړو لپاره د استاد غلام حسین شاګردي پیل کړه او د هغه له هنري پوهې او تجربو څخه یې ګټه واخیسته.
ورپسې یې د استاد چاچه محمود، چې د استاد هاشم پلار و، په روزنه کې د طبله غږولو زده کړه وکړه. نوموړي د طبله غږولو په برخه کې هم د پام وړ مهارت ترلاسه کړ او څو کاله یې دا ساز په هنري وړتیا غږاوه.
په دې توګه، استاد نبي ګل د سرندې، طبله او نورو سازونو د غږولو ترڅنګ د کلاسیکې موسیقۍ په بېلابېلو څانګو کې پراخه زده کړه او تجربه ترلاسه کړه.
۴. د خپلواک هنري ژوند پیل
د موسیقۍ د زده کړو او اوږدې هنري روزنې له بشپړولو وروسته استاد نبي ګل د یوه خپلواک سندرغاړي په توګه د کابل هنري او کلتوري غونډو ته لاره ومونده.
په هغه وخت کې چې لا د افغانستان راډیو خپل خپرونې نه وې پیل کړې، د کابل د خرابات او خواجه خوردک په کوڅه کې د نوموړي غږ د نورو نومیالیو هنرمندانو تر څنګ اورېدل کېده.
نوموړي د خپل وخت له مشهورو استادانو، په ځانګړي ډول استاد قاسم افغان، استاد غلام حسین او استاد رحیم ګل سره هممهاله هنري فعالیتونه کول.
د هغه ځانګړې وړتیا د ولسي او سیمهییزو سندرو په پېژندلو، راټولولو او په خپل اصلي سبک کې د هغو په وړاندې کولو کې وه. استاد نبي ګل د خلکو له منځه ولسي سندرې راټولولې او هڅه یې کوله چې د هغو اصلي ژبنی او هنري رنګ وساتي.
۵. په راډیو کابل کې هنري فعالیتونه
د راډیو کابل له جوړېدو وروسته استاد نبي ګل د لومړنیو سندرغاړو په ډله کې شامل شو او غږ یې د راډیو له څپو څخه د افغانستان خلکو ته ورسېد.
نوموړي د راډیو له لارې د پښتو ولسي موسیقۍ په خپرولو او پراختیا کې مهم رول ولوباوه. هغه د ښارونو، کلیو او بانډو له خلکو څخه اصیلې ولسي سندرې، ترانې، بدلې او نورې فولکلوريکې ټوټې راټولولې او په خپل ځانګړي غږ او سیمهییز لحن یې وړاندې کولې.
استاد نبي ګل د ولسي سندرو په ټاکلو او وړاندې کولو کې ځانګړی ذوق درلود. سندرې یې په هماغه اصلي سیمهییزه بڼه او ساده ژبه ویلې چې د خلکو له ورځني ژوند او فرهنګي دودونو سره یې تړاو درلود.
نوموړي د پښتو ولسي موسیقۍ په ځانګړي ډول د لنډیو پر بنسټ سندرې په بېلابېلو هنري بڼو وړاندې کړې. د تېرایي په نوم د ځانګړي سندریز سبک په اجرا کې یې ځانګړی نوم او مقام درلود او د خپل وخت په هنرمندانو کې د دې سبک له مخکښو استادانو څخه ګڼل کېده.
د ولسي موسیقۍ ترڅنګ یې د کلاسیکې موسیقۍ، غزل او تمهري سندرو په برخه کې هم وړتیا درلوده. په هنري غونډو کې به یې کله ناکله تمهري سندرې هم ویلې.
استاد نبي ګل یوازې سندرغاړی نه و، بلکې خپله یې هم د سندرو جوړونې چارې ترسره کولې. ډېرې سندرې یې په خپله جوړولې او ځینې جوړې شوې سندرې یې د راډیو نورو سندرغاړو ته ورکولې، څو هغوی یې هم وغږوي.
نوموړي په پښتو او دري دواړو ژبو سندرې ویلې او د هند، پاکستان او ایران په ګډون یې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي وو. په دغو سفرونو کې یې د افغانستان د اصیلې ولسي موسیقۍ د پېژندنې او خپرولو هڅې هم کړې وې.
۶. د راډیو له فعالیتونو لنډمهاله لرېوالی
استاد نبي ګل د خپل هنري ژوند په یوه پړاو کې د کابل راډیو له فعالیتونو څخه لرې شو او د هېواد شمالي سیمو ته ولاړ.
د هغه دا لرېوالی شاوخوا اته کاله دوام وکړ. په دې موده کې یې په کوچنیو هنري غونډو، د دوستانو په محفلونو او شخصي مېلمستیاوو کې سندرې ویلې، خو د راډیو له لارې یې غږ د خلکو تر غوږونو نه رسېده.
د هغه د غږ مینهوال په دې موده کې د نوو سندرو له اورېدو بېبرخې وو. د راډیو کابل لپاره هم د هغه نهشتون د پام وړ تشه بلل کېده.
وروسته چې استاد نبي ګل بېرته کابل ته راستون شو، له راډیو سره یې خپل هنري فعالیتونه له سره پیل کړل. هغه د خپلې نوې تجربې او هنري زېرمې په مرسته یو ځل بیا د ولسي سندرو له لارې د خلکو غوږونو ته ورسېد.
۷. ښوونیز او اداري فعالیتونه
استاد نبي ګل د سندرو ویلو او د موسیقۍ د جوړولو ترڅنګ د موسیقۍ د زده کړې او د نوو هنرمندانو د روزنې په برخه کې هم فعالیت درلود.
نوموړي د کابل راډیو د موسیقۍ په روزنیزو کورسونو کې د ښوونکي دنده ترسره کوله او د موسیقۍ زدهکوونکو ته یې روزنه ورکوله.
همدارنګه یې د کابل راډیو د پښتو موسیقۍ د څانګې د تنظیموونکي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د هغه د روزنې له لارې یو شمېر هنرمندان وروزل شول. د ده له روزل شویو زدهکوونکو څخه نجف علي رجأ، چې ښه سندرغاړی و، او غلام سرور، چې د هارمونیه په غږولو کې یې مهارت درلود، د یادونې وړ دي.
د استاد نبي ګل هنري هڅو د پښتو ولسي موسیقۍ د ساتنې، پراختیا او راتلونکو نسلونو ته د لېږد په برخه کې ارزښتناک رول درلود.
۸. کورنی ژوند
استاد نبي ګل دوه ودونه کړي وو او د دواړو ودونو له پایلې څخه یې ۲۴ اولادونه لرل.
د هغه له زامنو څخه پنځه تنه د افغانستان د راډیو له ښو او پېژندل شویو سازوونکو څخه وو. د نوموړي اولادونو هم د موسیقۍ په ډګر کې د خپل پلار هنري لاره تعقیب کړې وه.
۹. د ژوند وروستۍ ورځې او مړینه
استاد نبي ګل د ژوند په وروستیو کلونو کې له اوږدې ناروغۍ سره مخ شو.
نوموړی د ۱۳۵۰ لمریز کال د مرغومي میاشتې پر ۱۷مه، د جمعې ورځې په نیمه شپه، د کابل د خرابات په خپل کور کې د څه باندې اویا کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د هغه مړینه د افغانستان د موسیقۍ په ډګر کې یوه لویه هنري ضایعه وبلل شوه.
د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر د استاد نبي ګل مړینه یوه ستره هنري ضایعه وبلله او نوموړی یې د استاد قاسم او استاد غلام حسین په څېر د افغانستان د موسیقۍ د بنسټ اېښودونکو له ډلې څخه وګاڼه.
د وزیر په وینا، استاد نبي ګل د افغانستان د موسیقۍ په ځانګړي ډول د پښتو ولسي موسیقۍ په پراختیا کې د یوه ځلانده ستوري په توګه ونډه اخیستې وه او د هېواد د ولسي سندرو یوه لویه زېرمه یې په خپل هنري استعداد ژوندۍ ساتلې وه.
۱۰. هنري مقام او میراث
استاد نبي ګل د افغانستان د کلاسیکې او ولسي موسیقۍ له هغو نومیالیو استادانو څخه و چې د سندرو ویلو، د موسیقۍ جوړولو، د ولسي سندرو راټولولو او د نوو هنرمندانو د روزلو په برخو کې یې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
د استاد عبدالوهاب مددي په وینا، د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې څلور داسې هنري شخصیتونه شته چې د دې هنر د څلورو ستنو په توګه پېژندل کېږي:
- استاد قاسم افغان
- استاد غلام حسین
- استاد محمد حسین سرآهنګ
- استاد نبي ګل
د استاد نبي ګل ځانګړی خدمت دا و چې د پښتو ولسي موسیقۍ اصیلې بڼې یې له کلیو او بانډو څخه راټولې کړې، د راډیو له لارې یې پراخې سیمې ته ورسولې او په ځانګړي ډول یې د لنډیو او تېرایي سندرو هنري ارزښت ژوندی وساته.
سره له دې چې د هغه د سندرو یوازې یوه محدوده برخه د افغانستان د راډیو په زېرمتون کې پاتې ده، خو د هغه ګڼې جوړې شوې سندرې د هېواد نورو سندرغاړو هم ویلې دي. د ده هنري هڅې د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ او د پښتو ولسي موسیقۍ په وده کې تلپاتې ځای لري.
سرچیني: د راه پرچم او آریانا پوهنغونډ وب پاڼې
Ustad Nabi Gul (1895–1972) was one of the distinguished masters of Afghan Pashto folk music. Through his art and musical contributions, he played a valuable role in preserving Pashtun cultural heritage. His name and artistic legacy will always be remembered.
#AfghanMusic
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
شوخ نظر مې نن بیا ځوروي
رنګ په رنګ مې اشنا ځوروي
میرمن پروین - د افغانستان لومړنۍ ښځینه سندرغاړې
میرمن پروین، چې اصلي نوم یې خدیجه وو، په ۱۳۲۹ لمریز کال (۱۹۵۰ زېږدیز کال) کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سندرغاړې وه چې غږ یې د راډیو له څپو واورېدل شو. د هغې خوږ غږ د اورېدونکیو له پراخ هرکلي سره مخ شو.
میرمن پروین د سردار عبدالرحیم خان ضیایي لور وه، چې په «شیون کابلي» مشهور و، هغه د امیر عبدالرحمن خان د زامنو له کورنۍ څخه و. هغه د اماني دورې د مشروطه غوښتونکو شاعرانو له ډلې او د ښځو د حقونو مدافع و. کله چې د حبیبالله کلکاني واکمني پیل شوه او د ناپوهۍ او تیارو واکمني خپره شوه، نوموړی اړ شو چې خپل هېواد پرېږدي.
سردار عبدالرحیم خان د سټالین د واکمنۍ پر مهال جلاوطن شو او هلته یې ډېرې سختې ورځې تېرې کړې. وروسته د مسکو په ښار کې د افغانستان د هغه مهال د سفیر په منځګړیتوب له تبعید څخه ازاد شو، خو هېڅکله یې بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ترلاسه نه کړه او د ژوند تر پایه په مسکو کې پاتې شو.
د میرمن پروین مور د افغانستان د بدخشان اوسېدونکې وه. د خپل مېړه له جلاوطنۍ وروسته، کله چې هغه ازبکستان او روسیې ته ولېږدول شو، مور یې په یوازې ځان د خپلې لور روزنې ته ملا وتړله.
پوهاند عبدالاحد جاوید، چې د افغانستان د راډیو له لومړنیو مشرانو څخه و، د میرمن پروین د سندرو د پیل په اړه یوه خاطره داسې بیانوي: د میرمن پروین د سندرو د ثبتولو لپاره، چې له سامعې او فرښتې وروسته درېیمه ښځینه سندرغاړې وه چې غږ یې په راډیو کې خپرېده، دوی له خپلو سازونو سره د هغې کور ته ورغلل او یوه سندره یې ترې ثبت کړه، څو په راډیو کې خپره شي.
عبدالوهاب مددي په خپل کتاب «د افغانستان د موسیقۍ ژوندلیک» کې لیکي:
«د ۱۳۲۹ لمریز کال د کب/حوت په میاشت کې استاد لطیفي د غږ ثبتولو له یوې غږنیوي سره د پروین کور ته ورغی او د هغې څو سندرې یې په کور کې ثبت کړې. څو ورځې وروسته دغه سندرې د کابل له راډیو څخه خپرې شوې او د اورېدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې. د پروین د غږ تود هرکلي د دې لامل شو چې هغه راډیو کابل ته لاره ومومي. د ۱۳۳۰ لمریز کال په نوروز کې، د راډیو له جوړېدو لس کاله وروسته، پروین د لومړي ځل لپاره، په داسې حال کې چې چادري یې پر سر وه، د راډیو کابل د موسیقۍ ثبتولو خونې ته ننوته او د «ګل فروش - ګلپلورونکي» سندره یې وویله. دغه سندره وروسته ډېره مشهوره شوه او تر ډېرو کلونو پورې د کابل راډیو له تر ټولو ډېر اورېدل کېدونکو سندرو څخه وه.»
میرمن پروین د موسیقۍ نړۍ ته د مخه کولو لاملونه خپله له موسیقۍ سره مینه، د روڼاندې او هنرپال پلار هڅونه او د استاد غلام حسین (استاد سرآهنګ) غوښتنه بولي، چې د هغې له خپلوانو څخه ګڼل کېده.
هغې په خپل خوږ غږ په پښتو، دري، ازبکي او بلوڅي ژبو سندرې ویلې او د افغانستان په راډیو کې یې تر درې سوو ډېرې سندرې ثبت کړې دي.
ارواښاده میرمن پروین د خپل ژوند تر پایه له سندرو او هنر سره تړلې پاتې شوه. خو د ژوند په وروستیو کې یې له سختو ستونزو سره مخامخ ژوند کاوه. نوموړې د ۱۳۸۳ لمریز کال د لیندۍ په ۱۸مه (د ۲۰۰۴ زېږدیز کال د ډسمبر په ۸مه) د کابل په مکروریان سیمه کې په خپل اپارتمان کې، د ناروغۍ پر بستر، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
سرچینه: بيبيسي او د همبستګي ګوند پاڼه
یادښت: د استاد عبدالوهاب مددي په وینا «لومړنۍ ښځینه سندرغاړې» او د پوهاند عبدالاحد جاوید په وینا د اغلیو سامعې او فرښتې تر هغې مخکې د سندرو ویل ثبت او خپاره شوي ول.
#افغانستان
#ښځه
#هنر
#سندره
Parween (1924–2004)
A shining star of Afghan art and the first female singer of Kabul Radio. Through her melodious voice and courage, she opened new doors for Afghan women in music.
Her voice and legacy will live forever. May her soul rest in peace. 🕊️
#MermanParwin #AfghanMus
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضلمحمود فضلي د جمهوریت پر مهال د رسنیو د خپلواکۍ په اړه د بحث په دوام ویلي، د رسنیو خپلواکي باید یوازې د حکومت له سانسور او سیاسي مداخلې څخه د هغوی د خلاصون له مخې ونه ارزول شي، بلکې د بهرنیو تمویلوونکو پر وړاندې د هغوی خپلواک دریځ هم باید د دې ارزونې برخه وي.
فضلي په یوه لیکنه کې چې د اکثریت ګوند د یوې خپرې کړې رسالې په اړه یې کړې، لیکلي چې په دغه سند کې د جمهوریت پر مهال پر ازادو رسنیو هم نیوکې شوې او رسنۍ د غیر دولتي سازمانونو یا انجوګانو د ایکوسیستم برخه بلل شوې دي. نوموړي هڅه کړې چې د رسنیو د رښتینې خپلواکۍ په اړه خپل لیدلوری تشریح کړي.
د رسنیو خپلواکي یوازې له حکومتي فشار څخه خلاصون نه دی!
فضلي وايي، د رسنیو د خپلواکۍ اساسي معیار دا دی چې رسنۍ د چا د سیاسي او مالي لومړیتوبونو له مخې موضوعات ټاکي او د چا د ګټو پر وړاندې د نیوکې او مخالفت جرئت لري.
د هغه په وینا، د افغانستان په تېر جمهوریت کې د ټلوېزیوني شبکو، راډیوګانو، چاپي او انلاین رسنیو شمېر او فعالیتونه پراخ شوي وو. دغو رسنیو د سیاسي بحثونو په پراختیا، د حکومت د کړنو په څارنه او د عامه افکارو په جوړولو کې مهم رول درلود.
خو نوموړی ټینګار کوي چې د رسنیو زیاتوالی او له حکومتي کنټرول څخه د هغوی خلاصون په خپله د بشپړې خپلواکۍ معنا نه لري؛ ځکه د ده په باور، د رسنیو یوه مهمه برخه د بهرنیو دولتونو او تمویلوونکو پر مالي مرستو متکي وه.
د بهرنیو تمویلوونکو پر وړاندې د خپلواکۍ پوښتنه!؟
د فضلي په لیکنه کې راغلي چې له حکومت څخه ازادي او له تمویلوونکي څخه خپلواکي دوه جلا مفاهیم دي. د هغه په باور، یوه رسنۍ ښايي د خپل هېواد د حکومت پر وړاندې د نیوکې پراخه ازادي ولري، خو د هغه بهرني دولت یا بنسټ د سیاستونو پر وړاندې چې مالي ملاتړ یې کوي، ورته خپلواکي ونه لري.
نوموړی وايي، مالي وابستګي تل د مستقیمو لارښوونو په بڼه نه وي، بلکې د موضوعاتو په ټاکلو، د ځینو مسایلو په پیاوړي کولو، د نورو په څنډې ته کولو او د ځانګړو سیاسي موضوعاتو پر وړاندې په چوپتیا کې هم څرګندېدای شي.
د ۲۰۱۹ کال د بندیانو تبادله؛ د فضلي د استدلال یوه بېلګه!
نوموړي د خپل استدلال د روښانولو لپاره د ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې د بندیانو د تبادلې پېښې ته اشاره کوي.
د هغه په وینا، امریکا له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري خوشې کړي، څو د طالبانو له بنده د دوو بهرنیو استادانو، امریکايي کېون کېنګ او اسټرالیايي ټیموتي ویکس، د خوشې کېدو زمینه برابره شي او له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د باور جوړونې ګام واخیستل شي.
فضلي لیکلي چې افغان حکومت دغه موضوع د عدلي او حقوقي ارزونې لپاره سترې محکمې او لویې څارنوالۍ ته سپارلې وه، خو د دغو کسانو خوشې کول د حکومت لپاره له سیاسي ستونزو او خطرونو سره مل وو؛ ځکه د هغه په وینا، د حقاني شبکه په افغانستان کې له هغو خونړیو بریدونو سره تړلې وه چې ملکي وګړو، ښځو، ماشومانو او دولتي کارکوونکو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.
د رسنیو د پوښښ په اړه د امریکا د رول ادعا!
فضلي وايي، افغان حکومت په هغه وخت کې خپلې اندېښنې له امریکايي لوري، د هغه وخت له سفیر جان باس او نورو امریکايي چارواکو سره شریکې کړې وې او غوښتنه یې کړې وه چې د بندیانو د خوشې کولو سیاسي منطق باید له رسنیو او سیاسي کړیو سره روښانه شي.
د هغه په لیکنه کې راغلي چې افغان حکومت د بندیانو د خوشې کولو موضوع د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له رئیسانو او غړو، او همدارنګه له یو شمېر سیاسي څېرو سره شریکه کړې او د هغوی اجماع یې ترلاسه کړې وه.
خو د فضلي په وینا، ځکه چې حکومت پر رسنیو کنټرول نه درلود او د تبادلې د رسنیز پوښښ په اړه اندېښنې موجودې وې، امریکايي لوري ویلي وو چې له مهمو خصوصي ټلوېزیوني او راډیويي شبکو سره به اړیکه ونیسي او د موضوع د رسنیز پوښښ د مدیریت په اړه به خبرې وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې د بندیانو له خوشې کېدو وروسته لویو او مطرحو رسنیو د دې موضوع په اړه هغه پراخ او توند سیاسي بحثونه او د حکومت پر وړاندې انتقادي خپرونې ونه کړې چې افغان حکومت یې اندېښنه لرله، بلکې موضوع تر ډېره د عادي خبر په توګه خپره شوه.
د خپلواکو ملي بنسټونو پر جوړولو ټینګار!
د فضلي په باور، د رسنیو د خپلواکۍ مسئله یوازې په رسنیو پورې محدوده نه ده، بلکې د غیر دولتي سازمانونو، مدني فعالانو او سیاسي شخصیتونو په اړه هم ورته پوښتنې مطرح دي.
هغه وايي، له بهرنیو متحدانو سره اړیکې د یوه سیاسي بنسټ لپاره ستونزه نه ده، خو دا اړیکې باید د هغه بنسټ سیاسي اراده، فکري خپلواکي او ملي لومړیتوبونه تر اغېز لاندې رانه ولي.👇
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د حاکمې او استبدادي، ډلې لخوا په هر ډول کتاب بنديز د غندلو وړ دی او دا له پوهې او عقل سره د دښمنۍ څرګنده بېلګه ده.
خصوصا د ملنګ جان په څير د يو ولسي او وطنپال شاعر په کتاب بنديز ښکاروي چې دوی وطن او خلکو سره مینه هم ګناه بولي.
د ملنګ جان “خوږې نغمې” شعري ټولګه په اویایمو او اتیایمو کلونو کې د استعمار د لاسپوڅي پاکستاني پوځ لخوا په کوزه پښتونخوا کې ممنوع شوې وه. اوس هماغه استعمار ته ژمنې، افراطي او استبدادي حاکمې ډلې په افغانستان کې د ملنګ جان په کتاب بندیز لګولی.
محمد امین «ملنګ جان» په هسکه غاړه، وطن سره مېنه وکړه او راتلونکو نسلونو ته يې د وطندوستۍ ترانې په ميراث پرېښودې او پاکستان دده فکر ونشو وژلی، نو لاسپوڅې ډله خو يې بيخي نشي وژلی.
وطن سره د ملنګ جان مینه نه يوازې په ژوند بلکې تر مرګ وروسته هم ډاګیزه ده. هغه ددې وطن ريښتينی بچی و، کلی، ادرس او مقبره يې معلومه ده، حتا له خپل قبره د هیبت الله په څېر کسانو ته، چې نه مخ لري او نه پته، داسې پیغور ورکوي:
د محبوب وطن په غېږ کې آرام پروت یم
لکه طفل چې ویده غېږ کې د مور وي
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
پوره اووه کاله وړاندې، کله چې د وخت افغان حکومت او امریکا د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید د خوشې کېدو په اړه په مذاکراتو بوخت وو، په افغان حکومت کې د دغو کسانو له خوشې کېدو وروسته د رسنیو د پوښښ د بڼې په اړه جدي تشویش موجود و. امریکايي لوري وویل چې په کابل کې به له مهمو خصوصي ټلوېزیوني او راډیويي شبکو سره اړیکه ونیسي او د بندیانو د تبادلې د رسنیز پوښښ موضوع به مدیریت کړي.
دغه وړه، خو مهمه بېلګه دا حیاتي پوښتنه مطرح کوي چې «ازادې» رسنۍ تر کومه خپلواکې دي؟ رسنۍ باید نه یوازې د خپل حکومت، بلکې د بهرنیو دولتونو او تمویلوونکو له نفوذه هم خپلواکې وي!
په دې اړه زما لنډ یادداشت د تاند په دې لینک کې ولولئ: taand.net/?p=277593
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
نن د اکتوبر ۳۱مه د نومیالي شاعر ارواښاد محمد امین ملنګ جان د مړینې اویایم تلین دی. هغه د وطني مینې، حماسي جذبو، پښتو، او پښتونستان د ستاینې او تعریف یو داسې نوم دی چې لسیزې کېږي یاد او اغېز یې د لوستو او نالوستو ولسونو په ذهنونو کې ژوندی دی.
د نوموړي د یاد په مناسبت د انسان مجلې دا دفتر چې په کې د پوهاند محمد حسن کاکړ، استاد محمد اکبر کرګر، ښاغلي ضیاالحق شمس، دوکتور سرلوڅ مرادزي لیکنې شاملي دي، د هغه په شاعرۍ، ونډې، اغېزو، او د ملنګ جان او پښتو، پښتونستان، پښتونوالې، ټولنیزې ارواپوهنې، او ملي فرهنګ اړوند په کې بحثونه شوي دي.
بشپړ دفتر په لاندې لینک کې کتلی او درښکته کولای شئ:
insanmag.com/daftar/6ae11003…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د انتظار شیبې اوږدې شوې جانان کله راځی
غوټۍ د تندې نه رژیږی ، باران کله راځی
وحشی بادونو یې د پښو پلونه ورژول
بیا به پر دې کنډرو لارو یاران کله راځی
د ځوانیمرګو څراغونو د زیارت ملنګه
په رڼاۍ باندې مئین پتنګان کله راځی
کاؤون توفانی
(مرثیې د چنارونو)
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
States have long used terrorism against adversaries through trusted proxies. Digital technologies are changing the game, allowing states to outsource attacks to disposable actors recruited online. How states enable terrorism is an understudied question. An interesting read!
Replying to @PeterRNeumann
8/8 Our argument: This is not an entirely new kind of terrorism, but an old practice transformed by digital technology.
Counter-terrorism and counter-intelligence need to adapt.
Read our new, open-access article in Studies in Conflict & Terrorism:
doi.org/10.1080/1057610X.202…
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
په افغانستان کې پولیو یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې ده: په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰ پېښې، د تېر کال د ۲۱ پېښو په پرتله.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې وحشي پولیو پکې پاتې ده؛ خو پاکستان سږ کال یوازې ۷ پېښې لري.
ولې افغانستان شاته پاتې دی؟
#پولیو #افغانستان
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
دا یو ډېر مهم او اړین غږ دی چې ښایي د دولتونو په کچه بدرګه شي.
په افغانستان کې ښاغلي وحید قاسمي د « د بدخشان، هرات او بادغیس اصیلې موسیقۍ زیر و بم» په نوم څېړنیز لیکي یا کتاب د دري ژبې د سیمه ییزو سندرغاړو د پېژندنې او آثارو د ثبت لپاره راغونډ او خپور کړی دی.
اوس مهال، له بده مرغه په افغانستان کې د افغاني فرهنګ د لمنځه وړلو چارې په دولتي او سیستماتیک ډول پر مخ روانې دي او پاکستان کې خو پښتو ژبه باندې حتی خپله لوستي پښتانه شرمېږي او د نالوستو کلیوالو ژبه یې ګڼي، ځکه نه په ښوونیز غونډال او نه هم دولتي ادارو کې ځای ورکړل شوی. نو هیلې دواړه خواوې شتون نه لري.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د پلار نیکه په لار د تلو هم نه شو
وطنه ! تا نه ځارېدو هم نه شو
هومره خړسترګې شو چې څه ووایم
په غلامۍ د شرمېدو هم نه شو
هر څه مو ایښي د نیلام لپاره
تا خرڅوو، د خرڅوو هم نه شو
دنیا د سیالو ده، سیالۍ نه پاتې
خپلې مورکۍ عزت ساتو هم نه شو
وطنه تا ته مو ډېر سپک کتلي
چې سپک شو، تا کې اوسېدو هم نه شو
ړنګه په پېر د بې ننګۍ کې اوسو
پښتون کېدی، پښتو کوو هم نه شو
سلیم ړنګ
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
دی شیخ با چراغ ہمی گشت گرد شہر
کز دیو دد ملولم و انسانم آرزوست
گفتند یافت می نشود جستہ ایم ما
گفت آنکہ یافت می نشود آنم آرزوست
At the Mausoleum of Moulana Jalal-Ul-Din Balkhi/Rumi in Konya Türkiye
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
شیخ فضول لګیا دی، چې:
«جینۍ له جِن څخه اخیستل شوې او جِن پیري ته وايي او جینۍ باید د پيري غوندې پټه وي...» او نور خزعبلات او لاطائلات.
لاتین ژبې ته له یوناني ژبې د انجِل او انجِلا [Αγγέλα] کلمه راغلې، چې د پریښتې (ملایکې) مانا لري.
یوناني په خورا لرغونې زمانه کې له هیندواریاني ژبو سره تړلې ژبه ده، چې پښتو هم د همدې ګورې ونې په ختیزه څانګه پورې اړه لري.
ما ته د یوناني انجِلا ريښه د پښتو له نجلۍ سره تړلې ښکاري.
نو نجلۍ مانا پرېښته، نجلۍ مانا ملایکه، نجلۍ مانا د څښتن نازولې.
زموږ نجونې پرېښتې دي، نه پېریانې.
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
اکثریت ګوند د غیر دولتي سازمانونو (انجوګانو) د رول په اړه په یوه خپره شوې تحلیلي رساله کې د سیاسي کړکېچونو پر مهال د هغوی د فعالیتونو او د ملي سیاسي بنسټونو پر ثبات د احتمالي اغېزو موضوع څېړل شوې ده.
په رساله کې د بهرنیو تمویلونو روڼتیا، سیاسي نفوذ او حساب ورکونې ته اشاره شوې او ټینګار شوی چې د انجوګانو فعالیتونه باید د قانون او ملي لومړیتوبونو په رڼا کې و ارزول شي.
په ورته وخت کې، د انجوګانو بشري او ټولنیز خدمتونه هم مهم بلل کېږي او د هر ډول تور د ثابتولو لپاره پر کره شواهدو ټینګار کېږي.




























